د امریکا دوه سوه ادارې هیک شوي دي
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د سایبري امنیت شرکت ادعا وکړه هیکرانو په اینټرنیټي برید سره د کابو دوه سوه(۲۰۰) ادارو اطلاعات غلا کړي دي .
د امریکا په ماساچوسټ ایالت کښې دیره د ریکارډیډ فیوچر(Recorded Future cybersecurity company) سایبري امنیت شرکت ویلي دي مونږ یوسل اته نوي (۱۹۸) ادارې معلومې کړي دي چې هیک شوي دي .
دغه شرکت ادعا وکړه د روسیې هیکرانو دغه سایبري حملې کړي دي .
د امریکا رسنیو او دغه راز د هیواد لوړرتبه چارواکو په ښکاره روسیه د امریکا په شرکتونو او فیډرال ادارو باندې د سایبري حملواصلي عامله ګڼلي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي هره پیښه چې رامینځته کیږي نو په رسنیو کښې د روسیې ،د روسیې د روسیې غږونه پورته کیږي چې تر ډیره حده مالي دلایل لري .
البته ټرمپ په داسې حال کښې رسنۍ د امریکا په شرکتو او فیډرال ادارو باندې د سایبري حملو په پیښه کښې روسیه د اصلي مسولې په توګه معرفي کړي ده د واشنګټن څو لوړرتبه چارواکو او خارجه وزیر مایک پمپئو د روسیې پرضد دا ډول تورونه لګولي دي خو روسیې په پریکنده توګه هغه رد کړي دي .