امریکا دې سمدستي ایټمي موافقې ته ستنه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94951-امریکا_دې_سمدستي_ایټمي_موافقې_ته_ستنه_شي
د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې امریکې ته سپارښتنه وکړه چې بې له هیڅ ډول وارمخکښي شرطه دغې موافقې(برجام) ته ستنه شي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 22, 2020 02:22 Asia/Kabul
  • امریکا دې سمدستي ایټمي موافقې ته ستنه شي

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې امریکې ته سپارښتنه وکړه چې بې له هیڅ ډول وارمخکښي شرطه دغې موافقې(برجام) ته ستنه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې امریکې ته سپارښتنه وکړه چې بې له هیڅ ډول وارمخکښي شرطه دغې موافقې(برجام) ته ستنه شي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړې چې وانګ يي په دغې غونډې کښې د ایران له خوا د برجامي ژمنو د کمولو وجه له ایټمي موافقې د امریکې یواړخیزه وتنه او د ایران خلاف د واشنګټن د (زیات نه زیات دباؤ) سیاست وباله او زیاته یې کړه چې دغې موافقې ته د امریکې د ستنولو لپاره د جو بایډن پریکړې ته په پام سره د ایران ایټمي حالات یو حساس ټکي ته رسیدلې دي.

د ویلو ده چې د ایران او ۴+۱ ډلې د خارجه وزیرانو غیررسمي غونډه پرون د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل په شتون سره ترسره شوه او یوه ګډه خبرپاڼه یې هم خپره کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل چې د ایټمي موافقې د اجرا په بهیر کښې د بې ثباتۍ اصلي لامل لاهم د امریکې خرابونکي اقدامات دي.

په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي چې د امریکې د زیات نه زیاتو دباؤنو سره سره ایټمي موافقې لاهم ساتل شوې ده.

د ایران او ۴+۱ ډلې په پرونۍ غونډه کښې د روسیې خارجه وزیر سرګئی لاوروف هم ویلي چې ایټمي موافقې ته د امریکې راستنیدل باید بې د هیڅ ډول وارمخکښي شرط له ټاکلو وي.