د کورونا نوی ډول د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95111-د_کورونا_نوی_ډول_د_نړۍ_۲۰_هېوادونو_ته_ورسید
د کورونا ویروس نوی ډول د هند، پاکستان او کاناډا په ګډون د نړۍ شل هېوادونو ته رسېدلی او ډېری خلک پرې اخته شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 14:24 Asia/Kabul
  • د کورونا نوی ډول د نړۍ ۲۰ هېوادونو ته ورسید

د کورونا ویروس نوی ډول د هند، پاکستان او کاناډا په ګډون د نړۍ شل هېوادونو ته رسېدلی او ډېری خلک پرې اخته شوي دي.

د کورونا ویروس نوی ډول چې د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې وپېژندل شو چې تازه هند او پاکستان ته هم ور رسېدلی دی او دغه هېوادونه یې اغېزمن کړي چې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی.

پاکستان کې د کورونا د نوي ډول درې مثبتې پېښې د دغه هېواد په کراچي ښار کې ثبت شوې دې او د چارواکو په خبره دغه کسان تازه له بریتانیا پاکستان ته راستانه شوي وو چې اوس تر جدي څارنې لاندې دي.

دغه راز د کورونا ویروس نوې بڼه امریکا ته هم رسېدلې او هلته هم پرې یو کس اخته شوی دی، د دغه هېواد روغتیا پالان وایي، دغه کس د کوم بهرني سفر مخینه نه لري او په خبره یې تر درملنې لاندې دی، بلخوا د امریکا حکومت بیا وایي، د کورونا ویروس د نوي ډول لپاره تیاری لري او د دوی په خبره چې ډېر ژر به یې مخه ونیسي.

دغه راز په افغانستان کې هم د کورونا ویروس پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دې خو تراوسه لا د کورونا ویروس د نوي ډول راپور نه دی ورکړل شوی چې دې هېواد ته به را رسېدلی وي او کنه.

د یادونې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسي ۸۱ میلیونه کسان پر دغه ناروغي اخته او یو عشاریه  اته میلیونه کسان بیا دغې ناورغي مړه کړي دي.

روغتیاپالان وایي چې د کورونا نوی ډول تر پخواني خطرناک نه دی خو بیا هم زیات احتیاط باید ورسره وشي.