چین د حملې په هکله د امریکا ادعا جعلي وبلله
Jan 01, 2021 00:52 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي چین په افغانستان کښې د امریکا په پوځیانو باندې د حملې لپاره طالبانو ته د پیکینګ لخوا د پیسو د ورکولو ادعا جعلي وبلله .
د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل دغه جعلي خبرونه د دې ښودنه کوي چې یوشمیر کسان د لیوانیانو په شان په نړیواله سویه د چین د څیرې د داغي کولو کوشش کوي .
د امریکا یوه(۱) لوړرتبه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی ادعا کړي ده واشنګټن داسې سندونه لري چې ښودنه کوي چین هڅه کړي ده د طالبانو په وسیله په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو پرضد حملې ترسره کړي .
له دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې ادعا کړي وه د روسیې پوځ له طالبانو غوښتي وو د نقدو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کښې په افغانستان کښې د امریکا تر مشرۍ لاندې د خارجي عسکرو پرضد بریدونه وکړي .
ټیګونه