د امریکا د کنګرس د غړو تر مینځ اخ و ډب
پر کنګرس باندې د ترامپ د پلویانو تر برید وروسته اوس د کنګرس د غړو تر مینځ د الکټرال کالج رایو د تائید پر سر د کنګرس د غړو تر مینځ اخ و ډب شوې.
د ټرامپ د پلویانو له خوا د کنګرس په ودانۍ کې تر بلوا وروسته یو ځل بیا غونډه له سره پیل شوې تر څو د الکټرال کالج رایو په تائید سره د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایډن بریالیتوب تائید کړای شي.
خو په دغه غونډه کې د پي بي اس د خبري چینل د راپور سره سم، اوس د کانګرس د ځینو غړو تر مینځ هم اخ و ډب رامینځ ته شوی دی.
د پنسلوانیا د الکټرال کالج رایو د تائید په جریان کې د کنګرس په عمومي ناسته کې د جمهوري پال اندی هریس او ډیموکراټ کالین الرډ تر مینځ اخ و ډب شوی.
د کانګرس د دغو استازو تر مینځ اخ و ډب تر هغه وروسته رامینځ ته شو چي کالین الرډ د جمهوری پالو دغه استازي ته دروغجن وویل.
ویل کیږي د کنګرس په دغه غونډه کې فشار دومره زیات دی چي سوزان وایلد د پنسلوانیا استازې له هوښه تللې ده.