د انډونیشیا ولسمشر ته چیني واکسن ووهل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95351-د_انډونیشیا_ولسمشر_ته_چیني_واکسن_ووهل_شو
د انډونیشیا ولسمشر په دغه هیواد کښې له کرونا وایرس سره د مقابلې د چیني واکسن د واکسنیشن په پیل کښې د وړومبي کس په توګه دغه واکسن ولګوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2021 12:34 Asia/Kabul
  • د انډونیشیا ولسمشر ته چیني واکسن ووهل شو

د انډونیشیا ولسمشر په دغه هیواد کښې له کرونا وایرس سره د مقابلې د چیني واکسن د واکسنیشن په پیل کښې د وړومبي کس په توګه دغه واکسن ولګوه.

د انډونیشیا ولسمشر په دغه هیواد کښې له کرونا وایرس سره د مقابلې د چیني واکسن د واکسنیشن په پیل کښې د وړومبي کس په توګه دغه واکسن ولګوه.

په انډونیشیا کښې د (سینو واک بایوټک) چیني واکسن د استعمال د مجوز له صادریدو دوه ورځې وروسته د دغههیواد ولسمشر جوکو ویډوډو د انډونیشیا خلکو د ډاډمنیدو په خاطر دغه واکسن د وړومبني کس په توګه ولګوه.

د انډونیشیا د خوړو او درملو ادارې له کرونا وایرس سره د مقابلې په موخه تیره دوشنبه د دغه چیني واکسن د کارولو اجازه ورکړې ده.

د انډونیشیا ولسمشر د دغه واکسن له لګولو وروسته خلکو ته په یوه لنډه وینا کښې وویل: د واکسن لګول بیخي درد نه لري.