په هالڼد کې د کرونا د بندیزونو په ضد مظاهرې وشوې
د هالند په دوو ښارونو کې پرون خلګو د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو پر ضد مظاهرې وکړې او د امنیتي ځواکونو سره یې نښته وکړه.
د جنوبي ښار ایندهوون مرکز کې سلګونه مظاهرهچیانو اورونه بل کړل او په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه وکړه.
په هالنډ کې امنیتي ځواکونو د مظاهرې د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو توپونه وکارول او لسګونه مظاهرهچیان یې ونیول.
د ګرځبندیز پر ضد د هالند پلازمېنه امستردام کې هم مظاهره وشوه چې څه باندې ۱۰۰ تنه د پولیسو له خوا ونیول شول.
د اروپا په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کرونا له کبله لګول شوي بندیزونه جدي شوي دي.
فرانسه له خپلو ګاونډیو ورتلونکو کسانو نه د کرونا منفي معاینه غواړي او سویډن ویلي، له ناروې د خلکو ورتګ بندوي، ځکه چې اوسلو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې پېښې لیدل شوې دي.