له بیهقي څخه یوه تاریخي کیسه، افشین او بودلف
د پنځمې پېړی کره تاریخ لیکونکی، نړۍ یې همهغه شان چي لیدلي وه، ثبت کړه، ساده، په ژوندي بڼه او له داسي وړوکیو جزئیاتو سره، چي له زرو کلونو وروسته، اوس هم مونږ د هغو پېښو یوه په زړه پورې کیسه درسره شریکوو.
په دغه برخه کې، له هغه روایت سره مله کیږو چي له غوصې، سیاست، وفاداری او د وروستۍ شیبې له نجات موندلو ډکه کسیه ده، داسي کیسه چي د عباسیانو د دربار په زړه کې رامینځټه کیږي او بیهقي دا کیسه په خپل اثرناک نثر سره، د تاریخ لپاره په یادګار کې پرېښودلی دی، که چمتو یاست چي د یوه رېښتونی شاهد خبرو ته کښینئ او غوږ شئ ورته، زمونږ سره ملګرتیا ته دوام ورکړئ.
د افشین او د بودلف کیسه یو له هغو تاریخي پېښو څخه دی چي د ابوالفضل محمد بیهقی له خوا نقل شوی دی.
په دې کیسه کې، به د بیقی په حواله له بودلف څخه د افشین د خفګان او بیا د هغه د وژلو د هڅې په هکله یوه کیسه واورئ
احمد ابن ابی دواد، عباسي خلیفه معتصم، افشین او بودلف د دې کیسې له شخصیتونو څخه دي.
ابوعبدالله احمد له مشهورو قاضیانو څخه او یو وتلی او هوښیار او خورا ژبه ور کس وو او د عباسي خلیفې مامون په نزد کې له لوړ مقام څخه برخمن و، ابو عبدالله په مهربانی او زړه سواندی باندې مشهوره وو او لومړی کس چي د عباسي خلیفې په مجلس کې د خبرو کولو او د خپل نظر د بیانولو جرات وکړ.
دغه کس د بیهقي د کیسې اصلي شخصیت دی او د افشین او بودلف کیسه هم د هغه له خوا بیان شوې ده.
معتصم د بیهقي د کیسې یو بل مهم شخصیت دی، هغه د عباسي خلفاو اتم خلیفه او د مامون ورور دی، هغه له ۸۳۳ نه بیا تر ۸۴۲ میلادي کلونو پورې خلافت کړی دی، بابک خرمدین، افشین او مازیار د هغه وخت له مشهورو سردارانو څخه وو چي د معتصم په امر له مینځه وړل شوي وو، معتصم د کیسې له ځواکمنو شخصیتونو څخه دی چي د بودلف د وژلو لپاره افشین ته پوره واک ورکوي، چي همدغه مساله د کیسې د بڼه اخیستلو لامل دی.
افشین د معتصم عباسي مشهور سردار وو چي د هغه په امر سره، اذربایجان ته لاړ څو له بابک خرمدین او نورو خرمدینیانو سره، مقابله وکړي، له څو ځلې جنګونو او نښتو وروسته یې، بابک ونیوله او د اذربایجان خرمدینیان ووژل او کامیابه بغداد ته ستون شو. خو په بغداد کې له مازیار او بابک سره په ملګرتیا تورن شو او بندی شو. په دې کیسه کې، افشین له هغو کینه کښو انسانانو څخه دی چي یوازې په غچ اخیستلو یې زړه ارامښت مومي او په اصطلاح سره د کیسې بدماش دی.
بودلف یو ډېر سخي، باتور او بزرګوار انسان و. بودلف د ادیبانو او د فضلیت لرونکو مرجع و او په تجارت کې هم ډېر استاد وو. مامون ورته بلنه ورکړه، او بودلف هم دربار ته حاضر شو او د مامون له خوا د کردستان د والی په توګه وګمارل شو. هغه له ۸۲۵ نه بیا تر ۸۴۰ میلادي کلونو پورې، په کردستان باندې حاکم و په بغداد کې وفات شو.
احمدبن ابی دواد چي په بغداد کې میشت وو، نیمه شپه له خوبه راکښېنستل، هرڅومره چي د ویده کېدو هڅه یې وکړه، خوب نه ورغی، سخته اندېښنه ورته پیدا شوې وه او غمجن شوی وو خو په علت یې نه پوهیدی. ابی دواد پاڅیږي او خدمتکارانو ته خبر ورکوي چي یو شمع بل کړي او بیا حمام ته ځي. په داسي حال کې چي ذهن یې مشغول دی او نه پوهیږي چي څه وکړي، پرېکړه کوي چي دربار ته لاړ شي، کله چي دربار ته رسیږي، له معتصم سره یې د کتلو غوښتنه نه منل کیږي، خو هغه زاری کوي چي ورته د ننوتلو اجازه ورکول شی، پېره دارانو په پای کې ورته د ننوتلو اجازه ورکړه، ابي دواد دربار ته له ننوتلو وروسته، وینې چي خلیفه اوزګار دی او هیڅ هم نه کوي او په سوچونو کې ډوب دی، سلام کوي او وینې چي خلیفه یې د راتلو انتظار کول، ابی دواد حک حیران شو.
نوره کیسه د احمد بن ابی دواد له خولې څخه واورئ.
ومي ویل اې امیره ! زه سهار وختي دلته رالم او فکر مي کول چي تاسو ارام کوئ. او له کارونو او پېښو څخه فارغ یاست، معتصم وویل: ایا له پېښو څخه خبر نه یې؟ ما ویل نه خبر نه یم.
ورته کښېنستم څو ځان په کیسه خبر کړم، امیر وویل: حسن افشین ته مو د ښه خدمت او د بابک خرم دین د له مینځه وړلو په خاطر، ښه مقام ورکړ، هغه تل زمونږ څخه غوښتل چي د بودلف په وړاندې د هغه لاس پرېږدو څو بودلف له ولایت مقام څخه لیري کړي او ویې وژني، ځکه چي د هغوی په مینځ کې دښمني او زیات تعصب وو، لیکن ما هیڅکله د بودلف د ښه والې او وړتیاو او همداشان ستاسو تر مینځ د زاړه ملګرتیا د امله، د افشین غوښتنې ته مې ځواب ورنه کړ.
تېره شپه د افشین د زیات ټینګار په خاطر، تر اغېز لاندې رالم، په داسي حال کې چي په کراتو مې کوښښ وکړه موضوع بدله کړم لیکن نه وشو، هیڅ شک نه لرم چي کله سهار، بودلف نیول کیږي او کله چي د افشین لاس ته ورشي، وژل کیږي.
ما ورته وویل: امیر دا د یوه بې ګناه سړي د وینې تویول دی او خدای پاک دا کار نه خوښوي، بودلف ستاسو تر امر لاندې او عرب مبارز دی چي د جبال په ولایت کې زیات کارونه کړي او سرشیندنه یې کړې ده. که هغه ونیول شي، د هغه عزیزان او پلویان چوپه خوله نه پاتي کیږي او زیاتې فتنې به رامینځته شي.
امیر په ځواب کې وویل: بلې هو، ته حق خبره کوې، ماته هم دا خبره معلومه ده، لیکن کار مي د لاسه وتلی دی، افشین زما لاس یې نیولی او ما ورسره وعده کړې ده چي هیڅکله یې یوازې پرې نه ایږدم.
پوښتنه مي وکړه چي د حل لاره څه ده؟
هغه په ځواب کې وویل: یوازنۍ لاره یې دا ده. همدا اوس افشین ته ورشه او که هغه درسره، لاره نه یووړه، نو بیا زارۍ ورته وکړه چي بودلف پرېږدي. هڅه وکړه چي زما له خوا کومه خبره ورته نه وکړې، شاید ستا حرمت وساتي او د بودلف له وژلو لاس واخلي، که هغه ستا شفاعت نه ومنل، نو بیا یې برخلیک همدا دی او هیڅ چاره نه شته.
احمد بن ابی دواد چي دا خبرې یې وارېدلې، سخت اندېښمن شو او پرېکړه یې وکړه چي ډېر ژر افشین ته لاړ شي، کله چي د افشین د کور دروازې ته ورسېدی، له هرکلی سره مخ شو، خو هغوی نه پوهېدل چي احمد د څه لپاره افشین ته راغلی دی. هغه کور ته ننوتل، افشین یې ولیدل چي له بودلف سره په بحث او خبرو لګیا دی او هلته جلاد هم تیار ولاړ دی او د افشین امر ته منتظر دی. افشین د احمد بن ابی دواد په لیدو سره، سخت په غوصه شو او له خپل ځای څخه را ولاړ شو.
احمد بن ابی دواد هڅه کوله چي د افشین پام ځان ته واړوي او د بودلف له وژلو یې پښېمانه کړي، لیکن افشین هیڅ پام نه وکړ، احمد بن ابی دواد چي ولیده زاری او نانوات هیڅ ګټه نه کوي، د معتصم د خبرو اپوټه یې عمل وکړ او وویل چي دا د خلیفه پیغام دی، او ته باید د بودلف له وژلو لاس واخلې او بیرته یې ستون کړې.
احمد بن ابی دواد وایي: له دې خبرې وروسته، راستون شوم او په خپل اس باندې سپور شوم، حک حیران وم او سخته اندېښنه مي درلوده او په ټوله لاره کې مي ځان سره ویل: اوس پوره ډاډه یم چي د بولدف د وژل کېدو لامل شوی یم، ځکه چي خلیفه به ورته ووایي چي ما هیڅ پیغام نه دی ورکړی، ورشه ویې وژنه.
خلیفه ته ورستون شوم او کله چي زه یې داسي په خولو کې ډوب او اندېښمن ولیدم یو خدمتکار یې واستول چي زما له مخ څخه خولې پاکې کړي، او په نرمه ژبه یې راته وویل: اې د خدای بنده، څه درشوی دی؟ ومي ویل: امیر دې تل ژوندی وي، نن په ما هغه حالت راغی چي په ټول ژوند کې نه وو راباندی راغلی، افسوس دې په هغو مسلمانانو وي چي باید دغه نامسلمان سړی وزغمي.
خلیفه راته وویل: کیسه وکړه، ماهم په خبرو پیل وکړ او هرڅه مي ورته په جزئیاتو سره ویل. خبره مې دې ځای ته رسېدلې وه چي ما د افشین سر ښکل کړ او بیا مې وږې، لاسونه او په پای کې مې پښې ورته ښکل کړ، خو افشین زما په ځواب کې وویل: چي که زر ځلې هم ځمکه ښکل کړې، هیڅ ګټه نه لري، زه بودلف وژنم، په دې وخت کې افشین له خولی او کمربند سره، دربار ته ننوتی. زه ناهیلي شوم او خبره مي نیمګړې پرېښوده، له ځان سره مي وویل چي دا ښه نه وسو چي زما خبره پوره نه وشوه، او خلیفه ته مي نه وویل چي ما په ناحقه ستاسو له خوا د بودلف د نه وژلو پیغام افشین ته ورسول. اوس به افشین ورته هرڅه ووایي او خلیفه به هم په ځواب کې وایي چي ما خو هیڅ پیغام نه دی ورکړئ، په دې ډول به زه هم رسوا شم او بودلف به هم ووژل شي.
افشین ناست وو، خلیفه ته وویل: خلیفه پرون ماته اجازه راکړه چي په بودلف برلاسه شم، نن احمد بن ابی دواد یو پیغام راته راوړ چي باید یې له وژلو لاس واخلم ایا دا پیغام صحیح ده؟ معتصم په ځواب کې وویل: دا زما پیغام دی. چیرته دې اورېدلی دی چي احمد بن ابي دواد زما او زما له پلرونو څخه چاته په دروغ پیغام رسولي وي؟
افشین په داسي کمزوري حالت کې له ځایه راولاړ شو او مړ مړ روان شو.
کله چي هغه ووتل، خلیفه معتصم زما څخه پوښتنه وکړه چي ولې دي، زمونږ تر مینځ د تر سره شویو خبرو په خلاف عمل وکړ؟ ما په ځواب کې وویل: اې زما امیر! زما لپاره د منلو نه دی چي د یوه مسلمان وینه توی شي، زه د دې کار لپاره هیڅ اجر نه غواړم او همدارنګه نه غواړم چي خدای مې د دروغ په خاطر عذاب کړي، بیا له قران شریف څخه څو ایتونه او د پیغمبر ص څو احادیث ورته بیان کړ. خلیفه په خندا شو او وویل ښه کار دی وکړ.
معتصم خپلو ساتونکو ته وویل چي د افشین کور ته ورشه او (قاسم عیسی عجی) یعني بودلف زما په ځانګړې اس باندې سپور کړئ او په درناوی یې خپل کور ته ستون کړئ. زه هم کور ته ورستون شوم، هلته مي بودلف په داسي حال کې وموند چي په لاره کې ناست و، کله چي زه ولیدم، زما پښو ته ولویدی، ما په غېږ کې ونیوی او کوټې ته مې دننه بوتی، هغه په ژړا شو او زما څخه یې مننه وکړه.
ما وویل: زما څخه مننه مه کوه، بلکې د خدای او د امیر شکر وباسه چي ستا ژوند یې دوباره درکړ.
بیهقي په پای کې او د دې کیسې له بیانولو وروسته، لیکي: زما هدف د دې خبرونو څخه دا دی چي لوستونکي باید تر ګټمن شي او شاید ګټور واقع شي.