امریکا د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې شریکه ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل امریکا په لبنان ، فلسطین او درسته سیمه کښې د اسرائیلو لخوا په ترسره شویو ټولو جنایتونو کښې شریکه او مرسته کونکې ده.
هغه د امریکا د حکومت لخوا د ایران او د عمان پرضد له خبرداریو د ډکو څرګندونو په کلکه غندنه وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل مونږ د لبنان د پلازمینې بیروت په شمول د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو حملې په کلکه غندو.
هغه دغه راز وویل امریکا او نور هیوادونه اوس د ایران په هکله د باید ټکی استعمال نکړي او ایران ته وکړه مه کړه ونه وايي.
ایران اوس د تیر وخت د باچا له رژیم سره ډیر فرق لري او دلته ولسي حکومت ټینګ دی او د هیڅ هیواد دیکتاتورۍ او زور وینه نه مني.
د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز وویل تراوسه له امریکا سره هیڅ موافقه نه ده لاسلیک شوې او د ایران ټول تمرکز د جنګ په ختمولو ولاړ دی.
هغه وویل چې له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام په هکله هیڅ خبرې نه دي روانې او د هرمز اوبلارې اداره کولو فیصله به ایران او عمان وکړي.
دغه راز د ایران د پارلمان مشر او د مرکچي ټیم مشر محمد باقر قالیباف د امریکا تضمینونه او خبرې د ناباور وړ وبللې او زیاته یې کړه مونږ په ژمنو او تضمینونو باندې هیڅ باور نلرو او زمونږ لپاره اصلي معیار عملي اقدامات دي او د مقابل لوري لخوا له کوم اقدام ترسره کولو مخکې به مونږ هیڅ اقدام ترسره نکړو.