په لویوسیمه‌ ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173560-په_لویوسیمه_ییزو_تړونونوکې_دایران_شتون_د_پراختیائي_ارادې_ښودنه_کوي
پارس ټوډې - د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د  اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
(last modified 2026-05-30T08:37:37+00:00 )
May 30, 2026 13:02 Asia/Kabul
  •   په لویوسیمه‌ ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي

پارس ټوډې - د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د  اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.

د پارس ټوډي د راپور له مخې، ډاکټر  مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د اورآسیا د اقتصادي اتحادیې د عالي شورا غونډې ته په خپل پیغام کې وویل؛ تېر  یو کال د اوراسیا اقتصادي اتحادئې له غړو هېوادونو سره د سوداګریزو تعاملاتو د پراختیا لپاره یو ګټور او بډای پړاؤ  و. سره له دې چې د سوداګرۍ اوسنئ  اندازې څخه ډېرې لوړې وړتیاوې شته، خو د دغو ظرفیتونو عملي کول د نوو مالي بنسټونو اوبیخ بینائيو  رامنځته کولو ته اړتیا لري، لکه د ملي اسعارو د تبادلې میکانیزمونه او د تادیاتو په نظام کې خپلواکي. 

ډاکټر پزشکیان ټینګار وکړ؛  د ایران اسلامي جمهوریت، سره له دې چې له ظالمانه بندیزونو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی، تل د سرمشریزو او شوراګانو په غونډو کې د ګډون له لارې د اتحادئې د پیاوړتیا او د ملي حاکمیت او انرژۍ د امنیت پر بنسټ د یوې  قدرتمنې  سیمې د رامنځته کولو لپاره خپله ژمنتیا ساتلې ده. په لویو سیمه‌ییزو تړونونو کې د ایران  شتون د تهران د جدي پراختیائي ارادې څرګندونه کوي.

د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د خپل پیغام په بلې برخې کې د دغې اتحادئې له غړو سره ملګرتیا د سیمه‌ییزې همغږۍ لپاره یوه اوږدمهاله سټراټیژي وبلله او د ګډو فرهنګي، تاریخي او جغرافیائي ځانګړتیاوو په یادولو سره ئې د شته فرصتونو د زیاتې ګټې اخیستنې او د څو اړخیزو ملګرتیاؤ  د بریالي ماډل پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر د سیمې له شریکانو وغوښتل چې دغه همغږي او یووالی دې ، د ګډې ودې لپاره په یوه تاریخي فرصت بدل کړي او ویې ویل؛ راتلونکی د هغو ملتونو دی چې د متقابل باور او ګډو هڅو له لارې د پرمختګ او هوساینې لاره هواروي.

ډاکټر پزشکیان  په بریکس ډ لې او  شانګهائي ملګرتیا موسیسې  کې د ایران فعال غړیتوب ته  په اشارې سره وویل چې د اوراسیا اتحادیه د ایران د هغې ارادې نښه ده چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ، انرژۍ او ټیکنالوژۍ په برخو کې سټراټیژیکې ملګرتیاوې  پراخې کړي.

هغه زیاته کړه چې سیمه‌ییزه اقتصادي همغږي، د دوامدارې ودې او ګډې هوساینې  اساسی  وسیله ده او د هغو ګډوډوونکو قدرتونو د دسیسو  پر وړاندې اغېزشیندونکی ځواب ګڼل کېږي چې د سیمې د پرمختګ مخه نیسي.