د تضاد او تقابل کړنلاره د ټولو هیوادونو ګټې تاواني کوي
د چین ولسمشر وویل: د تضاد او تقابل ناسمه کړنلاره به د ټولو هیوادونو ګټې زیانمنې او کمزورې کړي.
د چین ولسمشر وویل: د تضاد او تقابل ناسمه کړنلاره به د ټولو هیوادونو ګټې زیانمنې او کمزورې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې شي جین پینګ پرون د نړیوال اقتصاد د ټولنې په آنلاین غونډې کښې وویل: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د متقابلې ګټې په هکله د ملګرتیا په مفهوم پابنده ووسي او د ټولو هیوادونو لپاره دې د پراختیا د برابرو حقوقو ضمانت ورکړي.
هغه زیاته کړه: هیڅ کومه نړیواله ستونزه د یو هیواد له خوا نه هواریږي او باید نړیوال اقدامات، نړیوال ځواب او نړیواله ملګرتیا باید شتون ولري.
د چین ولسمشر په دغې غونډې کښې په نورو باندې د خپل تمدن یا تاریخ، کلتور او نظام د تپلو لپاره د ځینو هیوادونو د هلوځلو په هکله هم خبرداری ورکړ.