د تضاد او تقابل کړنلاره د ټولو هیوادونو ګټې تاواني کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95690-د_تضاد_او_تقابل_کړنلاره_د_ټولو_هیوادونو_ګټې_تاواني_کوي
د چین ولسمشر وویل: د تضاد او تقابل ناسمه کړنلاره به د ټولو هیوادونو ګټې زیانمنې او کمزورې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2021 04:05 Asia/Kabul
  • د تضاد او تقابل کړنلاره د ټولو هیوادونو ګټې تاواني کوي

د چین ولسمشر وویل: د تضاد او تقابل ناسمه کړنلاره به د ټولو هیوادونو ګټې زیانمنې او کمزورې کړي.

د چین ولسمشر وویل: د تضاد او تقابل ناسمه کړنلاره به د ټولو هیوادونو ګټې زیانمنې او کمزورې کړي.

د ایرنا د خبر له مخې شي جین پینګ پرون د نړیوال اقتصاد د ټولنې په آنلاین غونډې کښې وویل: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د متقابلې ګټې په هکله د ملګرتیا په مفهوم پابنده ووسي او د ټولو هیوادونو لپاره دې د پراختیا د برابرو حقوقو ضمانت ورکړي.

هغه زیاته کړه: هیڅ کومه نړیواله ستونزه د یو هیواد له خوا نه هواریږي او باید نړیوال اقدامات، نړیوال ځواب او نړیواله ملګرتیا باید شتون ولري.

د چین ولسمشر په دغې غونډې کښې په نورو باندې د خپل تمدن یا تاریخ، کلتور او نظام د تپلو لپاره د ځینو هیوادونو د هلوځلو په هکله هم خبرداری ورکړ.