ترکیې کښې د داعش د ټرور د ډلې مسئول ونیوې شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95986-ترکیې_کښې_د_داعش_د_ټرور_د_ډلې_مسئول_ونیوې_شو
د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ټرور د ټیم د مسئول په شمول په داعش کښې د غړیتوب په شک ۱۴ کسان ونیول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2021 04:14 Asia/Kabul
  • ترکیې کښې د داعش د ټرور د ډلې مسئول ونیوې شو

د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ټرور د ټیم د مسئول په شمول په داعش کښې د غړیتوب په شک ۱۴ کسان ونیول.

د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ټرور د ټیم د مسئول په شمول په داعش کښې د غړیتوب په شک ۱۴ کسان ونیول.

اناتولي خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په شپږو ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف عملیاتو کښې ۱۲ تنه عراقي ښاریز، یو مراکشي او یو د ترکیې ښاریز له داعش ترهګرې ډلې سره د ملګرتیا په تور ونیول.

امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کښې په ترکیې کښې د داعش ترهګرې ډلې د ټرور د ټیم مشر او د دغې ډلې مشر په یالووا ولایت کښې ونیول.

د دغو کسانو د پاتې کیدو د ځاې په تلاشۍ کښې یوه اندازه وسله او اسناد او مدارک موندل شوي او نیول شوي دي.