د فاطمةالزهرا(ص)د نیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96012-د_فاطمةالزهرا(ص)د_نیکمرغه_زوکړې_کلیزه_دې_پر_ټولو_مبارک_وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت درستو پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 01:33 Asia/Kabul
  • د فاطمةالزهرا(ص)د نیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت درستو پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .

د سلواغې د میاشتې پځلسمه  چې د جمادي الثاني دمیاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري  د اسلام د ګران پیغمبر د قدرمنې لور او د نړۍ دمیرمنو دسردارې حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې  کلیزه په درستې نړۍ په تیره په درست اسلامی ایران کې په پرتم سره لمانځل کیږي  .

په دې مناسبت بیګا شپې راهسې  په جوماتونو ،امامباړو او  زیارتونو کې په دې مناسبت   د روغتیائي پروټوکولونو په اساس جشنونه جوړیږي  او خلک د دغې بزرګوارې بي بي  له سیرته  ځانونه خړوبه کوي .

 دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې ورځ په ایران کې د مور ورځ او دښځې د مقام په توګه لمانځل کیږي  او درست خلکو خپلو میّندو او میرمنو ته ډالۍ وړاندې کوي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو  پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

Image Caption
Image Caption