د کرونا د دویم چینايي واکسن د استعمال اجازه ورکړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96200-د_کرونا_د_دویم_چینايي_واکسن_د_استعمال_اجازه_ورکړې_شوه
د چین له خوا جوړ شوي د کرونا دویم واکسن هم د کارول کیدو مجوز ترلاسه کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • د کرونا د دویم چینايي واکسن د استعمال اجازه ورکړې شوه

د چین له خوا جوړ شوي د کرونا دویم واکسن هم د کارول کیدو مجوز ترلاسه کړ

د چین له خوا جوړ شوي د کرونا دویم واکسن هم د کارول کیدو مجوز ترلاسه کړ

د چین د طبي محصولاتو د ملي ادارې د اجازتنامې له مخې، د (سینوواک) په نامه د دغه هیواد کرونا واکسن له پرون څخه بازار ته د وړاندې کیدو اجازه ترلاسه کړې ده.

د تیر ۲۰۲۰ کال په وروستیو کښې د (سینوفارم) په نامه د کرونا وړومبني چیني واکسن هم په چین کښې دننه د بیړنۍ یا ایمرجنسي استعمال اجازه ترلاسه کړې وه.

چین نن سبا د کرونا په ۱۶ واکسنو کار کوي چې په کښې ۷ ډوله واکسن د دریم پړاؤ ازموینو ته رسیدلي دي او ورڅخه د سینوفارم او سینوواک په نومونو دوو واکسنونو د چین له روغتیا وزارت څخه په مشروطه توګه بازار ته د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

په چین کښې د کرونا د عمومي واکسنیشن پروګرام له ۲۰۲۱ کال څخه پیل شوی دی او تراوسه لکونو کسانو ته د سینوفارم او هم داشان د سینوواک واکسن لګول شوي دي.

له دې نه علاوه په تیرو پنځوسو ورځو کښې په ټوله نړۍ کښې د هم د چین جوړ کرونا واکسن څه باندې ۵۰ میلیون ډوزونه تجویز شوي دي.