امریکا اټومي کلنګ غواړی هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96278-امریکا_اټومي_کلنګ_غواړی_هیواد_دی
زمونږ خبریال وايي امریکا چې نور هیوادونه په اټومي کلنګ اخیستلو تورنوي په خپله یوازنی هیواد دی چې په دنیا کښې تر ټولو ستر اټومي سلاکوټ لري او اټومي بمونه یې هم استعمال کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • امریکا اټومي کلنګ غواړی هیواد دی

زمونږ خبریال وايي امریکا چې نور هیوادونه په اټومي کلنګ اخیستلو تورنوي په خپله یوازنی هیواد دی چې په دنیا کښې تر ټولو ستر اټومي سلاکوټ لري او اټومي بمونه یې هم استعمال کړي دي .

د چین نړیوالې راډیو په یوه (۱) راپور کښې د ایران د روسیې او د چین پرضد د امریکا د ادعا وړ تورونو ته په اشارې سره وویل کله چې ایران یوه(۱) میاشت مخکې وویل په اټومي تړون کښې د امریکا د ژمنو د نه اجرا کیدا په علت د یورانیمو د پخولو سویه شل (۲۰) فیصدو ته ورزیاتوي د امریکا خارجه وزارت سمدستي ایران په اټومي کلنګ اخیستلو تورن کړ خو روسیه او نور  ډیر هیوادونه باوري دي چې امریکا په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر دې اساس واشنګټن د دغه کار مسول دی .

د چین نړیوالې راډیو د روسیې د سپوتینک خبري اژانس په راپور باندې استناد سره ولیکل امریکا خپلې اټومي وسلې په پینځو(۵) اروپايي هیوادونو کښې په څلرویشتو (۲۴) ځایونو کښې دیره کړي دي .