د روسیې ولسمشر د مونیخ کانفرنس ته وینا نه کوي
تاس خبري اژانس راپور ورکړی د کریملین ماڼۍ د جرمني په مونیخ امنیتي کانفرنس کښې له وینا کولو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډډه کولو خبر ورکړ .
د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټاکل شوی نه دی چې د جرمني د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې چې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په نولسمه (۱۹) او شلمه (۲۰) نیټه د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره کیږي وینا وکړي .
تراوسه دغه دلیل نه دی معلوم چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولې د مونیخ د امنیتي کانفرنس د یوه (۱) اصلي شخصیت په توګه په دغه کانفرنس کښې وینا نه کوي .
خو داسې ګونګوسې شته چې د روسیې په کورنیو چارو کښې د اروپايي هیوادونو لاسوهنې او د ماسکو د حکومت د مخالفانو د مشر الیکسي ناوالني نیول د مونیخ په کانفرنس کښې د ولادیمیر پوتین د وینا د نه کولو اصلي علت وي .
د روسیې د حکومت د مخالفانو د مشر الیکسي ناوالني له نیول کیدا وروسته اروپايي هیوادونو د روسیې په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سربیره د مسکو پرضد د بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ .
امریکا او اروپايي هیوادونه د روسیې د حکومت د مخالفانو د مشر الیکسي ناوالني سخت ملاتړ کوي .