انګلستان د ایران په هکله تکراري خبره وکړه
د اسیا او د افریقا په چارو کښې د بریتانیا د خارجه وزیر مرستیال جیمز کلورلی د اټومي تړون په وړاندې د اروپا د دریو (۳) هیوادونو فرانسې ، جرمني او د انګلستان د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته له ایران وغوښتل چې د یورانیمو د پخولو په زمینه کښې خپلو ژمنو ته پاې بند ووسي .
جیمز کلورلی له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کښې د اټومي تړون نوي نسخې ته د بیا ژمنې لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ګروهنې او د هڅې هرکلی وکړ او ادعا یې وکړه بریتانیا غواړي ایران نړیوال ډګر ته ورستون شي او د لندن دریځ له ډیرې مودې راهسې معلوم او پایداره دی هغه دا چې ایران باید د یورانیمو د پخولو په ارتباط د خپلو ژمنو پیروۍ ته ورستون شي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځ د اټومي تړون په هکله د امریکا او د اروپاي هیوادونو د چارواکو د څرګندونو او دغه راز د امریکا بایکاټونو ته په اشارې سره ویلي وو ایران به هغه وخت د اټومي تړون ژمنو ته ورستون شي چې امریکا په کاغذ باندې نه بلکې په عمل کښې د ایران پرضد بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا رښتیاوالی معلوم کړي .