روسیې د ایران اټومي پروګرام سوله ییز وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96708-روسیې_د_ایران_اټومي_پروګرام_سوله_ییز_وباله
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل ایران داسې هیواد دی چې د اوږدې مودې لپاره اټومي تړون ته ژمن دی او د اټومي وسلو د پټ پروګرام شک ورباندې نشي کیدلای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 01:31 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران اټومي پروګرام سوله ییز وباله

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل ایران داسې هیواد دی چې د اوږدې مودې لپاره اټومي تړون ته ژمن دی او د اټومي وسلو د پټ پروګرام شک ورباندې نشي کیدلای .

هغه پرون سوله ییز اټومي پروګرام ته د ایران پاې بندۍ او اټومي تړون ته د تهران په کامل ډول ژمن پاتې کیدا او د نورو لورو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل په ایران باندې د اټومي وسلو د پټ پروګرام د لرلو شک نشي کیدلای .

دغه راز د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو له بیرته لګولو او د ماشه له مکانیزم څخه د شاتګ کولو لپاره د امریکا د فیصلې هرکلی وکړ .

هغه د ایران له اټومي تړون څخه د وتلو لپاره د امریکا د پخواني حکومت په فیصلې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل روسیه هماغه راز د اټومي تړون ملاتړي ده او هیله منه ده چې دغه موافقه احیا شي .

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د ایران په وړاندې د پخواني ولسمشر ټرمپ د سیاستونو په ماتي خوړلو اعتراف کړی او ویلي یې دي زه نیت لرم له اټومي تړون په یواړخیزه ډول وتل په نړیواله سویه د امریکا د څنګ ته کیدا سبب شوي  دي او  خپل هیواد اټومي تړون ته  چې د امنیت شورا لخوا تائید شوي ده بیرته ورستون کړم .