ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۲-۹۹
(last modified Sat, 20 Feb 2021 08:05:35 GMT )
Feb 20, 2021 12:35 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۲-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخولو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: برجام ايټمي موافقه د څو اړخيزې ډېپلومېسۍ لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه ده.

ولسمشر حسن روحاني د اروپا شورا له مشر شارل میشل سره په ټیلفوني خبرو کې، برجام د څو اړخیزه ډیپلومېسۍ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او په دې خبره یې تاکید وکړ چې باید اجازه ورنکړو دا لاسته راوړنه په اسانۍ سره له لاسه ورکړو. هغه زیاته کړه: د اروپا اتحادیي د بهرني سیاست مشر د برجام د همغږۍ په توګه کولې شي د مرحلو په طراحۍ کې خپل رول ولوبوي.

روحاني په دوام کې له ترهګرۍ او افراطي ډلو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ او دا دواړه یې د نړۍ او سیمې له سترو ستونزو په توګه یاد کړل او وې ویل: په نړیوال ډګر کې وروستیو بدلونونو او د هیوادونو ترمینځه د همکارۍ پراختیا لپاره د نوې حالاتو رامینځته کولو ته په پام سره، باید هڅه وکړو د ایران او اروپایي اتحادیي ترمینځه د تعلقاتو سطح خپل اصلي ځاے ته را ستنه کړو.

د اروپايي اتحادیي مشر شارل میشل هم په دې ټیلفوني تماس کې د امریکې له یو اړخیز وتلو وروسته د برجام په ملاتړ کې د اروپا دریځ ته په اشارې سره، د نړیوالې ايټمي موافقې په توګه د برجام   د ساتنې او له دواړو اړخو د هغې د بشپړه اجرا په ضرورت تاکيد وکړ.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران خارجه وزير په حوالې سره وليکل: امريکې  د ماشې له مېکانېزم څخه په شاتګ  وکړ، پکار دے ټول بنديزونه لرې کړې شي.

محمد جوادظریف پرون په يو ټوئيټ کښې له ماشه مکانیزم څخه د امریکا شاتګ کولو ته په غبرګون کښې ولیکل واشنګټن اعتراف وکړ چې د ملګروملتو د دوه زره یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړ لیک په هکله د امریکې د پخواني خارجه وزیر مائیک پمپئو ادعاګانې هیڅ قانوني اعتبار نلري مونږ هم موافق یوو .

د ایران دبهرنيو چارو وزیر جواد ظریف وویل امریکه باید د ملګروملتو دپه دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک باندې په پائبندۍ کښې هغه ټول بایکاټونه چې ټرمپ احیا کړي او له سره یې اعمال کړي وو له کوم شرط نه بغېر او په موثره توګه ختم کړي .

هغه تاکيد وکړ د امریکې لخوا د بایکاټونو له ختمیدو وروسته ایران هم سمدستي ټول اصلاحي اقدامات یعني د ايټمي ژمنو کمول ځنډوي .

ابرار ورځپاڼې بیا د خارجه وزارت د وياند په نقل سره وليکل:امريکې ته پکار دي عملي  اقدام وکړي.

سعید خطیب زاده د ايټمي اتړون د احیا یوازېنۍ لار د امریکې عملي اقدام او د ایران په خلاف د بایکاټونو ختمیدل وبلل.

هغه پرون په يو ټوئيټ  کښې د ملګروملتو په امنیت شورا کښې د ماشه له مکانیزم څخه د امریکې شاتګ ته په غبرګون کښې وویل له ايټمي تړونه د واشنګټن د وتلو په دلیل پینځه جمع یوه ډله نشته او همدا اوس یوازې ایران او څلور جمع یوه ډله شته .

سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې د امریکې پخواني  ولسمشر ټرمپ خپل هیواد له ايټمي تړونه وویست او هڅه یې وکړه چې هغه له منځه یوسي وویل د پینځه جمع یو ډلې د احیا لپاره امریکه باید عمل وکړي او د ایران په خلاف بندیزونه ختم کړي .

ورځپاڼې بيا په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران او افغانستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وشو.

د ایران د ولسمشر د سائنس او ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال سورنا ستاري پرون په تهران کښې د افغانستان د علومو د اکیډمۍ  له مشر عبدالظاهر  شکیب سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډې ټیکنالوژۍ او د ژوندیو موجوداتو د ودې لپاره د چاپیریال رامنځته کولو ته په اشارې سره وویل هغه بریالي ماډلونه او بیلګې چې د ایران د ژوندیو موجوداتو د چاپیریال په رونق کښې پلي شول د یوې (۱) ګډې ملګرتیا په بنياد په افغانستان کښې د پراختیا او د ژورتیا قابلیت لري .

د افغانستان د علومي د اکیډمۍ مشر عبدالظاهر شکیب هم د ایران او خپل هیواد ترمینځ د ډیرو تاریخي او کلتوري ګډولو شتون د علمي  او نوښت رامینځته کونکو ملګرتیاو لپاره زمینه وبلله او وې ویل د ګډې ژبې له اوزار څخه په استفادې سره د دواړو هیوادونو د سائنس او ټیکنالوژۍ تعلقات پراخولې شو و.

----------

اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼې، جنګ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کښې په دغه هېواد کښې د ضمني انتخاباتو د نتائجو په حوالې سره وليکل،په دوو نشستونو باندې د نواز مسلم ليګ کانديدان او په يو د عمران خان د تحريک انصاف کانديد کامياب شو او په يو بل  باندې د نواز مسلم ليګ وړاندې دے.

ورځپاڼې په خبر کښې زیاته کړه په ډسکه سيمه کښې د انتخاباتو د رائې اچولو په دوران کښې په ډزو سره دوه تنه ووژل شول، په وزير آباد کښې هم د رائې ورکولو په دوران کښې په نښتو کښې يو شمېر کسان ژوبل شول.

د خبر له مخې نواز مسلم ليګ او تحريک انصاف ګوندونو په يو بل باندې د نښتو د شروع کولو تورونه لګولي دي.

----

له بلې خوا د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل، مخالف ګوندونو په انتخاباتو کښې زمونږ کسان په پېسو اخېستلي او د انتخاباتو په نتائجو کښې يې تاثير کړے دے.

عمران خان زیاته کړه په پاکستان کښې له دېرشو کلونو راهسې د سياستدانانو بيې لګيږي او پېسو اخېستل کيږي. عمران خان ادعا وکړه چې د سېنټ په تېرو انتخاباتو کښې هم په خېبر پښتونخوا کښې د پيپلز ګوند دوو کانديدانو د پېسو په ورکولو سره ځانونه کامياب کړل.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د کراچۍ د ترهه ګرۍ خلاف يوې محکمې د پي ټي اېم د فراري مشر منظور پشتين او د دغه غورځنګ يو بل مشر محسن داوړ د شناختي کارډونو د بلاک کول حکم جاري کړ. محکمې په خپله فېصله کښې وويل چې دغو دواړو په کراچۍ کښې د هېواد د ګټو په خلاف اشتغال آنګېزه وېناګانې  کړې وې چې  د هغو له مخې پرې د هېواد په خلاف د بغاوت کېس چلېدۀ.

-----------

او دا هم د کابل  چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې هشت صبح ورځپاڼې ته لاس کړو.

هشت صبح ورځپاڼې تاکيد کړے چې وسله وال طالبان باید له فرصته ګټه واخلي او بېرته د خبرو میز ته وګرځي.

وړاندې سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو ليکل شوي چې په دې اړه به د ناټو د غړیو هېوادونو تر سلا مشورو وروسته تصمیم ونیول شي.

د لیکوال په اند نړېواله ټولنه هیله منه ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو سره بېرته د سولې مذاکرې ته راستانه او بیا ځلي خبرې پیل شي .

ورځپاڼې ټینګار کړی، که وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي په دې کې شک نه شته چې په دې بهانه به له افغانستانه د بهرنو ځواکونو د وتلو پروسه وځنډیږي.

لیکوال دغه شان ټینګار کړی چې روان کشمکشونه او ترینګلي حالت به جګړه بیا ځلي یو نوي پړاو ته داخله کړي او سوله او ثبات به د یوې نا معلومې مودې لپاره وځنډیږي.

---------

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ترورېزم د ټولو ګډ دښمن دی.

وړاندې سرمقاله کې راغلي، ترورېزم يا يا ترهګري د نړۍ د ملتونو هغه ګډ دښمن دی چې پرمختګ او هوسا ژوند ګواښي او افغان حکومت د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره په ګډه د دې ناوړه پديدې پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د تفاهم لارې لټوي .

د لېکوال په وینا د همدغو هڅو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د پاکستان او ايران په ګډون د سيمې د هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له ادارو سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې د څرنګوالي په اړه په کابل کې مشورتي غونډه جوړه کړې وه او د دغو سازمانونو استازو سره يې پر دې بحث وکړ چې څرنګه له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې کار وکړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغان دولت غوښتنه دا ده چې دغه مغرضې استخباراتي کړۍ د ملتونو د ژوند په بيه د ترهګرۍ له کمې ګټې تېر شي او د افغانستان او سيمې له سوله غوښتونکو هېوادونو سره يو ګډ تفاهم ته ورسېږي اود ترهګرۍ د پاللو پرځای د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پيل کړي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان حکومت د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې غوښتنه کوي چې سيمه او نړۍ له دغه خطره وژغورل او ملتونه د پرمختللي او هوسا ژوند خاوندان شي.

-------

وېسا ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان اقتصادي څرخ په ټپه دریدلی او د ویجاړېدو او سقوط له ګواښ سره مخ دی.

وړاندې راغلي، همدا اوس افغانستان له اقتصادي نظره ورځ تر بلې را لوېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له هېواده د پانګونې تېښته په ډېره چټکۍ سره پیل شوې.

ورځپاڼې د دغه وضعیت لاملونه د امنیت خرابېدل، د فساد زیاتېدل، د اداري او حقوقي ماحول ګډوډېدل بللي.ورځپاڼې لیکلي، د دې ترڅنګ هره ورځ دولتي ادارې یو په بل کې مدغمېږي یا یو له بلې جلا کېږي چې دغې چارې عمومي سردرګمي رامنځته کړې ده.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې دا مهال د بې وزلۍ کچه خورا لوړه شوې، د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله پانګه وال له هېواده وتلي او هغه شمېر

چې پاتې دي د تېښتې لار لټوي. لیکوال ټینګار کړی چې حکومت بايد د وضعیت ښه کېدو ته جدي کار وکړي.

--------

 

ټیګونه