چین یوځل بیا وویل:
امریکا دې ایټمي موافقې ته راستنه شي
چین یوځل بیا له امریکې وغوښتل چې د برجام په نامه د ایران ایټمي موافقې ته دې ستنه شي.
چین یوځل بیا له امریکې وغوښتل چې د برجام په نامه د ایران ایټمي موافقې ته دې ستنه شي.
د چین د خارجه وزارت ویاند پرون په بیجنګ کښې خبري غونډې کښې وویل: هراړخیزې ایټمي موافقې ته د امریکې زرترزره او بې له وارمخکښې شرطه ستنیدل، له اوسني بندونه د وتلو کلي ده.
وانګ ون بین په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکا او انډیوالان یې باید بې له ځنډه له ایران سره د مذاکرې میز ته ستانه شي، ټول لوري د ارامښت ساتلو او زغم ته راوبلل او ترې ویې غوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي کوم چې د حالاتو د خرابیدو لامل ګرځیدې شي.
هغه تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر مدیر رافائل ګروسي سفر ته په اشارې سره هم هیله څرګنده کړه چې آژانس او ایران په خپلو کښې همکاري وکړي څو د موضوع له هواري سره مرسته وکړی شي.