اردوغان د ایران خلاف د امریکې په ظالمانه بندیزونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96844-اردوغان_د_ایران_خلاف_د_امریکې_په_ظالمانه_بندیزونو_نیوکه_وکړه
د ترکیې ولسمشر د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په غندلو سره هیله وښودله چې د امریکې نوی حکومت د ایرانیانو د سوکالتیا مخې ته ناعادلانه خنډونه لرې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 04:22 Asia/Kabul
  • اردوغان د ایران خلاف د امریکې په ظالمانه بندیزونو نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په غندلو سره هیله وښودله چې د امریکې نوی حکومت د ایرانیانو د سوکالتیا مخې ته ناعادلانه خنډونه لرې کړي.

د ترکیې ولسمشر د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په غندلو سره هیله وښودله چې د امریکې نوی حکومت د ایرانیانو د سوکالتیا مخې ته ناعادلانه خنډونه لرې کړي.

د ترکیې د ارتباطاتو مرکزي ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کښې د ترکیې او ایران د ولسمشرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې مطرح شویو مسائلو ته په اشارې سره وویل: رجب طیب اردوغان په دغو خبرو کښې په دې هکله د هیلې په څرګندولو سره چې د امریکې نوی حکومت د ایران خلاف یواړخیز بندیزونه ختم کړي، وویل: په دې هکله په دې وروستیو څو ورځو کښې شوو څرګندونو یو نوی فرصت رامینځته کړی دی.

د ترکیې ولسمشر هم داشان د تهران-انقرې د اړیکو د کچې لوړولو ته د خپل هیواد په ګروهنې ټینګار وکړ.

له خپل ترک همرتبه سره په پرونیو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني هم ټینګار وکړ چې د امریکې له یواړخیزو اقداماتو سره د مقابلې یوازنۍ لاره د هیوادونو اتحاد او یوزړه توب دی.

هغه د ایران او ترکیې اړیکې په سیمې باندې اغیزمنې او ښې وببللې او د هغو په پراختیا یې ټینګار وکړ.