د ۴+۱ډلې د ګډ کمیشن غونډه نن جوړیږي
په دغې ناستې کې به جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا د احتمال د لرلید او د درستو لورو په وسیله د دغې موافقې د لا بشپړ او اغیزشیندونکي اجرا د ډاډمنیدا په باب هم مشورې وشي .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ ، اروپائي اتحادئې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د ۴+۱ ډلې او د ایران د خارجه وزیرانو د مرستیالانو په سوله دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن غونډه نن جمعې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي .
ددغې اعلامیې په اساس ، دغه غونډه به د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دم مسئول دمرستیال آڼریکه مورا پّ مشرۍ سره ترسره شي او د چین ،فرانسې ،جرمني ،روسیې ،انګلستان او ایران استازي به پکې ګډون وکړي .
د اروپائي اتحادئې په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي وپه دغې ناستې کې به جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا د احتمال د لرلید او د درستو لورو په وسیله د دغې موافقې د لا بشپړ او اغیزشیندونکي اجرا د ډاډمنیدا په باب هم مشورې وشي .
له دې مخکې د جاپان کیوډو خبري اژانس ددغې غونډې د ترسره کیدا دخبر په اعلانولو سره راپور ورکړی، دایران اواروپا لوړپوړو چارواکو دتیرې دوشنبې په شپه په جرمني کې سره کتلي ،څو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دبیا احیاء د آ ئيډیاؤ په باب سره خبرې اترې وکړي او همداراز د ایران ، چین او روسیې داړونده مسئولانو ترمینځ هم د سیاسی لیدتوګو دغږملتیا لپاره هم غونډه جوړه شوې ده .