د ۴+۱ډلې د ګډ کمیشن غونډه نن جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98376-د_۴_۱ډلې_د_ګډ_کمیشن_غونډه_نن_جوړیږي
په دغې ناستې کې  به  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  د  امریکا د بیرته ستنیدا د احتمال د لرلید  او د درستو لورو په وسیله د دغې موافقې د  لا بشپړ او اغیزشیندونکي  اجرا د ډاډمنیدا په باب هم مشورې وشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • د ۴+۱ډلې د ګډ کمیشن غونډه نن جوړیږي

په دغې ناستې کې  به  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  د  امریکا د بیرته ستنیدا د احتمال د لرلید  او د درستو لورو په وسیله د دغې موافقې د  لا بشپړ او اغیزشیندونکي  اجرا د ډاډمنیدا په باب هم مشورې وشي .

ایرناخبری اژانس راپورورکړ ،   اروپائي اتحادئې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،د ۴+۱ ډلې او د ایران د  خارجه وزیرانو د مرستیالانو په سوله  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن غونډه  نن جمعې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي .

 ددغې اعلامیې په اساس ،  دغه  غونډه به د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دم مسئول   دمرستیال آڼریکه مورا  پّ مشرۍ سره ترسره شي  او د چین ،فرانسې ،جرمني ،روسیې ،انګلستان او ایران استازي به پکې ګډون وکړي .

د اروپائي اتحادئې  په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دي وپه دغې ناستې کې  به  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  د  امریکا د بیرته ستنیدا د احتمال د لرلید  او د درستو لورو په وسیله د دغې موافقې د  لا بشپړ او اغیزشیندونکي  اجرا د ډاډمنیدا په باب هم مشورې وشي .

له دې مخکې د جاپان کیوډو خبري اژانس  ددغې غونډې د  ترسره کیدا دخبر په اعلانولو سره  راپور ورکړی، دایران اواروپا لوړپوړو چارواکو  دتیرې دوشنبې په شپه په جرمني کې سره کتلي ،څو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دبیا احیاء د آ ئيډیاؤ په باب  سره خبرې اترې وکړي  او همداراز د ایران ، چین او روسیې  داړونده مسئولانو ترمینځ  هم د سیاسی لیدتوګو دغږملتیا لپاره هم  غونډه جوړه شوې ده .