ورځپاڼو ته کتنه 24-1-00
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98850
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 13, 2021 12:02 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 24-1-00

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه رااخلو چې يې په خپله نننۍګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير له قوله وليکل: په نطنز کښې د خرابکارۍ مقصد د ويانا په خبرو اترو تاثير کول وو.

محمد جواد ظریف پرون د ایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمېشن په غونډه کښې د نطنز په ايټمي مرکز کښې د وړمې ورځې پیښې ته په اشارې سره په دغو حساسوحالاتو کښې د ايټمي سائنس پوهانو او د ايټمي مرکزونو د مناسب حفاظت او ساتنې په ضرورت تاکيد وکړ .د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژیم سیاسي او فوځي چارواکو په صراحت سره ویلي وو چې د ظالمانه بائيکاټونو په ختمیدو کښې د پرمختګ اجازه به ورنکړي او اوس داسې تصور کوي چې خپل هدف ته رسیږي وویل صهیونیسټ رژیم به  خپل ځواب د ایران په ايټمي پروګرامونو کښې په ډیرو پرمختګګونو سره  ترلاسه کړي .

ورځپاڼې د ايران د ايټمي ادارې د مشر له قوله هم وليکل، د نطنز پېښه خرابکاري وه.

د ایران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي د شهید احمدي روشن د یورانیمو د پخولو په مرکز کښې د نطنز پیښې ته په غبرګون کښې د دغه ناوړه خوځښت د غندلو ترڅنګه وویل هغه ايټمي ترهګري چې د نطنز د یورانیمو د پخولو په مرکز کښې شوې ده د اټومي صنعت د روښانه پرمختګ د مخه نیولو لپاره د هیواد د سیاسي او صنعتي پرمختګونو د مخالفانو د ماتي ښودنه کوي .

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپانې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د وړومبني مرستيال په حوالې سره وليکل: جنوبي کوريا به ډېر زر د ايران بلاک شوې شتمنۍ آزادې کړي.

د ایران د ولسمشر وړومبني مرستیال اسحاق جهانګیري په تهران کی د جنوبی کوریا له وزیر اعظم چانګ سای کیون سره په ګډ خبري کانفرنس کې وویل د ایران د ارزی سرچینو په بلاک کولو کښې د کوریایی بېنکونو اقدام د ایران په خلقو کښې د کوریا ځائيګي ته تاوان رسولی دے .

جهانګیري زیاته کړه د کوریائي بېنکونو دغه اقدام په داسې حال کښې دے چی ایرانې ملت د کورونائي حالاتو او د هغو د اقتصادی او روغتیائي  پائلو په دلیل دغو ارزي سرچینو ته سخته اړتیا لري.

ورځپاڼې بيا د بهرنيو خبرونو په برخه کښې د يمن د سرچينو له قوله وليکل:

د يمن انصارا... ځواکونو يو ځل  بيا د سعودي مهم مراکز په ډرون او توغنده اي  حملو سره په نښه کړل.

ورځپاڼې د یمن د فوځ د ویاندجنرل یحیی سریع له قوله وليکل چې د انصارا... فوځي او ولسي ځواکونو په اولسو ډرون الوتکو او دوو بلاسټیک توغندیو سره د سعودي په خاوره کښې  پراخ عملیات  ترسره کړل .

هغه پرون وویل د سعودي په خاوره کښې د «شعبان دیرش» نومې عملیات د یمن په خلاف د سعودي ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ او تیري زیاتیدو په ردعمل کښې وشول او پکښې د صماد درې په نوم لسو (۱۰)ډرون الوتکو په جده او الجبیل دوو سیمو کښې د تیلو د ارامکو شرکت په چاڼ ځایونو حملې وکړې .

د یمن د پوځ ویاند جنرل یحیی سریع تاکيد وکړ په خمیس مشیط او جیزان سیمو کښې هم په حساسو فوځي مرکزونو د «قاصف K-2   »ډرون الوتکو او د  «بدر - 1 » په نوم د دوو بلاسټیک توغندیو حملې وشوې .

----------

دا هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو چې يې په خپله سُرخۍ کښې ليکل، پيپلز پارټي او نواز مسلم ليګ ګوند په خپلو کښې سره ښکېل شول. دپيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو د پي ډي اېم د ټولو پوسټونو د پرېښودو او د اسمبيلو له نمائندګيو څخه د استعفاء ګانو نه ورکولو اعلان وکړ. د خبر له مخې د پي ډي اېم د يو ګوند جمعيت علماء اسلام وياند عبدالغفور حيدري وويل، له پي ډي اېم څخه د پيپلز پارټۍ په تلو ډېر خوشحال شوو او له رمضان نه پس به د حکومت په خلاف خوزښت شروع کوو.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، ننن په پاکستان او د  سعودي په شمول د فارس خليج په ځينو هېوادونو کښې وړومبنۍ روژه ده.

د جنګ د يو بل خبر له مخې په پاکستان کښې تحريک لبېک يا رسول ا... (ص) ډلې د مشر سعد رضوي له نيول کېدو وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د دغې ډلې د پلويانو له تشدد نه ډکې مظاهرې اوشوې او ځاے په ځاے مظاهره کونکي له پوليسو سره ښکېل شول، مظاهره چيانو له پاکستانه د فرانسې د سفير د شړلو او د خپل مشر سعد رضوي د پرېښودو غوښتنه کوله.

د ورځپاڼې د يو بهرني خبر له مخې په امريکه کښې يو ځل بيا يو تورپوستکی ښاريز د پوليسو په لاسو له وژل کېدو وروسته په مختلفو سيمو کښې له تشدده ډکې مظاهرې شروع شوې له پوليسو سره په نښتو کښې يو شمېر کسان ژوبل شول په ځينو سيموکښې کرفيو اعلان شوه.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل: د خېبرپښتونخوا په کابيه کښې څلور نور نوي وزیران شامل کړې شول او همدارنګ په کابينه کښې ردوبدل هم رامنځته کړې شو.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې يو ځل بيا د هزاره په نامه د يوې نوې صوبې غوښتنه را اوچته شوه.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: جرمني د امن لپاره د پاکستان د کوششونو ستائنه وکړه. د خبر له مخې د جرمني په برلېن کښې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د جرمني د خارجه وزير هيکو ماس په ګډ خبري کانفرنس کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د زیاتولو ترڅنګه وويل شول چې په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې او امنيت د ټينګښت لپاره دې هلې ځلې جاري وساتل شي.

-----

دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې: په سر کښې هم هېواد ورځپاڼه چې د ولسمشر اشرف غني د وړومبي مرستيال له قوله يې وليکل: د ترکیې غونډې پرېکړه به لویې جرګې ته وړاندې کېږی.

مرالله صالح وایی، تمه کیږی چې د افغانستان په اړه د ترکیې غونډه روانه اونۍ پیل شی.نوموړی چې پرون یې د جمهوری نظام څخه د کابل د کوهدامن خلکو د ملاتړ غونډه کې خبرې کولې وویل چې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی لوری د یادې غونډې اجنډا تېره ورځ له افغان حکومت سره شریکه کړې ده. خو دا معلومه نه ده چې په یادو ارزښتونو به لس ورځې او که به یوه میاشت بحثونه وشی. لومړی مرستیال زیاته کړه چې د یادې طرحې مهمې مادې اوربند او د حکومت جوړېدل دی.د هغه په خبره، افغانستان بیا (طالبانی) کېدای نه شی او طالبان باید د یو «جز» په توګه د افغانستان د خلکو ترمنځ په سوله کې ژوند وکړی.

ورځپاڼې په يو بل  خبر کښې وليکل: د پاچا خان نړیوال سیمینار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه جوړه شوه، د خبر له مخې   د افغانستان د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ د پاچا خان د نړیوال علمی سیمینار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه جوړه شوه .

د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهیر په دې غونډه کې په ښه ډول د سمینار پر جوړولو چې بهرنی میلمانه هم ورته رابلل کېږی ، ټینګاروکړ.د کمېټې غړیو د چاپ لپاره د کتابونو د عنوانونو د ټاکنې او د بهرنیومیلمنو د بلنې په څرنګوالی خبرې وکړې . باید وویل شی چې د دغه علمی سمینار د جوړولو د نیټې پریکړه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه .

-------

د کابل چاپ مسير ورځپاڼې بیا د افغان ولسمشر اشرف غني له قوله وليکل: طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي.

د ورځپاڼې په قول افغان ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ ګړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني همدا راز په دې ویډیويي پیغام کې د افغان ځواکونو له سرښندونو ستاینه کړې ده او پر دوی یې غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ورځو او شپو کې دې د خپلو خلکو د امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي. ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له دیني علماوو هم غوښتي چې په خپلو بیانیو او ویناوو کې خلک سولې ته وهڅوي، د جګړو په کمولو کې خپل رول ادا کړي او خپل ولسونه د یو بل لاسنیوي او مرستې ته راوبولي.

ورځپاڼې په يوبل خبر کښې وليکل: په هېواد کې تاوتریخوالی او ملکي تلفات ډېر شوي دي.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د روان کال لومړۍ میاشت د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله د ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه. دده په خبره روانه میاشت په هېواد کې د نښتو له امله ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي. حیات همدا راز وایي چې هېواد سولې ته اړتیا لري خو د سولې له خبرو سره هممهاله طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې له امله یې ملکي تلفات هم لوړ شوي دي. بلخوا طالبان بیا د ملکي تلفاتو پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچوي.

---------