د امریکې استخباراتو له افغانستانه د پوځ ایستلو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98962-د_امریکې_استخباراتو_له_افغانستانه_د_پوځ_ایستلو_ته_غبرګون_وښود
د امریکې د مرکزي اطلاعاتو د ادارې CIA مدیر له افغانستانه د دغه هیواد د ځواکونو د ایستلو فیصلې ته غبرګون وښود او دا کار یې یو ستر رسک وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 10:54 Asia/Kabul
  • د امریکې استخباراتو له افغانستانه د پوځ ایستلو ته غبرګون وښود

د امریکې د مرکزي اطلاعاتو د ادارې CIA مدیر له افغانستانه د دغه هیواد د ځواکونو د ایستلو فیصلې ته غبرګون وښود او دا کار یې یو ستر رسک وباله

د امریکې د مرکزي اطلاعاتو د ادارې CIA مدیر له افغانستانه د دغه هیواد د ځواکونو د ایستلو فیصلې ته غبرګون وښود او دا کار یې یو ستر رسک وباله

ویلیم بَرنز William J. Burns  په یوه خبرپاڼه کښې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په هکله د ولسمر جو بایډن فیصلې ته په اشارې سره وویل: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره، له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د امریکې توانمني به په محسوسه توګه کمه شي.

هغه زیاته کړه: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل زمونږ لپاره د یو پام وړ خطر په معنا دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان جنګ د امریکې لپاره دوه ټریلین او ۴۰۰ میلیارډه لګښت لرلې دی.