په ګَرمو وسلوسره په کال کې ۳۸زره امریکایان وژل کیږي
د امریکا داساسی قانون دوهمې مادې د ګرَمو وسلو ساتل او ګرځول په رسمیّت پيژندلي دي .
سی این این خبری چینل راپور ورکړی ، د امریکاد د احصایو اوشمیرنې د رسمي ادارې دراپور په اساس ، په کال کې په امریکا کې په ګرَمو وسلو سره په تاؤتریخوالي کې څه دپاسه اته دیرش زره کسان وژل کیږي او دا په دې معنا ده چې په دغه هیواد کې هره ورځ په ګرَمو وسلو سره سل کسان وژل کیږي .
په امریکا کې دکرونائي مرګوني ویروس له پراخې خوریدا،ددغه هیواد ګریوان ، په ګرَمو وسلو سره د کسانو د وژلو تاؤتریخوالي نیولی ، په دې ډول چې جوزف بایډن په دغه هیواد کې د دغې بلا د درملنې غوښتونکی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیات وسله په لاس ښاریز لري چې وئيل کیږي ، په دغه هیواد کې همدااوس څه دپاسه درې سوه درې نوي میلیون ګرَمې وسلې شته او په دې محاسبې سره د امریکا هر ښاریز لږترلږه یو ځل ، پخپل عمر کې د ګرَمو وسلو له تاؤتریخوالي سره دمخامخیدا تجروبه لري .
دغه خبری چینل زیاته کړې ده ، په امریکا کې تر دې دمه څه دپاسه یو پنځوس فی صدي خودکشۍ هم په ګرمو وسلو سره شوي دي .
د امریکا داساسی قانون دوهمې مادې د ګرَمو وسلو ساتل او ګرځول په رسمیّت پيژندلي دي .