لویدیځ هیوادونه د روسیې په هکله اندیښنې رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99150-لویدیځ_هیوادونه_د_روسیې_په_هکله_اندیښنې_رامینځته_کوي
تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې په دنیا کښې د روسیې په ارتباط هیسټریک او د اندیښنې احساس رامینځته کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 09:05 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د روسیې په هکله اندیښنې رامینځته کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې په دنیا کښې د روسیې په ارتباط هیسټریک او د اندیښنې احساس رامینځته کړي .

هغې بیګا په ټیلي ویژنې مرکې کښې وویل زمونږ لویدیځ شریکان غواړي ټوله دنیا د روسیې د اقداماتو په هکله اندیښمنه کړي او  د روسیې ضد یو (۱)هیسټریک احساس رامینځته کړي او لویدیځ هیوادونه دغه کار په قصدي او غرضي ډول ترسره کوي او دا ډول ورانکاره کړچار ته ځواب ورکول کاملا روښانه دی .

زاخارووا وویل حقیقت دا دی چې لویدیځ هیوادونه چې خپل زیات مشکلات نشي حل کولای مجبوره دي دا ډول رودې غوره کړي .