د ایران پرضد د زیات دباو سیاست غلط ثابت شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99248-د_ایران_پرضد_د_زیات_دباو_سیاست_غلط_ثابت_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «پرایس» اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا خبرې اترې ساده او چټکې ونه بللې او له ایران سره د ښې موافقې د لاسلیک کولو لپاره د ټرمپ د حکومت په کړچار باندې نیوکې سره یې وویل ثابته شوه چې د ایران پرضد د زیات دباو د راوستلو سیاست غلطه لاره وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 07:15 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د زیات دباو سیاست غلط ثابت شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «پرایس» اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا خبرې اترې ساده او چټکې ونه بللې او له ایران سره د ښې موافقې د لاسلیک کولو لپاره د ټرمپ د حکومت په کړچار باندې نیوکې سره یې وویل ثابته شوه چې د ایران پرضد د زیات دباو د راوستلو سیاست غلطه لاره وه .

هغه په خبري کانفرنس کښې د ویانا د خبرو اترو د بهیر په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل ایران او امریکا یو(۱) ګډ هدف لري او هغه د اټومي تړون پاې بندۍ ته متقابل بیرته ستنیدل دي .

د امریکا د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه مو دغه هدف ته د رسیدا لپاره په یوه(۱) ډیپلوماټیک بهیر کښې په رغنده توګه تعامل لرلی دی او دغه خبرې رغنده وې او پرمختګونه یې لرلي دي خو سره له دې دغه خبرې ته مو پام وي اوږده لاره مخ ته شته .

هغه په دې خبرې سره چې خبرې د غیر مستقیموالي په خاطر سختې دي وویل مونږ د دریمې (۳) تخصصي غونډې د جوړیدا چې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په بیانیې کښې ورته اشاره شوي ده هرکلی کوو .

د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د اتلسو (۱۸)غونډو پینځم (۵) پړاو په تیرې سه شنبې ورځ د ویانا په ګرینډ هوټل کښې وشو او وټاکل شوه چې په راتلونکو اونیو کښې هم خبرې اترې دوام ولري .

په عین حال کښې د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي ټینګار وکړ د ایران مرکچي پلاوی به هغه وخت چې د خبرو اترو بهیر د زیات غوښتنې ، د وخت د ضایع کولو او د غیر منطقي چونه وهلو په لور لار شي خبرې اترې به بندې کړي .