افغانستان کښې د امریکا د اډو خالي کیدا پیل شوي
تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د پوځيانو قومندان جنرال سکاټ میلر وویل په دغه هیواد کښې دواشنګټن د پوځي اډو د خالي کولو بهیر پیل شوی او دغه اډې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورسپارل کیږي .
په داسې حال کښې چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره د امریکا لخوا نوي ټاکل شوي مهلت ته څه د پاسه څلور (۴) میاشتې وخت پاتې دی په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر وویل له پوځي تجهیزاتو سره یوځاې د امریکا د یوشمیر اډو د خالي کولو بهیر پیل شوی دی .
میلر زیاته کړه چې د امریکا پوځيان د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له یولسمې (۱۱) نیټې څخه له افغانستان څخه وځي .
د افغانستان د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا بیګا په کابل کښې وویل په مزارشریف ، کابل او بګرام اډو کښې خارجي عسکر شته او نورې اډې یې افغان ځواکونو ته ورسپارلي دي .
هغه وویل د خارجي عسکرو زیات تجهیزات له افغانستان څخه له وتلو وروسته د اشرف غني حکومت ته ورکول کیږي .