عراقچي د آسټریا له خارجه وزیر سره برجامي صلاح مشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99660-عراقچي_د_آسټریا_له_خارجه_وزیر_سره_برجامي_صلاح_مشورې_وکړې
په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د آسټریا له خارجه وزیر الیکزینډ شالنبرګ Alexander Schallenberg سره د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2021 03:06 Asia/Kabul
  • عراقچي د آسټریا له خارجه وزیر سره برجامي صلاح مشورې وکړې

په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د آسټریا له خارجه وزیر الیکزینډ شالنبرګ Alexander Schallenberg سره د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړې.

په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د آسټریا له خارجه وزیر الیکزینډ شالنبرګ Alexander Schallenberg سره د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړې.

د آسټریا د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کښې دغه ملاقات ته په اشارې سره ولیکل: په ویانا کښې د برجام د راژوندي کولو په هکله خبرې اترې روانې دي.

خبر زیاتوي چې دواړو لورو په دغې کتنې کښې د ایران او ۴+۱ ډلې د مذاکراتو بهیر ته په کتو سره د ورپسې ګامونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ویلو ده چې د برجام د ګډ کمیشن د غونډو نوې پړاؤ تیره سه شنبه د ویانا په ګرینډ هوټل کښې د ایران او ۴+۱ ډلې د پلاویو په شتون سره ترسره شو.