عراقچي د آسټریا له خارجه وزیر سره برجامي صلاح مشورې وکړې
په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د آسټریا له خارجه وزیر الیکزینډ شالنبرګ Alexander Schallenberg سره د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړې.
په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي پرون د آسټریا له خارجه وزیر الیکزینډ شالنبرګ Alexander Schallenberg سره د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړې.
د آسټریا د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کښې دغه ملاقات ته په اشارې سره ولیکل: په ویانا کښې د برجام د راژوندي کولو په هکله خبرې اترې روانې دي.
خبر زیاتوي چې دواړو لورو په دغې کتنې کښې د ایران او ۴+۱ ډلې د مذاکراتو بهیر ته په کتو سره د ورپسې ګامونو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ویلو ده چې د برجام د ګډ کمیشن د غونډو نوې پړاؤ تیره سه شنبه د ویانا په ګرینډ هوټل کښې د ایران او ۴+۱ ډلې د پلاویو په شتون سره ترسره شو.