څلور ميلين افغان ماشومان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i110604-څلور_ميلين_افغان_ماشومان_له_ناوړه_خوړو_سره_مخامخ_دي
په افغانستان کښې تقريباً څلور ميلين ماشومان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي او دغه ماشومان په فوري توګه بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2022 06:10 Asia/Kabul
  • څلور ميلين افغان ماشومان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي

په افغانستان کښې تقريباً څلور ميلين ماشومان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي او دغه ماشومان په فوري توګه بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د خوراک نړيوالې ادارې ډبليو اېف پي د اېشيا برخې په يو رپوټ کښې وويل: په افغانستان کښې څلور ميلين ماشومان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي او دا شمېر ورځ په ورځ په زياتېدو دے.

دا په داسې حال کښې دي چې څلور مياشتې مخکې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په وړومبنيو وختونو کښې دغې نړيوالې ادارې له ناوړه خوراک سره د مخامخو افغان ماشومانو شمېر يو ميلين اعلان کړے ؤ.