افغانستان اوپاکستان په تیره اونۍ
د قطر د هوایی ځواک قوماندان جنرال جاسم محمد احمد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او د دوه اړخیزه دلچسپۍ وړ موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
د پاکستان او قطر د پوځی چارواکو کتنه
په افغانستان کې د خوړوبحران په اړه د ملګرو ملتو خبردارې
د اسلام د ګران پیغمبر ص پرضد د هند د واکمن ګوند د ځینو چارواکو په سپکونکیو خبرو په افغانستان او پاکستان کې غبرګونونه
د افغانستان په اقتصادی بی ثباتۍ د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو اغیزې
په کابل ښار کی چاودنه
په افغانستان کې د نړۍد مسو د دوهم سترو معدن د ویستلو په اړه د چینی شرکت او طالبانو خبرې اترې
او له افغانستان سره د ۳ میلیارډ ډالری مرستې لپاره د ملګرو ملتو غوښتنه د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو .
د قطر د هوایی ځواک قوماندان جنرال جاسم محمد احمد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او د دوه اړخیزه دلچسپۍ وړ موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
د پاکستان او قطر لوړ رتبه پوځی چارواکو په دغه کتنه کې په دفاعي برخه کې د ملګرتیاو په زیاتولو په ټینګار سره د سیمه ایز امنیت په اړه هم بحث او د نظر تبادله وکړه .
جنرال باجوا له قطر سره اړیکو درلودل د خپل هیواد لپاره ډیر مهم وبلل او د دوه اړخیزه دفاعی او امنیتی ملګرتیاو په زیاتولو یې ټینګار وکړ .د قطر د هوایی ځواک قوماندان هم له پاکستان سره په مختلفو زمینو کې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره چمتو والی اعلان کړ .
په روستیو کلونو کې د قطر او پاکستان اړیکي تل په مختلفو اړخونو کې په پراختیا دي .قطر او پاکستان په وروستیو کلونو کې د پوځی او اقتصادی ملګرتیاو د پیاوړتیا هدف څو پوځی موافقې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي .
په اوسنیو شرایطو کې چی د پاکستان اقتصاد هم له کرونا وروسته د نړي د نورو ټولو هیوادونو په شان له سترو چیلنجونو سره مخامخ شوی دی ، د اسلام اباد چارواکی نیت لری د قطر په شمول د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو د پانګونې له ظرفیته د پاکستان د اقتصاد د ودې لپاره استفاده وکړی .
له قطر سره د ملګرتیاو د زیاتولو لپاره د پاکستان د نظر وړ یو اړخ د انرژۍ برخه ده چی په وروستیو کلونو کې د دغه هیواد په یوه اصلی مشکل بدله شوی ده اوتل د انرژۍ د تامینولو په حوزه کې د دغه هیواد د غیراغیزمن مدیریت باندی خلکو د نیوکو سبب شوی ده . خلک د انرژۍ په زیاتو بیو هم سخت اعتراض لري .
پاکستان د داخلی اقتصادی ستونزو او همداراز په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو د ټیټې هسکې په دلیل ندې توانیدلې په دغه هیواد کې د تیلو ، ګازو او نورو انرژیو په تامینولو او وړاندی کولو کې ثبات لرونکی مدیریت ولرلې شی .
په همدې اساس پاکستان کوشش کوی له قطر سره د اړیکو په پراختیا کې د انرژۍ په برخه کې د دغه هیواد په ظرفیتونو د تکیې په ترڅ کې له قطرڅخه له نړیوال بازاره په ټیټې بیې د خپلو ګازو ، تیلو وغیره اړتیاوې تامین کړی .
پر دې سربیره د قطر بازار مناسب فرصت دې چی په پاکستان کې د کار لټونکی ډیر کسان جذب کړي چی دا مسله د دغه هیواد د دولت لپاره له اجتماعی او اقتصادي نظره ډیر اهمیت لري . شمیرنې د دې ښودنه کوی چی د پاکستان څه د پاسه یو لک ښاریز د قطر په بیلا بیلو اقتصادی ، تجارتی ، خدماتی برخو کې په کار بوخت دي چی ټامل شوی ده دغه شمیر دوه برابره زیات شی .
په تیرو کلونو کې د طالبانو او امریکا له مزاکراتو د قطر کوربتوب او همداراز په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر جوړول هغه مسله ده چی له سیاسی نظره یې پاکستان او قطر سره نور هم تړلی دي .
حاضر دمه د پاکستان او قطر حکومتونه په پټه او ښکاره په افغانستان کې د طالبانو له تثبتیدا ملاتړ کوی چی دا موضوع د اسلام اباد او دوحه د چارواکو په خبرو اترو کې په ثابت چورلیز بدله شوی ده .
د پاکستان او قطر ګډو مانورو هم ښودلی ده چی دواړه لوری د امنیتی او دفاعی ملګرتیا پراختیا ته ډیره ګروهنه لري او ویل کیږی چی د پاکستان پوځ د قطر له دولت سره د دغه هیواد د امنیت په تامینولو کې لږ تر لږه له مستشاری نظره مرسته کوی .
د افغانستان خارجه وزیر د افغانستان په اقتصادي او انساني بحران د غور لباره د نړیوالې ټولنې په ګډو هڅو په ټینګار سره، د امریکا له خوا د دغه هیوا د بندو شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وویل: د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو ازادول د دغه هیواد ترقۍ او له اقتصادي او ثبات سره د مرستې لپاره ضروري دي.
بلاول بوټو زردراي له دې مخکې په دې بیان سره چې د افغانستان تر پینځه نوي فیصده زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې دي ویلې وو چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د اړیکو ډول ته له پامه پرته د انساني بحران او اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره د افغانستان له واکمنانو سره ملګرتیا وکړی.
د هغه څه مطابق چې په رسنیو کې راغلې د افغانستان د مرکزي بانک کابو لس میلیارده ډالره د امریکایي بانکونو سره پراته دي چې په دغه هیواد د طالبانو د واکمنیدو په پلمه بلوکه شوې او دې خبرې د افغانستان اقتصاد ته لوی تاوان رسولی دی.
له هیواده بهر بانکونو ته د طالبانو نه لاسرسي سبب شوې چې دغه ډله ونه کړی شي د تېرو کلونو په شان وارداتي اړتیاوې لکه درمل او خواړه له نورو هیوادونو واخلي او دا مساله په افغانستان کې د لوږې د بحران د اسبابو یوه برخه ده.
پر دې سربېره په افغانستان کې طالبانو قدرت ته په رسېدلو سره نړیوالې ټولنې دغه هیواد ته د مرستې رسولو په چلند کې په بیا کتنې سره له افغانستان سره تقریبا ټولې بشري مرستې غوڅې کړې چې دې مسالې د افغانستان د خلکو لپاره د خوراکي موادو د کمښت په شان لویې ننګونې رامینځته کړې.
د ملګرو ملتو د راپور په اساس دم ګړۍ په افغانستان کې کابو درې ویشت میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او پينځه نوي فیصده خلک د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري. په دې راپور کې همداراز ټینګار شوی چې لس میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره فوري مرستو ته اړتیا لري.
په دغه شان حالاتو کې د پاکستان خارجه وزیر ، په بهر کې د افغانستان شتمنیو ته د طالبانو نه لاسرسی د دغه هیواد د اقتصادي ثبات لپاره ډېر خطرناک ګڼلی او دهغې منفي پایلې یې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته متوجې بللې دي.
پاکستان چې د نړۍ په هیوادونو کې یې له طالبانو تر ټولو زیات سیاسي ملاتړ کړی په وروستیو میاشتو کې په ځلونو له امریکایي مقاماتو غوښتې چې د افغانستان د پیسو د بلاکولو په فیصله کې په بیا کتنې سره په دغه هیواد کې د اقتصادي کړکیچ د سختېدو مخه ونیسي. خو امریکا تراوسه دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی. داسې ښکاري چې که د امریکا دړولت د پیسو د بلاکولو له لارې په طالبانو باندې د فشار راوستلو په فیصله کې بیا کتنه ونه کړي او طالبان هم د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي د افغانستان اقتصادي شرایط به تر پخوا زیات د خلکو لپاره سخت شي.
د ملګرو ملتو د خوړو سازمان فائو او د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي امنیت په هکله خبرداری ورکړ.
د دغودوو سازمانونو په ګډ راپور کې راغلې دي: په نړۍ کې شل سیمې منجمله افغانستان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دی او په دې مینځ کې افغانستان په نړۍ کې د خوراکي بحران غمیزې ته په ننوتلو دی.
د دغه راپور په اساس په ټول کې اوه نیم لکه تنه په ایتوپیا، یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او افغانستان کې له لوږې د رامینځته کیدونکو مرګونو سره مخامخ دي.
له دې مخکې هم د ملګرو ملتو د کډوالو د کمیشنرۍ په ټویټ کې راغلې وو: څلوریشت اعشاریه څلور میلیونه کسان په افغانستان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا څویم ځل دی چې په تېرو نهو میاشتو کې نړیوالې ادارې په تېره بیا په ملګرو ملتونو پورې اړونده ادارې په افغانستان کې د خوراکي امنیت د سختېدو او د میلیونونو کسانو لپاره د لوږې د بحران خبرداری ورکوي.
په افغانستان کې له تېر اګست میاشتې د طالبانو له واکمنیدو وروسته رامینځته شوې عوامل سبب شول چې دغه هیواد تدریجا د خوراکي امنیت له اړخه په خطر کې ولویږي.
قدرت ته د طالبانو د رسېدلو په پلمه د امریا له خوا د افغانستان د پیسو بلوکه کیدل، د خوراکي موادو د واردولو لباره د دغه ډلې د مالي توانمنۍ کمی، په افغانستان کې د اقتصادي معیارونو ټیټیدل، د اساسي توکو ګرانیدل، او د نړیوالو مرستو کمېدل یا یې له سره غوڅېډل هغه اصلي عوامل دي چې دغه هیواد یې د خوارکي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.
په داسې شرایطو کې چې په دا وروستیو میاشتو کې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د لوږې په هکله خبرداری ورکړی د طالبانو حکومت هم په خپلو محدودونکو سیاستونو او مقتدرانه چلندنونو سره په افغانستان د فشارونو د کمولو لپاره زمینه نه ده برابره کړې.
د تعلیم او روزګار په برخو کې د ښځو په حقوقو سترګې پټول، د رسنیو او مدني فعالانو د فعالیت محدودول، او د ټولو افغان قامونو په شمول د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په وعده د طالبانو عمل نه کول سبب شوې چې نړیواله ټولنه هم په افغانستان د فشارونو کمولو او د مرستو بیا پیلولو ته څه ګروهنه ونه لري او په دغه هیواد کې خوارکي بحران ورځ په ورځ زیات شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام یو مقام ډیویډ بزلي وایي:
د افغانستان کابو نیم نفوس د سختې لوږې له بحران سره مخ دي. د افغانستان خلک فوري بشري مرستو ته اړتیا لري او که دغه مرستې وانه ستول شي افغانستان به له لوی انساني ناورین سره مخ شي.
په لویدیځو هیوادونو کې دا نظر موجود دی چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په داسې حال کې چې طالبانو د نړیوالې ټولنې تمې په تېره بیا د ولسواکۍ په مسالې کې نه دي پوره کړې د دغه ډلې د لا پیاوړتیا او د فردي او ټولنیزو ازادیو اصل ته د دې ډلې د لا زیاتې بې پامۍ سبب کیږي.
د نړیوالې ټولنې دغه سیاست ته په پام سره د طالبانو دولت اوس له مختلفو هیوادونو غوښتې چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې په سیاسي مسایلو پورې ونه تړي او په اوسنیو شرایطو کې چې دغه هیواد له اقتصادي بوختې سره مخ دی په افغانستان کې د انساني بحران د رامینځته کیدو مخه ونیسي.
داسې ښکاري تر څو چې د طالبانو دولت په افغانستان کې خپل سیاستونه انډول نه کړي، لرې ښکاري چې نړیواله ټولنه د لوږې له بحرانه د افغانستان د ویستلو لپاره موثرې مالي مرستې وکړي. ------------- پای