Sep 05, 2022 12:36 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو ګرانو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې نومې لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم وړومبې د دغو دواړو هیوادونو د مهمو خبرونو او پيښو لنډیز او ورپسې ترې د ځینو په هکله څیړنې او شننې درته وړاندې کوو، په دې هیله چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.

د هرات په جامع جومات کښې ترهګره چاودنه، افغانستان ته د هندوستان د سفارتکارانو له ستنیدو وروسته د کابل او نوي ډیلې د اړیکو مضبوطیا، د طالبانو له خوا په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت د جوړولو ولپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنې د منلو په ضرورت باندې د ایران ټینګار، له پاکستان څخه افغانستان ته د بې پایلټه الوتکو د ورتګ په هکله د طالبانو چارواکو څرګندونو ته د اسلام آباد غبرګون، د افغانستان په پلازمینه کښې د داعش یو بل جنایت، د طالبانو حکومت ته د افغانستان د شتمنیو د نه ورکولو په هکله د امریکې دریځ، د امریکې له وتلو یو کال وروسته د افغانستان حالت او د نړیوالې ټولنې په غږملتیا سره په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندلو ته د پاکستان د چمتووالي اعلان د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې.

*/*/*/*/

د افغانستان د پلازمینې کابل په ۱۷ امنیتي حوزې کښې د یو موټر بم په چاودنه کښې درې کسان مړه او اووه نور ژوبل شول.

دغه چاودنه له افغانستانه د امریکې او ناټو د ځواکونو د وتنې د کلیزې په ورځ وشوه.

د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د ترهګرو چاودنو دوام ښودنه کوي چې د ناامنۍ د کنټرولولو په هکله د طالبانو د حکومت له ادعا سره سره میداني حقیقتونه د دې په اپوټه دي. په دې وروستیو کښې د طالبانو ځینو چارواکو ادعا وکړه چې په افغانستان کښې یې داعش ترهګره ډله په بشپړه توګه ځپلې ده.

د تیر کال په آګست میاشت کښې د طالبانو د حکومت د کار له پیلولو راهیسې داعش ترهګرې ډلې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د خونړیو بریدونو او چاودنو په کولو سره د طالبانو د ادعا وړ اقتدار په عملي توګه چیلنج کړی دی.

په دغو ترهګرو بریدونو کښې چې سلګونه کسان په کښې مړه او ژوبل شوي دي، پړه یې داعش ومنله خو په دغو ناامنه کونکو اقداماتو کښې د دغې ډلې د رول د څرګندوالي سره سره د داعش د کسانو د ځپلو او کنټرولولو په لړ کښې د طالبانو د حکومت له خوا کومه خاصه تابیا نه ده شوې.

د داعش د وژونکو او انساني ضده اقداماتو په څیړنه کښې چې په افغانستان کښې د ارامښت او ثبات ترټولو ستره خرابونکې ډله ده، که څه هم په دغو حملو کښې د داعش اصلي هدف د شیعیانو ټولنه خو نورې فرقې او ډلې هم د داعش له ترهګرو اقداماتو سره مخامخیږي.

پ کابل کښې د هندوانو په مندر باندې د داعش ډلې د څه مودې مخکښې حملې دا خبره یوځل بیا ثابته کړه چې دغه ترهګره ډله د ټولو مذهبونو او مکتبونو د منونکو دښمنه ده.

د سیمې د چارو کارپوه بهرام زاهدي وايي: په افغانستان کښې د داعش یو هدف د دغه هیواد په ټولنې په تیره بیا د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او واټن رامینځته کول دي خو تراوسه یې په دې برخه کښې بری نه دی موندلې. د مثال په توګه کومه چاودنه چې داعش په قندهار کښې د شیعیانو په جومات کښې وکړه هغه د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د بدبینۍ او اختلاف په موخه وه خو له نیکه مرغه بیخي اپوټه نتیجه یې ورکړه او شیعه زخمیانو ته د وینې ورکولو لپاره د قندهار د اهل سنت خلکو اوږده قطارونه د دې نښه وه چې په افغانستان کښې فضا څومره ورورولیزه ده او په دغه هیواد کښې د مسلمانانو اتحاد مضبوط شوی دی.

سره له دې چې اټکل کیده چې د طالبانو په واکمنیدو سره به په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې فعالیت په کمیدو شي خو په دغه هیواد کښې د داعش د وژونکو او بشري ضده اقداماتو بهیر نه یوازې په کمیدو نه دی بلکې لاپراخ شوی هم دی.

دې ته په پام سره چې د طالبانو د حکومت د ادعا په اپوټه د هیواد په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهګرو اقداماتو د خلکو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی، د طالبانو له مخکښې نه زیاته دنده جوړیږي چې له داعش او نورو ناامنه کونکو ډلو سره د مقابلې لپاره خپل ټول امکانات او توانمنۍ وکاروي ترڅو د افغانستان په ټولنه کښې د عمومي امنیت په تیره بیا د لږکیو د امنیت د تامینولو لپاره خپلې کړې ژمنې پوره کړې شي.

*/*/*/*/*/

له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو د وتنې کلیزه په دې هیواد کښې د سپينې ماڼۍ د دوو لسیزو د ناکامه شتون د کړچار د څیړنې لپاره یو فرصت و.

امریکا چې په ۲۰۰۱ کال کښې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان ونیوه، په دغه هیواد کښې یې د دوو لسیزو په ماته خوړلي شتون کښې د افغانستان د خلکو لپاره یو سپیره میراث پریښوده چې خرابونکي آثار به یې تر څو لسیزو د لیدو وړ وي.

امریکې او په ناټو کښې یې انډیوالانو د طالبانو او القاعدې د ختمولو په پلمه په افغانستان کښې په شل کلن شتون کښې نه یوازې تندلاریتوب ونه ځپه بلکې په دغه هیواد کښې یې د داعش په شمول د ترهګرو د لازیات فعالیت لاره هم هواره کړه.

امریکې او د ناټو غړو نورو هیوادونو په افغانستان کښې د ناامنۍ پر زیاتولو او د ترهګرۍ پر پراخولو سربیره، د دوو لسیزو د بې نتیجې جنګ په دوران کښې د افغانستان د بیخ بیناؤ په ورانولو، د زرګونو ملکي وګړو او بیګناخ خلکو په وژلو سره، د نشه ایزو توکو د تولید او نورو هیوادونو ته یې د هغو د ټرانزټ اسباب برابر کړل.

حتی د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کښې د طالبانو او امریکې ترمینځ د شوې موافقې د مفادو له مخې دا نظریه موجوده ده چې دغه موافقه د افغانستان د تیر ولسمشر اشرف غني د حکومت د پرزولو او په دغه هیواد باندې دوباره د طالبانو د واکمنیدو لاره هواره کړه.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو د یو کال په تیریدو سره د دغه هیواد د خلکو خلاف د سپینې ماڼۍ سزا کونکي سیاستونه هم هغه شان دوام لري چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل یې ترټولو مهمه نښه او مصداق دی.

د طالبانو د واکمنۍ په پلمه د افغانستان په خلکو باندې د لویدیځو هیوادونو او امریکې دباؤ په داسې حال کښې دوام موندلی چې واک ته د طالبانو په رسولو کښې یې په خپله ټاکونکی رول لرلی دی چې یو کار یې د اشرف غني په پړاؤ کښې د افغانستان د حکومت او پوځ کمزورې کول وو.

په روانو حالاو کښې او د افغانستان په خلکو باند ې د امریکې او اروپا دباؤنو ته په پام سره د دې ضرورت دی چې طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو او د حکومت د جوړولو په بهیر او د هیواد د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کښې خلکو ته د ونډې ورکولو زمینه برابره کړي چې دا په خپله د افغانستان د کړکیچن حالت د بدلولو زمینه ګرځیدې شي.

ایران په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د دغې ډلې له چارواکو سره د دوه اړخیزو او څواړخیزو غونډو په جوړولو سره، په راتو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو خبره وکړه او هغه یې د روانې کړکیچنې مرحلې څخه د افغانستان د تیریدو یوازنۍ لاره وبلله.

په دې لړ کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیرې او دائمي نماینده زهرا ارشادي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې ټینګار وکړ چې طالبان باید د یو داسې ټول شموله حکومت د جوړولو په هکله ځواب ورکړي چې د افغانستان د ګڼو قومونو لرونکې ټولنې نمایندګي وکړي.

*/*/*/*/*/

د دوو لسیزو له جنګ او نیواک وروسته له افغانستانه د امریکې له شرمناکې وتنې یو کال وروسته هم د دغه هیواد د خلکو ډله ایزه سزا تراوسه روانه ده.

د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې د افغانستان روان حالت د دغه هیواد په تاریخ کښې بې مخینې دی. په دغه هیواد کښې څه باندې ۲۴ میلیونه کسان د ژوندي پاتې کیدو لپاره انساني مرستو ته اړتیا لري او ۵۹ فیصده خلک پوره خواړه نه لري. خوارځواکي په زیاتیدو ده او ډیر افغانان د خپلو کورنیو د خوراک د برابرولو لپاره د خپل وجودو د اندامونو خرڅولو ته اړ شوي دي.

د امریکې او اروپايي هیوادونو حکومتونو د اافغانستان مرکزي بانک د افغانستان کابو ۹ میلیارډ ډالرو ته له لاسرسۍ بې برخې کړی چې ۷ میلیارډه ډالر یې د نیویارک په فیډرل رزرو کښې ساتل کیږي.

د کډوالو نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د حاکميت له کبله د دغه هېواد ۵۹ سلنه خلک په نړيوالو بشري مرستو خپل ژوند تامینوي.

دغه سازمان له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي چې د سخت فقر له کبله دغه هېواد د سيستماټيکې پاشلتيا له ګواښ سره مخامخ دی.

د کډوالو نړيوال سازمان په راپور کې د افغانستان د بېوزلۍ تر څنګ د خوراکي او نورو توکيو د بېسارې ګرانۍ يادونه هم شوې ده.

امریکا چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان نیوه او بیخ بیناوې یې ورله ورانې کړې، په دغه هیواد باندې د طالبانو د واکمنۍ په پړاؤ کښې یې هم د خپلو سلطه غواړو سیاستونو په جاري ساتلو سره د افغانستان د خلکو لپاره د ژوند حالات سخت کړي دي.

امریکې چې د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کښې د یوې موافقې له مخې یې د هم دغه کال په آګست کښې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنولو لاره هواره کړه، په دې تیر یو کال کښې یې د بندیزونو او په رسمیت د طالبانو د حکومت د نه پیژندل کیدو په پلمه په بهرو هیوادونو کښې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته د طالبانو د حکومت د لاسرسۍ په بندولو سره، د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کیدا ډرامه شورو کړې ده.

د افغانستان په اقتصاد باندې د باور کمیدل سبب شوي چې د افغانیو ارزښت سخت کم شي او دې مسئلې خلک د بهرنیو مرستندویه ادارو محتاجه کړي دي.

د افغانستان روانو حالاتو او د دغه هیاد په تاریخ کښې له ترټولو تر کړکیچ سره د افغانستان د راتلونکې مخامخیدنې په هکله د ګڼو نړیوالو ارګانونو خبرداریو ته په پام سره، دا ګمان شته چې که چیرې نړیواله ټولنه د اقتصادي ټوټې کیدو له امله رامینځته شوي کړکیچ څخه د افغانستان د ایستلو لپاره پر وخت او اغیزناک اقدام ونه کړي نو پایلې به یې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې پاتې نه شي.

*/**/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه