Oct 01, 2023 12:21 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د «افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې» د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یم.

په تیره اونۍ کښې د هرات له والي سره په دغه ولایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرکنسول په ملاقات او خبرواترو کښې وټاکل شوه چې له ایران څخه افغانستان ته د سونګو د صادراتو لپاره یوه ګډه لاره چاره برابر او وټاکله شي.

د صدیقي فر په وینا افغانستان ته د ایران د تیلي محصولاتو په صادراتو کښې ځینې بنیادي ستونزې موجودې دي او ځیني وختونه هم دغه صادراتي جوپې، بیرته ستیږي. پر دې سربیره ځیني سوداګر «هایډرو کاربني» مواد د پټرولو یا ډیزلو په نامه ګمرک ته وړي او صادروي یې چې د ایران په دوغارون او د افغانستان په اسلام قلا ګمرکونو کښې د ارزونې د معیارونو د اختلاف په وجه د سونګو د وړونګو ګاډو او د هغو د چلوونکو لپاره یوشمیر ستونزې رامینځته کیږي.

له دې مخکښې په افغانستان کښې د ایران صلاحکار حسین روستايي ویلي وو چې د سږ کال په اولو څلورو میشاتو کښې افغانستان ته د ایران صادرات په دوه فیصده ودې سره ۵۰۸ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي او د صادراتو مخ په کمیدو بهیر اودریدلی دی. د هغه په وینا، ماهیرود سرحد له افغانستان سره په ټرانزټ کښې ستر رول لوبوي. د موسم بدلیدو ته په پام سره افغانستان ته د سونګو دوامداره لیږد ډیر مهم دی او د ایران اسلامي جمهوریت پوره کوشش کوي چې دغه بهیر منظم کړي.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د افغانستان د بشري حالت په هکله ترسره شوې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي امیر سعید ایرواني د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د انساني مرستو د جاري پاتې کیدو غوښتنه وکړه. ایرواني ټینګار وکړ چې له اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره باید په افغانستان باندې بندیزونه ختم شي. د هغه په وینا، ایران له افغانستانه د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې پر اخلاقي ژمنې ټینګار کوي او د افغانستان د اقتصاد د سمولو، د ګډوالو د خوندي ستنیدو او د سیمې د امنیت د ضمانت لپاره د ډله ایزو هلوځلو غوښتونکی دی.

د افغانستان د چارو کارپوه امین فرجاد په دې هکله وايي: د ملګرو ملتو امنیت شورا د ملګرو ملتو د پریکړې د یو ارګان په توګه، په افغانستان کښې د تمې وړ مهم او اغیزناک رول نه لوبوي او زیاتره د سترو قدرتونو د اهدافو د پوره کیدو لپاره په یو اوزار بدله شوې ده. په هم دې وجه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا په وروستۍ غونډې کښې د امریکې استازي په افغانستان باندې د دغې شورا د لازیاتو دباؤنو غوښتنه وکړه.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق«یونیسف» وویل چې په دغه هیواد کښې ۲۹.۲ میلیونه خلک انساني مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمیر څخه ۱۵ میلیونه او ۸ لاکه ماشومان دي. یونیسف زیاته کړه: د روان میلادي کال له جنورۍ نه تر آګست میاشتې پورې په افغانستان کښې له پنځو کالو د کم عمر څه باندې ۸۷ زره ماشومان د سختې نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي. دغه ارګان په یو رپورټ کښې وویل چې د درملنې د ثابتو او ګرځندو امکاناتو له لارې په خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۶۰ زره ماشومانو درملنه شوې ده. دا رپوټ وايي، لږترلږه ۸ لاکه ۷۵ زره له پنځو کالو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړمن دي.

د یونیسف په رپورټ کښې هم داشان راغلي چې په روان میلادي کال کښې یې ۶ لاکه ۸۲ زره ماشومانو ته چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي، د ۳۲ ولایتونو په ځايي ټولګیو کښې د زده کړې زمینه برابر کړې ده. د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ بسپنې څرګنده کړه: د روان کار تر آګست میاشتې پورې له افغانستان سره د مرستې لپاره د غوښتل شوې بودجې یوازې ۵۲ فیصده برابر شوې ده.

یونیسف له دې مخکښې هم په کراتو ویلي چې د مالي کړکیچ په وجه په خوارځواکۍ د اخته زرګونو افغان ماشومانو د خوراکي ضروریاتو د تامینولو وس نه لري او د دغو ماشومانو ژوند په خطر کښې دی.

 داسې ښکاري چې نړیوالو غوښتنو ته په تیره بیا د نجونو او ښځو د زده کړې او کار په لړ کښې غوښتنو ته د طالبانو بې پامي تر څه حده د افغانستان د بدلونونو له راتلونکي د نهیلۍ سبب شوې ده او په هم دې وجه د مرسته کوونکو نړیوالو ټولنو د بیابیا غوښتنو سره سره هغوي ته پوره بودجه نه ورکول کیږي.

*/*/*/*/

پاکستان هم په تیره اونۍ کښې له مختلفو بدلونونو او پیښو سره مخامخ و چې ترټولو مهمې په کښې په بلوچستان او خیبرپښتونخواه صوبو کښې تقریباً په یو وخت دوه خونړۍ چاودنې وې چې ۶۰ کسان په کښې مړه شول.

دغه ترهګرې چاودنې له نړیوالې غندنې سره مخامخ شوې دي. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسي  هم په یو پيغام کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د دغه بزدلانه ترهګر اقدام  په غندلو سره وویل چې دې ړانده اقدام یوځل بیا وښودله چې ترهګر د اسلام د مبین دین له رحماني تعلیماتو په لرې والي او ناپوهۍ سره، د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې له اچولو پرته بل هدف نه لري چې البته دا ځل به هم خپلو ناروا او غیرانساني اهدافو ته په رسیدو کښې پاتې راشي.

د ایران ولسمشر د پاکستان له حکومت او ولس سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ او تندلاریتوب له هر ډول نښو سره د مبارزې لپاره د پاکستان مرستې ته پوره تیار دی او له نړیوالې ټولنې په تیره بیا اسلامي هیوادونو هم غواړي چې د دغه جنایتکارانه اقدام په وړاندې په جدیت سره غبرګون وښايي او د دا ډول ترخو پيښو د تکراریدو مخه ونیسي.

د ویلو ده چې تیره جمعه د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کښې د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد د جشن په دستورو کښې یوه ترهګره چاودنه وشوه چې په کښې ۵۵ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شول.

اخوا د خیبر پښتونخواه صوبې د پولیسو چاروکو هم ویلي چې په هنګو سیمه کښې په یو جومات باندې په ځانمرګي برید کښې لږترلږه پنځه تنه مړه او څو تنه زخمي شول. د پولیس چارواکو په وینا، دغه چاودنه د جمعې لمانځې د خطبې په وخت وشوه او له امله یې د جومات چت کښیناسته او له ۳۰ نه تر ۴۰ پورې لمونځ کوونکي ترې لاندې ګیر شول.

په دې وروستیو میاشتو کښې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې ترهګرو بریدونو زور اخیستی دی او د پاکستان د حکومت او پوځ له خوا د تور ګوته د «تحریکِ طالبان پاکستان» په لور نیولې ده چې په افغانستان کښې په پناه اخیستو سره، په پاکستان کښې خپلې ترهګرې حملې پلانوي او عملیاتي کوي یې.

*/*/*/*/

تیره اونۍ په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازي کابل ته په خبرداري سره وویل چې که تحریک طالبانِ پاکستان لغو نه شي نو دغه ډله د داعش د خراسان څانګې له نابودۍ وروسته د افغانستان لپاره په یو ګواښ بدلیدې شي.

منیر اکرم چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې یې وینا کوله، ټینګار وکړ چې ټي ټي پي د پاکستان، افغانستان او د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی. هغه زیاته کړه: ترڅو چې تحریکِ طالبانِ پاکستان او نورې ترهګرې ډلې پيژواني او شنډې نه کړې شي، د افغانستان د ګاونډیانو او ښايي د نړیوالې ټولنې لپاره به په همیشني ګواښ بدلې شي.

هغه همداشان کابل ته په ضمني خبرداري سره څرګنده کړه: که تحریک طالبان پاکستان کنټرول نه شي نو په افغانستان کښې د داعش له نابودۍ وروسته د مختلفو ډلو او اړخونو لپاره د یو حمایتي سازمان په توګه څرګندیدې شي. دغه جګ پوړي پاکستاني سفارتکار هم داشان وویل چې په افغانستان کښې له بهرنیو پوځیانو له پاتې وسلو د ټي ټي پي د ترهګرو استفاده، د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو سبب شوې ده.

اسلام آباد له دې مخکښې هم د افغانستان په خاوره کښې د ټي ټي پي د ترهګرو له شتون او فعالیته اندیښنه ښودلې وه خو دا اول ځل دی چې یو پاکستاني چارواکی د افغانستان لپاره د دغې ډلې د ګواښ په هکله خبرداری ورکوي.

د طالبانو چارواکو د پاکستان د استازې دې وینا ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکښې یې د افغانستان په خاوره کښې د هرې هغې ډلې شتون رد کړی چې د پاکستان په شمول په ګاونډي هیوادونو باندې تیری کوي.

د پاکستان د مسائلو کارپوهمحسن رویي صفت په دې هکله وايي: ترهګري په هر شکل کښې او د نړۍ په هره سیمه کښې د امنیت ګواښونکې ده او که په سیمه کښې یوه ډله وغواړي چې له ترهګرۍ سره ګزاره وکړي نو جوته ده چې خپله به هم د ترهګرۍ له اور څخه خوندي پاتې نه شي. ترهګري د سترو قدرتونو د استعماري سیاستونو په چوکاټ کښې عمل کوي او د پایداره صلحې او امنیت د ټینګښت یوازنۍ لاره له ترهګرۍ سره جدي او هراړخیزه مقابله ده.

*/*/*/

د پاکستان عبوري وزیراعظم انور الحق کاکړ تیره اونۍ وویل چې د طالبانو حکومت داسې غږمله نه دی چې ټول حکمونه یې راڼه او په ترتیب سره اجرايي شي. هغه زیاته کړه: دا تمه چې د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي، حقیقت پسنده نه ده.

کاکړ څرګنده کړه: طالبان د افغانستان په ختیځ، شمال، لویدیځ او سویل کښې په څو ډلو ویش لوي دي خو د تحریکِ طالبانِ افغانستان په نامه هم یو کلي پوښښ لري چې ځان اسلامي امارت نوموي او کلي واک په لاس کښې لري.

د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم وویل: ګمان دا دی چې د طالبانو له مرکزي هستې څخه حکمونه په ټول افغانستان کښې په منظمه او شفافه توګه اجرا اجرايي کیږي خو دا هیله صحي نه ده.

هغه څرګنده کړه: پاکستان د طالبانو په ټولیز جوړښت کې د مختلفو کوچنیو ډلو د نفوذ له طبقو سره په تعامل لګیا دی. کاکړ څرګنده کړه: طالب ډله په افغانستان کښې یوه بلواګره ډله وه چې د لویدیځو ځواکونو له وتلو وروسته یې د دغه هیواد واک په لاس کښې واخیسته.

د پاکستان موقته وزیراعظم په عین حال کښې وویل: طالبان وخت ته اړتیا لري، مونږ هیله مند یوو چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکو کښې د چیلنج رامینځته کونکو مواردو سره سره، د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره تعامل شتون ولري.

د کاکړ د وینا د پام وړ ټکی دا دی چې پاکستان چې د طالبانو معنوي پلار ګڼل کیږي، په طالبانو باندې دباؤ اچولو او یا د دغې ډلې ختمولو ته جدي ګروهنه نه لري او یوازې د حالاتو په څیړلو او طالبانو ته په نصیحت کولو او ورته د لارې چارې په ښودلو سره اسلام آباد له یوې خوا هڅه کوي چې ځان په افغانستان کښې د طالابنو د واکمنۍ د ډول قرباني وښايي او له بلې خوا، په خپلو حاکمیتي تیروتنو د دغې ډلې په پوهولو سره هغه له تحریکِ طالبان سره مقابلې ته وهڅوي.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد دراني

 

ټیګونه