افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهمو پېښو ته یوه کتنه وکړو .
په تېره اوونۍ کې د افغانستان له مهمو پېښو څخه تهران ته د دې هیواد د اقتصادي او سوداګریز پلاوی سفر ته اشاره کولایشو. دغه پلاوي په تهران کې د خپلې استوګنې پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت له سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارواکو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د تهران له نندارتون او د چابهار له استراتیژیک بندر څخه کتنه کړې ده.
تهران ته د طالبانو د اقتصادي او سوداګریز پلاوی د سفر پر مهال، د دواړو لورو تر مینځ د همکاریو د پراختیا په موخه پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
په افغانستان کې د صنعت او د سوداګریو د وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د یادو هوکړه لیکونو د لاسلکولو په مراسمو کې د ایران د میلمه پالنې په ستاینې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په حقیقت سره، د افغانستان په وړاندې خپل د ورورولی مسئولیت پوره کړی دی او د زړه له کومې ورڅخه منندوی یو، په تېره بیا چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کمیسیون هم رامینځ ته شوی دی.
هغه د دې په بیانولو چي نړیوال استعمار له سیمې وتلی دی لیکن افغانستان لا هم پرستاری ته ضرورت لري، ټینګار وکړ چي د افغانستان او ایران تر مینځ هوکړې باید یوازې د پاڼې په مخ پاتې نه شي بلکې عملي بڼه واخلي او په دې لړ کې باید څلورویشت ساعته هڅې وشي. د دواړو هیوادونو چارواکي د خدای او د خپلو ولسونو په وړاندې مسئول دي چي تر سره کړي هوکړي عملي کړي، باید تر سره شوي هوکړې په منظمه توګه تعقیب کړای شي.
د افغانستان د صنعت او د سوداګریو د وزارت سرپرست په ټینګار سره وویل: مونږ په ځلونو اعلان کړی دی چي غواړو ایران سره د خپلو سوداګریو کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوو، او دا مساله هم زیاتو هلو ځلو ته ضرورت لري، مونږ باید ایران سره د خپلو سوداګریو کچه لوړه کړو.
عزیزي همدارنګه په اصفهان او سیستان او بلوچستان کې د صنعتي مرکزونو او امکاناتو څخه په کتنې سره، وویل: په تېرو ۴۰ کلونو کې د معدن، فولاد، بندرونو او ګمرکاتو په ډګرونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي او حقیقت دا دی چي د خدای په توکل سره نور اروپایانو ته اړتیا نه لرو او زمونږ څنګ ته په مسلمان او ورور هیواد کې مو ټوله د ضرورت ټکنالوژي موجوده ده.
د صنعت او سوداګریو سرپرست وزیر زیاته کړه: په تېرو ۴۰ کلونو کې زمونږ کډوال د ایران د اسلامي جمهوریت له لورې په ورین تندي سره منل شوي دي او حتی یو شمېر کډوال اوس د پي اچ ډي تر کچې پورې په تحصیل باندې لګیا دي، باید له ایران څخه مننه وکړو چي په دې زمینه کې د خپلو وګړو او افغان مهاجرو تر مینځ توپیر قائل شوی نه دی، نن سبا هغه افغان ماشومان چي په ایران کې لوی شوي دي، ډېر لوړ ذهنیت لري او باید په افغانستان کې له دوی څخه کار واخیستل شي، د دغو کسانو په مخ کې د افغانستان د سرپرست حکومت غېږ پرانیستی دی او دوی کولایشي د کار او خدمت لپاره خپل هیواد ته راستانه شي.
هغه د خپلو وېناو په پای کې په ټینګار سره وویل: د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه کوو او هیلمن یو چي د ایران په څېر افغانستان هم یوه ورځ ځان بساینې ته ورسیږي.
د طالبانو د حکومت د مشرتابه اقتصادي مرستیال ملاعبدالغنی برادر اعلان وکړ چي د طالبانو جګپوري پلاوي تهران ته په خپل سفر کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، تحصیلي او فرهنګي ډګرونو کې د همکاریو په هکله خبرې اترې کړي دي.
ملابرادر په یاده کتنه کې وویل: افغانستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې دوست او ګاونډي هیوادونه پاتي شوي دي او له ښو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو څخه برخمن دي، البته باید د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې شي.
هغه زیاته کړېده چي دسوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، په مختلفو برخو کې د تخنیکي کمیټو جوړونه، د ایران له لارې د نړۍ مختلفو سیموته د افغانستان د توکو صادرات، په افغانستان کې د ایراني سودګرو د پانګونو، د افغانانو لپاره د ویزې په صادرولو کې سهولت او په ایران کې افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګې هغه موضوعات دي چي خبرې پرې شوي دي.
ملابرادر ټینګار وکړ چي افغانستان غواړي د ایران له لارې خپل واردات او صادرات زیات کړي، په دې خاطر د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غواړي چي په دې زمینه کې اړینې اسانتیاوې رامینځ ته کړي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر هم ورته ډاډ ورکړ چي په یادو مواردو باندې د ګډو کمېټو په جوړونې سره کار پیل شي او افغانستان کې د پانګونې لپاره به ایراني سوداګر تشویق کړای شي. په دغه کتنه کې ملابرادر او امیر عبداللهیان د واخان د کرېدور د جوړېدو په ضرورت باندې په تینګار سره ویلي دي، چي یاده لاره د دواړو هیوادونو په ګټه ده او ایران به په دې زمینه کې له افغانستان سره د همکاریو لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.
په تېره اوونۍ کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تهران کې له نندارتونه په کتو سره، ویلي دي چي ایران یوه ښه ګاونډی دی او د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو ډګرونو کې یې افغان ولس سره همکاري کړې ده. د هغه په وېنا ایران په سختو حالاتو کې د ټیکنالوژی په ډګر کې ډېر زیات پرمختګ کړی دی او له ایران څخه غواړي چي د ټکنالوژی په ډګر کې د افغانستان محصلینو ته د زده کړې زمینه برابره کړي څو د افغانانو ستونزې هواري شي.
ملابرادر یادونه وکړه چي افغانستان یو وخت کې د تخنیکي زده کړې لپاره له ښه ظرفیت او امکانات څخه برخمن و لکین له بده مرغه ۴۰ کلن جنګ دغه ظرفیتونه له مینځه وړي دي او په مختلفو ډګرونو کې یې زمونږ څخه د پرمختګ فرصت واخیسته، لیکن په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د زده کړې لپاره ښه حالات برابر شوي دي.
په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همږغیو دفتر (اوچا) اعلان وکړ چي افغانستان په نړۍ کې یو تر ټولو زیات په مینونو او چاودېدونکو توکو ککړ هیواد دی، اوچا زیاتوي چي هره میاشته په افغانستان کې د مینونو د چاودېدلو په خاطر ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اوړي، د اوچا تر ټولو په نوې راپور کې د افغانستان له دریو نه دوو برخو کې مینونه لا خنثی شوي نه دي، همدارنګه درې میلیون نه زیات افغانان د مینونو او چاودېدونکو توګو باندې ککړو سیمو کې اوسیږي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه همږغیو دفتر زیاتوي: د ارزګان، قندوز، هلمند، قندهار، کوڼر، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردک او سمنان په شمول په ځینو ولایتونو کې له ۲۰۰۱ میلادي کال نه مخکې مینونه او چاودېدونکې توکې لا پاتې دي.
دغه دفتر زیاتوي چي دغه مینونه بزګران او د هغوی کورنیو ته او همدارنګه زده کوونکو ته چي په لیري پرتو سیمو کې ښوونځیو ته ځي، ګواښ رامینځ ته کړی دی خو له بده مرغه د دغو چاودېدونکو توکو او مینونو د خنثی کولو لپاره اوچا سره کافي بودیجه نه شته او د مین پالانو شمېر یې له ۱۵ کسانو څخه ۳ زرو کسانو ته راټیټ شوی دی. اوچا وایي چي په افغانستان کې د بې وزلی په خاطر یو شمېر ماشومان د هاوان او د توپونو د ګولیو په راغونډولو سره خپل معیشت تامینوي چي د امله یې دردوونکې پېښې رامینځ ته کیږي.
افغان کارپوه حسین علایی په دې اړه وایي: هغه نیواکګر بهرني ځواکونه چي له افغانستان څخه له دوو لسیزو وروسته وتښتېدل، اوس د پاتې مینونو او چاودېدونکو توکو په وړاندې مسئولیت لري، هغه مینونه او چاودېدونکې توکې چي د کاله زرګونه انسانان او په تېره بیا ماشومان وژني. او یا یې هم معیوبیت سره مخامخوي چي دا د امریکې په تندی باندې د شرم داغ دی.
په تېره اوونۍ کې په پاکستان کې هم له مهمو پېښو څخه په امریکا باندې د پاکستان د موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ نیوکو ته اشاره کولایشو. هغه د دې په بیانولو چي ترهګر په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایي وسلې کاروي، وویل: امریکایي وسلې نه یوازې افغانستان او پاکستان کې بلکې د لوېدیځې اسیا په ټوله سیمه کې په تور مارکیت کې خرڅیږي. کاکوړ په ټینګار سره ویلي چي دا یوه پروپاګن یا دسیسه نه بلکې هغه حقیقت دی چي د پاکستان حکومت په څېړنو کې ښکاره شوی دی. د پاکستان موقت لومړي وزیر د افغانستان د ۱۵۰ زره کسیز فوځ په منحل کېدو او له افغانستان د امریکایانو وتلو ته په اشارې سره دا پوښتنه مطرح کړه چي دا وسلې څه شوي دي او چیرته تللې دي. کاکړ د دې په ویلو سره چي پاکستان د افغان مهاجرو د ایستلو لپاره هم اخلاقي او هم حقوقي حق لري، وویل: غیرقانوني کډوال په پاکستان کې د ناامنیو په پراختیا کې لاس لري او په دې خاطر د افغانانو د ایستلو په سیاست کې بدلون ممکن نه دی.
په تېره اوونۍ کې د طالبانو او د پاکستان تر مینځ د ټنشنونو په زیاتېدو سره، د پاکستان موقت لومړي وزیر په هممهاله توګه اعلان وکړ چي په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنتیا د پاکستان لپاره بدې پایلې درلودلې دي. انوارالحق کاکړ رسنیو ته وویل چي په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده، هغه د افغانستان د طالبانو په سرپرست حکومت د ټي ټي پي د ملاتړ تور ولګول. هغه وویل چي د ټي ټي پي ترهګره ډله د افغانستان له خاورې نه په پاکستان باندې بریدونه کوي.
د پاکستان موقت لومړي وزیر همدارنګه وویل چي په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکنېدو سره، په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده، هغه زیاته کړه چي مونږ ټوله معلومات طالبانو سره شریک کړي دي لیکن هغوی د ټي ټي پي په ضد چي د افغانستان په خاوره کې استوګن دي، هیڅ یو اقدام نه دی کړي، دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت دغه تورونه بې بنیاده بللي دي.
د کاکړ په وېنا اسلام آباد فیصله کړې ده چي د خپل قانون په بنیاد بې اسناده افغان کډوال وباسي. مونږ هم تل د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي دي چي له افغانستان څخه ټول بې اسناده پاکستاني کډوال وباسي، هغه وویل چي مونږ له افغانستانه د پاکستان په ضد نور بریدونه نه شو زغملای. په دې خاطر د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړو ټول بې اسناده پاکستاني کډوال وباسي او ټي ټي پي وځپي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال د پاکستان د موقت لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې وویل چي په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو زیاتوالې حقیقت نه لري او د پاکستان کورنۍ ستونزې له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.
په ټېره اوونۍ کې د پاکستان په کراچي ښار کې په زرګونو کسانو په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو په خلاف او د نړیوالو او په تېره بیا د غربیانو په چوپتیا باندې په اعتراض سره، مظاهرې کړي دي، په سلګونو خبریالانو او د هغوی کورنیو هم په مظاهرو کې ګډون کړي وه او پلاک کارټونه یې په لاسونو کې نیولي وه او له صهیونیستي رژیم څخه یې غوښتې وه چي د خبریالانو، ښځو او ماشومانو وژله دې بنده کړي. ځینو هم په خپلو شعارونو کې ویل چي اسرائیل رژیم د خبریالانو په وژلې سره خپل جنایاتونه نه شي پټولای او اسرائیل رژیم باید محاکمه کړای شي. مظاهره چیانو د کراچي د والې د کور په لوري مظاهره کړې وه، د خبریالانو د ساتنې د کمېټې له راپور سره سم، په غزې کې تر اوسه ۴۹ خبریالان د صهیونیست رژیم له لورې شهیدان شوي دي.
د کراچي یو رسندویي مسئول سعید سربازي په دغه لاریون کې په خپلو وېناو کې د صهیونیست رژیم او د امریکا چارواکې په غزه کې د خبریالانو په وژله کې مسئول وباله او وویل: امریکا او یو شمېر تش په نامه مسلمان هیوادونه دي چي په خپلو چوپتیا سره، اسرائیل رژیم ته د عامو وګړو او خبریالانو د وژلو جرعت ورکوي. د پاکستان د خبریالانو د اتحادیې مشر جنرال جمالي هم د صهیونیستانو په ضد په دغه مظاهرو کې په خپلو وېناو کې وویل: اسرائیل رژیم ته مې دا پیغام دی چي زمونږ په وژلو سره، خپل جنایات نه شي پټولای، په زرګونو زده کوونکو هم د کراچۍ په ښار کې په لاریون سره، له فلسطیني ماشومانو سره د پیوستون اعلان کړی دی.
د سیاسي چارو شناند عباس فیاض په دې اړه وایي: صهیونیست رژیم د خبریالانو په وژلو سره داسي فکر کوي چي کولایشي په غزې کې د خپلو جنایاتو د انعکاس مخنیوی وکړي، په داسي حال کې چي خبریالان او رسندویې فعالان د جنګ په لومړۍ کرښه کې فعاله حضور لري او د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په هکله نړیوالو ته د معلوماتو په ورکولو سره، په صهیونیستانو باندې ماته تحمیلوي.