داعش خراسان ټروریسټي ډلې د بغلان د برید مسوولیت پرغاړه واخیست
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «داعش خراسان» ترهګرې ډلې د افغانستان په شمال کښې په بغلان ولایت کښې د صوفیانو په یوه زیارت باندې د مرګوني حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالمتین قانعي » وویل چې په تیرې جمعې ورځ په بغلان ولایت کښې د وسله والو کسانو لخوا کابو لس کسان ووژل شوي وو.
په افغانستان کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټر په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل: په افغانستان کښې مذهبي اقلیتونه او لږکي له سخت ګواښ سره مخامخ دي او ضروري ده چې د دوې په وړاندې ډیر عدالت اجرا شي او د هغوې حفاظت وشي.
د افغانستان طالبانو چارواکو په ځلونو ویلي دي چې داعش خراسان ترهګرې ډلې ته یې ماتي ورکړي ده خو دغه ډلګۍ په ځلونو په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو او د صوفیانو پرضد د حملو ذمه واریانې پرغاړه اخیستي دي.
داعش خراسان وهابي ترهګرې ډلې دغه راز د روان میلادي کال په تیرې سپتمبر میاشت کښې په شیعه زیارتوالو باندې د حملې چې له کربلا څخه ستانه شوي وو مسوولیت پرغاړه اخیستی و چې له کبله یې له پینځلسو څخه زیات بې ګناه کسان وژل شوي وو.