دایران د چابهار نړیوال بندر او د سیمه ایزو هیوادونو لپاره آسانتیاوې
دتهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د چابهار نړیوال بندر دځانګړنو او دسیمه ایزو هیوادونو د تجارتي آسانتیاؤ او ګټو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دوستانو د ایران د اسلامی جمهوریت د چابهار نړیوال بندر ټرانزیټي او درې اړخیزه موافقه د ۱۳۹۵کال په غبرګولې دمیاشتې کې د اسلامی ایران او افغانستان د ولسمشرانو او دهندوستان دلومړي وزیر په شتون سره په تهران کې لاسلیک شوې ، څو دچابهار نړیوال بندر له لارې چې هندیانو پکې ددغه نړیوال بندر دپراختیا لپاره پانګونه کړې ده، دجنوب ختیځې آسیا ، مینځنۍ آسیا، روسیې ،دقفقاز دحوزې ، عمان سمندر او دغه راز د هند سمندر څنډې درست هیوادونه له یوه بل سره وګنډل شي او په ترټولو لنډ وخت کې تجارتي مبادلات ترسره شي .
د ایران په ختیځي چورلیز کې د چابهرا بند د لومړنۍ مرحلې په پرانیستو سره ددغه نړیوال بندر د بار د اوچتولو او کوزولو ظرفیّت په کال کې له دوه اعشاریه پنځه میلیون ټنو څخه اته میلیون ټنو ته زیاتیږي .

د ایران په چابهار نړیوال بندر کې دافغانستان او هندوستان ځینو شرکتونو ددغه بندر د سنبالولو او پراختیا لپاره له ایران سره یو لړ موافقې کړ ي دي ،څو له دې لارې د افغانستان او هندوستان ځاي محصولات نورو هیوادونو ته صادر او وارد کړي او دغه راز له ډیرې اوږدې او لګښتي لارو هم وژغورل شي .
دوستانو د ۱۳۹۸لمریز کال د چنګاښ یا سرطان دمیاشتې په څلورمه نیټه د ایران د چابهار په په آزادې تجارتي او صنعتي سیمې کې ددغو چارو په ادارې کې د ا یران داسلامی جمهوریت د ولسمشر د اقتصادي چارو د مرستیال ډاکټر محمد نهاوندیان ، د ایران دسیستان و بلوچستان د والی احمدعلی موهبتي ،په افغانستان کې د اسلامی ایران دسفیر محمد رضا بهرامي ، دایران د سمندري کچ کونې او بندرونو د ادارې د اقتصادي او بندري چارو دمرستیال محمد علی حسن زاده په شتون سره په یولړ دستورو کې دایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سمندری کچ کونې او بندرونو د ادارې او د افغانستان د یوه تجارتي شرکت ترمینځ د هدف بازارونو او هیوادونو ته د چابهاربندر له لارې د افغانستان د ټرانزیټي شیالانو د منتقلولو او جذبولو او د شیانو د بار دټرانزیټ د لارې د رامینځة کولو د ملګرتیا یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه .
ددغه تفاهم نامې لاسلیک کونکي هم د ایران د چابهار بندر او د سیستان او بلوچستان ولایت د سمندرکچ کونې او د بندرونو دچارو عمومی مدیر انجنئير بهروز آقائي او د افغانستان د حماس قبادي لوجسټيکي شرکت عمومی مدیر سید نجیب قبادي وو .
ددغه تفاهم لیک په متن کې راغلی دي،د ایران،هندوستان او افغانستان د درې اړخیزې موافقې د اجرائي عملیاتو او همداراز د ایران او افغانستان د ښه ګاونډيتوب لپاره دایران د اسلامی جمهوریت د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې ټاکل شوې د حماس قبادي شرکت افغانستان ته او دغه راز له ا فغانستانه د هدف نړیوالو بازارونو ته د چابهار بندر له لارې دافغانستان د ترانزیټي شیانو د جذبولو او منتقلولو اقدامات وکړي .

په دغې تفاهم نامې کې دغه راز راغلي دي ،د ایران د سیستان اوبلوچستان دسمندر کچ کونې او بندرونو دچارو عمومی اداره به هم د اړونده اقداماتو او کارونو لپاره د مقرراتو اوقوانینو په اساس په شهید بهشتي بندر کې د شیانو د انبارولو او دکنټینرو د کیښودو د ځای او د شرکت د دفتر او اړونده ضرورت لپاره د یوه ځاي په بیلولو سره ددې په ترڅ کې چې له دغه ځایه د ټرانزیټي چارو اقدامات او څيړنې ترسره شي، آسانتیاوې وړاندې کړي . همداراز د ددغه تفاهم نامې په وروستي بند کې دا هم وئيل شوي که د شیانو د بار د ټرانزیټ د اوږدیدا لازمه شوه ،نو د غه تفاهم نامه به د مقرراتو په تمدید شي او که داسې نه وه نو دغه تفاهم نامه به بیا لغوه وګڼل شي .
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو اود سمندر د کچ کونې د چارو د ادارې عمومي مدیر انجنئير بهروز آقائي په دې باب په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، د چابهار دموافقې داجرا او په چابهار بندر کې د د افغانستان دخصوصي برخې دپانګونې او ټرانزیټي ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره اوهمداراز،د بندر له ظرفیَتونوڅخه د افغان تاجرانو د لازیاتې استفادې لپاره ددغه هیواد دخصوصي برخې او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو او د سمندر کچ کونې د ادارې ترمینځ دملګرتیا تفاهم نامه لاسلیک شوې ده .
هغه وئيلي ، دغه تفاهم لیک د دواړو هیوادونو د ښه ګاونډیتوب او د ټرانسپورټ ، دپانګوالو دجذبولو ، د ټرانزیټي اولوجسټیکي فعالیتونو په زمینې کې د افغانستان د خصوصي برخې د بارد د ابنارولو او دپانګونې او ټرانزیټي فعالیتونو د پراختیا په خاطر لاسلیک شوی دی .. بهروز آقائي دغه راز وئيلی دي دغه اداره په شهید بهشتي بندر کې له رامینځةشوو ظرفیَتونو څخه داستفادې لپاره دافغانستان له تاجرانو سره دملګرتیا لپاره بشپړ تیاره ده او دغه ادارې په چابهار بندر کې د افغانستان دخصوصي برخې ته دفعالیت ددفتر د فعالیتونو د دوام په خاطر ددفتر آسانتیاوې هم وړاندې کړي دي ، ددې په مقابل کې د افغانستان خصوصي برخه هم ژمنه شوې ده ، دچابهار نړیوال بندر له لارې د ټرانزیت چارې او دغه راز د شیانو د انبارولو ، جذبولو او کیفیّت له پلوه هم د مقرراتو په اساس عمل وکړي .

داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان د صادراتی او وارداتي شیانو د ټرانزیټ لپاره په چابهار نړیوال بندر کې په لازمو تیاریانو سره ، د هیواد د تاجرانو له خوا د له دغه نړیوال بندره استفاده ورځ تر بلې د زیاتیدا په حال کې ده . دافغانستان خصوصی برخې ، تر دې دمه د چابهار نړیوال بندر له لارې هندوستان ته دصادراتو دوې سترې جوپې لیږدولي دي او د هندوستان له خوا د غنمو او غَلو دانود یو لک ټنیزې جوپې له لیږد وروسته ، په همداوروستیو کې له هندوستانه افغانستان ته د همدغه چابهار بندر له لارې د وَرژو یوه بله پنّځه سوه ټنیزه وارداتي جوپه هم دغه نړیوال بندر ته را رسیدلې ده ، چې د اداري او ټرانزيټي چارو له بشپړتیا وروسته به دافغانستان په لور ولیږدول شي .
د ایران په چابهار بندر کې له دغو چمتووالو او آسانتیاؤ او دغه راز له دغه نړیوال بندره د تجارت اوټرانزیټ له پراختیا سره سره،د افغانستان نورو ډيرو لوجسټیکي ،ټرانسپورټي او ټرانزیټي شرکتونو هم له خپلې خوا د ایران دچابهار بندر له لارې په ایران کې د پانګونې اوفعالیتونو لپاره له خپلې خوا لازیات چمتووالی او دلچسپي ښودلې ده.دغه شرکتونه،د افغانستان په خاورو کې پټ ډير زیات کانونه او معدنیات د نړۍ ګوټ ګوټ ته د رسولو او له دې لارې د افغانستان د شیانو په صادرولو سره ددغه هیواد په لازیاتې ځلیدا کې غوره رول لوبولی شي .د ایران د چابهار نړیوال بندر مسئولان هم ټينګار کوي ،چې په اوسنیو شرائطو کې د افغانستان د ډو ل ډول صادراتي شیانو په تیره بیا د تازه او وَچو میوو د بارولو،منتقلولو او ټرانزیټ لپاره هیڅ ډول محدودیّت نه لري او په دغه نړیوال بندر کې د باروَنې او کشتیو ته منتقلونې بهیر هم په تر ټولو کم وخت کې ممکن دی .

په همداوروستیو کې د ایران دچابهار نړیوال بندر فعالیتونه تر دې حده زیات شوي دي،چې دسیمې نورو هیوادونوهم له دغه نړیوال بندره د استفادې لپاره دلچسپیانې ښودلي دي او ممکنه ده په دې اړه په نزدې راتلونکي کې له دغه بندره پر هند او افغانستان سربیره د نورو هیوادونو شرکتونه هم د پانګونې او هم د ټرانزیټي چارو فعالیتونه پیل کړي،چې دغه ډول فعالیتونه هم د سیمه ایزو او نړیوالو اقتصادي چارو د لاښه کیدو لامل کیږي،او هم د ګاونډیوهیوادونو ترمینځ دښه ګاونډيتوب او د راشه دیرشه او تجارتي چارو د لازیاتولو په باب هم چانس لازیاتیږي .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************