کابل ښار کښې يو افغان څارنوال ووژل شو
Mar 08, 2021 12:27 Asia/Kabul
افغان سرچينو په کابل ښار کښې يو افغان څارنوال د وژل کېدو خبر ورکړ
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د کابل پولیسو رسنیو ته ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې ناپېژانده وسله والو د میرویس صمدي په نوم یو څارنوال په ډزو وژلی دے.
تېره ورځ هم د کابل په ختيځ کښې د يوې چاودنې له امله يو تن مړ او څلور نور ژوبل شول. افغان حکومت تل په کابل کښې طالب ډله د هدفمنو وژلو ذمه واره بولي.
ټیګونه