د حسن نصر الله د کورنۍ یوشمیر غړي شهیدان شول
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم په هوايي حملې کښې د حزب الله د ارواښاد مشر سید حسن نصر الله د کورنۍ یوشمیر غړي شهیدان شول.
ویل کیږي د لبنان په جنوب کښې په صور ښار کښې په «البازوریه» ښارګي باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د تیرې چهارشنبې ورځ په هوايي حمله کښې د حزب الله د ارواښاد مشر شهید حسین نصر الله د کورنۍ څلور غړي چې د نصر الله تره او د هغه زامن او لمسي پکښې شامل دي شهیدان شول.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله هم د نیواکي فلسطین په شمال او مرکز کښې د صهیونیسټ رژیم په شپږو اډو او پوځي مرکزونو باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
حزب الله په فاتح یو توغندیو سره د اسرائیلو په مرکز تل اویو کښې په پوځي مرکزونو او اډو باندې حملې کړي دي.