د ایران اسلامي جمهوریت او مصر یو بل ته نږدې کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر «الاهرام» ورځپاڼې په یوه راپور کښې قاهرې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر عباس عراقچي سفر ته په اشارې سره ولیکل
قاهرې ته په یوه پام وړ سفر سره دغه اونۍ د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په یوه بیلګه او تود حرکت کښې د مصر او د ایران په اړیکو کښې د بدلون د پیچومي نښې نښانې رامینځته کړې؛ داسې سفر چې ډیرې شناندي هغه د دواړو هیوادونو د اړیکو د عادي کیدا په لاره کښې مهم ګام ګڼي.
الاهرام ورځپاڼې زیاته کړه قاهرې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر عباس عراقچي سفر چې د مصر د بهرنیو چارو د وزیر «بدر عبدالعاطي» په رسمي بلنه شوی په سیمه کښې د پراخو بدلونونو او د قاهرې او د تهران ترمینځ د خبرو اترو د له سره پیلیدا په بهیر کښې ترسره شوی.
د رسمې کتنو په بهیر کښې د ایران خارجه وزیر عراقچي له مصر سره د ملګرتیاو د پراخولو لپاره د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دواړه هیوادونه د تاوتریخوالي د رامینځته کولو له لارې نه بلکې د ډيپلوماسۍ له لارې د ثبات په تعقیبولو کښې ګډې سټراټيژیکې ګټې لري.
عباس عراقچي وویل ایران او مصر کلکه اراده لري چې د سیاسي غږملتیا له لارې خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د مصر یوه میلمه ته وویل که چیرې موضوع یوازې اټومي موافقه وي نو موافقه کیدلای او دغه خبرې روښانه پیغام ورکړ چې ایران له سیاسي مسائیلو د فني خبرو اترو د جلا کولو غوښتونکی دی.