له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوځل بیا د خپلو ګډووډو ادعاګانو په تکرارولو سره وویل مونږ له ایران سره د خبرو اترو د ترسره کولو په حال کښې یوو.
هغه په سپینه ماڼۍ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له ایران سره د خبرو اترو د ترسره کولو په حال کښې یوو باید وګورو چې په نهایت کښې حالات په کوم ډول مخ ته ځي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د خپلو ګډو وډو څرګندونو په تکرارولو سره وویل مونږ همدا اوس سترې سمندري بیړۍ د ایران په لور استولي دي او له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو او وبه ګورو چې هر څه په کوم ډول مخ ته ځي.
ټرامپ ادعا وکړه مونږ له ایران سره د خبرو په حال کښې یوو او که چیرې وتوانیږو موافقې ته ورسیږو نو ډیر ښه به وي او که ونه توانیږو نو احتمالا بدې پیښې له رامینځته شي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ ادعا وکړه زه غواړم ووینم د خبرو له لارې یوه موافقه ترلاسه شي. نه پوهیږم ایا دغه کار کیږي او که نه خو که چیرې پوهیدلای نه مو شو کولای تاسو ته ووایم په دغه بڼه کښې ډیر احمقانه وو.
د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره د خپل ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف د کتنې په هکله یوې پوښتنې ته په ځواب کښې وویل ټاکل شوې ده چې د ایران، روسیې او د اوکراین په هکله زیاتې پیښې رامینځته شي.
ټرامپ وویل ما د روسیې له ولسمشر پوتین سره ټيلي فوني خبرې وکړې او هغه موافقت وکړ چې په اوکراین باندې حملې بندې کړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د ایران په هکله کومې نتیجې ته رسیدلی یې د خپلو ګواښونو او ادعاګانو په تکرارولو سره وویل په پریکنده توګه نه شم کولای تاسو ته ووایم خو هیله من یم هغوې د هغه څه په هکله خبرې وکړي چې د منلو وړ وي.