انتخابات د سیاسی حماسو پنځول
د اساسی قانون د شپږم اصل په اساس د هیواد چارې باید په عمومی رایو په تکیې او د انتخاباتو له لارې اداره شی . د ایران په انتخاباتی نظام کی په ټاکنو کې ګډون اجباری ندې خو په ټاکنو کې د مشارکت اندازه څه د پاسه ۵۰ فیصده ده .
د ایران اسلامی جمهوریت د ټول پوښتنې په ترسره کولو سره بنسټ کیښودل شو ، په دې اساس په تیرو ۴۲ کلونو کې د انتخاباتو ترسره کیدا په پایداره او سیسټماټیک بهیر بدل شوی دی . په دغه پروګرام کی په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه جاجوو چی په ایران کی په ټاکنو کې یوه مهمه ځانګړنه ده .
د اساسی قانون د شپږم اصل په اساس د هیواد چارې باید په عمومی رایو په تکیې او د انتخاباتو له لارې اداره شی . د ایران په انتخاباتی نظام کی په ټاکنو کې ګډون اجباری ندې خو په ټاکنو کې د مشارکت اندازه څه د پاسه ۵۰ فیصده ده .
دا سیاسی ونډه او ګډون سربیره پر دې چې د ایران له اسلامی جمهوری نظام سره د خلکو د ملګرتیا ښودونکی دی، د ایران د ملی امنیت او قدرت د زیاتید سبب هم ګرځی. په ایران کښې دینی ولسواکی د خلکو لپاره د مهم رول قائله ده او په بله وینا، په دې سیاسی ماډل کښې خلک، د انتخاباتو په ورځ پوره پوره واک او اختیار لری او د یو څلور کلن پړاو لپاره اصلح او غوره کس ټاکی او د هیواد اجرایی چارې ورته سپاری. په ایران کښې ولسمشریزې ټولټاکنې په حقیقی توګه د خلکو د ارادې بیانونکې دی او هر هغه څه چې د راې ورکونې په مرکزونو کښې ترسره شی، نوی ولسمشر ټاکی.
همداراز خلک د خبرګانو شورا استازی او د اسلامی شورا یعنی پارلیمان استازی هم په خپلو رایو سره ټاکی .
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په وینا، له امنیت سره مل د پراخو، زوږناکو او سالمو انتخاباتو ترسره کیدل د ایران د اسلامی انقلاب او جمهوری نظام لپاره یوه داسې زیرمه ده چې د هیواد د ډیر خوندیتوب سبب به شی.
په ایران کښې د ارامښت او امنیت په سیوری کښې د پراخو انتخاباتو ترسره کیدل د دښمنانو پلانونه او اټکلونه خرابوی او د ایران د اسلامی جمهوریت ملی امنیت او موقعیت به هم په سیمه ایز او هم نړیوال ډګر کښې لوړ او پیاوړی کړی.
د رهبرۍ ستر مقام فرمایی تاسوئ کله چی ولسمشر انتخابوئ یعنی د هیواد درستې اجرایی چارې د هغه کس په لاس کې ورکوئ چی د تاسو منتخب او د تاسو له رای او ارادې راوتلی دې ، دا کار د هیواد په اداره کولو کې د خلکو د قدرت او د ملت په وسیله د هیواد دبرخلیک د ورکولو په معنا دې ، دا کم او وړکوټې څیز ندې ، دا زمونږ لپاره هر څه دی ، دا شتون ، زمونږ هیواد لپاره د مورچې په شان بلل کیږی ، دا ډیر مهم څیز دې . که زمونږ په هیواد کې انتخابات ، ولسواکۍ ، د خلکو شتون او د تاسو خلکو ولولناکې ارادې ډګر او میدان کې نه وای نو پوهه شئ چی دغه انقلاب به یو کال هم دوام نه وو کړې . د یوه سیاسی یرغل او اقتصادی کلابندۍ په وړاندې هم حکومتونو مقاومت نشو کولې ، هغه اصلی سنګر او مورچه تاسو یاست . انتخابات د خلکو د شتون سمبول دی هماغه راز چی د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې شتون د خلکو د شتون یو سمبول دې . دښمن او استکباری ادارې د تاسو له انتخاباتو او د سلواغې په ۲۲ د تاسو له لاریون ویره لری ، په دې اساس له خپل ټول توان او ځواک استفاده کوی چی شاید وکولی شی انتخابات ، د خلکو شتون ، ازادې راې اوږ په خپل برخلیک کی د خلکو دخالت له دغه ملت او هیواد واخلی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیرو ۴۲ کلونو کې په ایران کی ۳۸ انتخابات ترسره شوی دي او په بیلا بیلو شرایطو کې په ټولو انتخاباتو کې د خلکو د مشارکت اندازه د پام وړ ده . له ۸۸ کال پرته چی د انتخاباتو د دو اصلی کاندیدانو ترمینځ د رامینځته شوی دوه قطبی والی په دلیل د ۸۵ فیصدی مشارکت شاهدان وو ، د ۸۰ او ۸۴کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د ګډون اندازه په ترتیب سره ۶۶ او ۶۲ وه . د ۹۲ او ۹۶ کلونو په انتخاباتو کې هم د ګډون اندازه ۷۳ او ۷۲.۹۴ فیصده وه . د ولسمشرۍ انتخابات په هیوادکی د ولسمشر د ځانګړی ځای ته په پام سره له یوه بل سره د ګوندونو او خواو سخته سیالۍ ډیر اهمیت لری .
د سیاسی مسلو کارپیژاندی او پوهنتون استاد ډاکټر هانی زاده د خلکو رای په اهمیت د اسلامی ایران ټینګار ته په اشارې سره وایی اسلامی ایران په سیمه یا شاید دنیاکې د دینی ولسواکۍ د لومړنی ماډل په توګه د خلکورایوته ډیر زیات اهمیت ورکوی او په حقیقت کې خلک د ایران د اسلتامی جمهوریت په نظام کې د قدرت په سیاسی جوړښت کې ډیر رول لري . په حقیقت کې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د دوام په بیلا بیلو انتخاباتو کې د خلکو په شتون پورې مشروط دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اساسی قانون په ۱۱۶ اصل کې جوته کړی ده ، د ولسمشرۍ کاندیدان باید د انتخاباتو له پیلیدا مخکې په رسمی توګه خپل چمتووالې اعلان کړی . د ولسمشرۍد انتخاب د ترسره کولو څرنګوالې قانون ټاکی .
سږکال په کرونایی شرایطو کې د انتخاباتو ترسره کول ځانګړی تمهیدات لري . په دې لړ کې د رایو د ترلاسه کولو د څانګو شمیر به زیات شی او د رایو اچولو د وخت زیاتیدا هم د غور وړ ده . د کرونا له پراختیا ویرې ته په پام سره د پارلیمان ، د ساتندویه شورا او روغتیا وزارت په غږملتیا سره د ښاریزو د ځان د سلامتیا د ساتلو لپاره ضروری روغتیایی پروټوکولونه هم برابرشوی دی . د ولسمشرۍ د انتخاباتو په قانون کی ټاکنې باید په یوه ورځ ترسره شی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اهمیت په بیانولو کې دغه ټکی ته اشاره کوی چی انتخابات یوه ورځنۍ پیښه ده و په یوه ورځ کی ترسره کیږی ، خو له هغو پیښو ده چی اغیز یې ، اوږدمهاله دې د ولسمشرۍ انتخابات تاسوپه یوه ورځ کی ترسره کوئ خو لومړې کوم کس یا کسان د څلورو کلونو لپاره د هیواد په برخلیک او د هیواد په زیاتره بهیرونو واکمنوئ ، دوهم دا چی د هغه اغیز په هماغو څلورو کلونو پورې نه محدودیږی ، کله کله حکومتونه داسې کارونه ترسره کوی چی اغیزې یې تر کلونو پورې پاتی کیږی ، څه ښه کارونه ، څه خدای دې نکړی بد کارونه ، د هغو اغیز یوازې څلورو کلونو ته نه پاتی کیږی ، د یوه بهیر په شان دوام پیدا کوی ، پس تاسوئ په یوه ورځ کی یو حرکت کوئ ، یو انتخاب کوئ ، یو اقدام کوئ چی اغیز یې په لنډه موده کې په څلورو کلونو کې او په اوږدمهال کې کله په څلویښتو کلونو کې پاتی کیږی ، انتخابات دومره مهم دي .
پای