«د امام خمېني (رح) له نظره سياسي نظريه» آنلائن نړيواله غونډه جوړيږي
«د امام خميني (رح) له نظره سياسي نظريه» ترعنوان لاندې يوه نړيواله غونډه چې پکښې د نړيوال نظام او د اسلامي نړۍ مسائلو په موضوع بحث کيږي.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې د امام خمېني (رح) د ملکوتي رحلت د دوه دېرشمې کليزې په درشل کښې د خارجه وزارت د سياسي او نړيوالو مطالعاتتو مرکز نن دغه نړيواله آنلائن غونډه جوړوي.
په دغې نړيوالې غونډې کښې چې د امام خمېني (رح) په حرم کښې جوړيږي حجت الاسلام سيد حسن خمېني، خارجه وزير محمدجواد ظريف او يو شمېر نور سياسي لوړ رتبه چارواکي ګډون کوي.
همدارنګ په دغه نړيواله آنلائن غونډه کښې د کورنيو او بهرنيو هېوادونو د فکري مرکزونو لوړ رتبه فکري شخصيتونه د امام خمېني (رح) او د معاصرې نړۍ او همدارنګ د فلسطين د مسئلې په شمول د اسلامي نړۍ په مخکې د فرصتونو او مشکلاتو په اړه وېناوې کوي.