فُطرُس ډرون، د ایران جوړه لویه بې پایلټه الوتکه
په تیرو دریو لسیزو کښې د ډرون په برخه کښې د ایران پرمختګونه ډیر د پام وړ پاتې شوې دي
په تیرو دریو لسیزو کښې د ډرون په برخه کښې د ایران پرمختګونه ډیر د پام وړ پاتې شوې دي او په تیره بیا په وروستۍ یوه لسیزه کښې د ایران جوړو بې پایلټه الوتکو د سیمه ایزو نښتو رامینځته کیدو ته په پام سره د څارنې او پیژندنې، هدف پیدا کونې او د سیمې د جنګ په ډګرونو کښې د یرغلیزو عملیاتو د اجرا په لړ کښې یې خپل لوړ ارزښت په ښه توګه څرګند کړی دی.
د ایران د ډرون الوتکو ټولګه اوس د هیواد د دفاعي صنعت د ودې او پرمختګ د یو ارزښتناک مثال په توګه مطرح ده چې زوکړه یې د مقدسې دفاع په دوران کښې شوې او له جنګ نه په وروسته لسیزو کښې یې په ځوانو او متخصصو ځوانانو باندې په ملاتړلو سره ډیره وده کړې او په لویدیځې آسیا کښې د دښمن خلاف عملیات کښې په اغیزناک شتون سره یې د هیواد په دفاعي او یرغلیزو سټراټیجیو کښې خپل موقعیت ټینګ کړی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ډرون توانايي په تیرو څو کلونو کښې د جنګي بې پایلټه الوتکو د کمیت او کیفیت او په رسا نښه ویشتونکو بمونو او توغندیو باندې د دغاو ډرون د سنبالولو په دوو عناصرو باندې له تمرکز سره مله پاتې شوې داشان چې د لویدیځ څیړنیز مرکزونه په خپلو تحقیقاتو کښې ایران د جنګي ډرون په برخه کښې د دنیا په پنځو غوره هیوادونو کښې شامل بولي. fʊtros فُطرُس نومې لرواټنه ډرون هم په دې لړ کښې یوه مهمه بریا ګڼله کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
فُطرُس ډرون د ایران د دفاع وزارت د هوايي صنایعو په سازمان کښې جوړه بې پایلټه الوتکه ده چې د ۱۳۹۲ کال د لړم د میاشتې په ۲۶ نیټه د سوسنګرد د ازادۍ د کلیزې په مراسمو کښې یې په اصفهان کښې د دفاع وزارت په کارخانو کښې د ایران د هغه وخت د دفاع وزیر سردار دهقان او د هغه د جانشین امیر جنرال حاتمي په شتون سره یې مخکتنه وشوه.
د ۱۳۹۸ کال د غويي د میاشتې په اوومه نیټه د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د ډرون یونټ قومندان په نزدې راتلونکي کښې په دغه ځواک کښې د فطرس ډرون د کارول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د فطرس ډرون مختلف آیټمونه او پيرامیټرونه په جدیت سره جاجوي او له فاینل کیدو وروسته به یې په ماموریتي سیمو کښې استعمال شروع شي. د ۱۳۹۹ کال د زمري د میاشتې په ۳۱ نیټه چې د دفاعي صنعت ورځ ده، په اصفهان کښې د ایران د الوتکو جوړونې په شرکت کښې په ډرون یونټ کښې د نویو دفاعي لاسته راوړنو مخکتنه وشوه، د فطس ډرون په هکله معلومه شوه چې د سپاه پاسداران ځمکنی ځواک د دغه لرواتنه ډرون پریکنده مشتري دی.
فُطرُس د ایران ترټولو ستر ډرون دی چې په ۱۶ میټري وزرو سره له ۱۶ نه تر ۳۰ ساعتونو پورې د پرله پسې الوت توان لري او د عملیاتي واټن اندازه یې له ۱۷۰۰ نه تر ۲۰۰۰ کیلومیټرو پورې لګول شوې ده. البته د وخت او واټن دا دواړه موردونه د هغو توغندیو په اندازې او شمیر پورې اړه لري چې فطرس یې وړي. د دغې بې پایلټه الوتکو عبوري واټن کابو ۴۰۰۰ کیلومیټره دی. هم داشان یې چټکتیا په یوساعت کښې نزدې ۲۵۰ کیلومیټره اعلان شوې ده. دا ډرون هم داشان د ۳۵۰ کیلوګرامو په ظرفیت سره د سونګو ټینکۍ لري چې تر ۴۵۰ کیلوګرامو پورې یې د اندازې د زیاتیدو وړتیا شته.
*/*/*/*/*/*/*
د سمندري او ځمکنیو سرحدونو څارنه، د تیلي او مخابراتي نل لیکو څارنه،د لویو لارو د ټریفک کنټرول، په زلزلې، سیلاب او اورلګیدنې کښې د زیانمن شویو سیمو کتنه او د ژواک چاپیریال د ساتنې په لړ کښې مرسته او د ماموریت په ټوله موده کښې د دقیقو او کره فلمونو او انځورونو لیږل د فطرس ډرون وړتیاوې او قابلیتونه دي.
فطرس ډرون کولې شي چې څه باندې یوه ورځ د ایران له سمندري حدونو سلګونه کیلومیتره لرې د کشتیو او اوبتلونو تګ راتګ وڅاري او هم د دښمن د بیړۍ د تیاري او خطر په هکله د سمدستي خبرداري په لړ کښې رول ولوبوي او د ضرورت په صوبت کښې لږترلږه له اطلاعاتي نظره د هند سمندر په شرق او غرب کښې د پوځ د سمندري ځواک مرستې ته ځان ورسوي. دغه ډرون هم داشان د هوايي فلمبردارۍ او په ژوندۍ توګه یعنې د Real time په بڼه د تصویرونو د لیږلو او د تګ راتګ د پلاننګ توان لري او د آټو پایلټ او GPS/INS په شان د کورنیو نیوي ګیشن سیستمونو په مرستې سره په کمپیوټري توګه د ماموریت د اجرا وړتیا لري.
فطرس ډرون د امریکې د ایم، کیو-۱ ډوله ډرون په پرتله ډیرې توانمنۍ لري، حال دا چې د فطرس د الوت دوام له ۱۶ نه تر ۳۰ ساعتونو ترمینځ او د سونګو له اندازې او ماموریت سره متناسب دی، د دغه ډول امریکايي ډرون د الوت دوامداري ۲۴ ساعته ده. د فطرس ځانګړې توانمنۍ د هغه هوايي فلمبرداري او عکسبرداري او په ژوندۍ بڼه یې د تصویرونو لیږل، د تګ او راتګ د پلاننګ توانمني، د آټوپایلټ استعمال او په دوامداره توګه د الوت د اطلاعاتو لیږل وبلل.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/
یو مورد چې د ۱۳۹۹ کال په زمري میاشت کښې یې د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت د دفاع وزارت د بې پایلټه الوتکو په نندارتون کښې یې د خلکو پام ځانته واړوه، د فطرس ډرون د دویمې نمونې جوړول دي. د فطرس د نوې نمونې په هکله د پام وړ ټکی له ثابت نه راغونډیدونکي ډول ته د لینډنګ د برخې لوړیدل وو چې دغه وړتیا د ډرون د Drag ځواک د کمیدو او د انجڼ د کارکردګۍ د ښه کیدو لامل ګرځي. هم دشان یو بل ټکی چې د دې ډرون په هکله د دفاع وزارت د بې پایلټه الوتکو له نندارتونه په خپرو شویو تصویرونو کښې د پام وړ دی، د تیر وخت په پرتله د فطرس د فایر یا حملې د قدرت زیاتیدل دي. فطرس ډرون له دې مخکښې د قائم-۱۱۴ ډول په دوو لیزري ګایډډ توغندیو سنبالیده خو د دفاعي صنعت د ورځې په دستورو کښې ولیدې شول چې اوس دغه ستر ډرون د شپږو وسلو د وړلو توان لري او د وسلو په ډول کښې هم قائم نومې بم او زغره ضده توغندي ولیدې شول. دا چاره د فطرس ډرون د جنګي وړتیا په زیاتولو سربیره له مختلفو اهدافو سره په نښته کښې یې د عملیاتي لچک د زیاتیدو سبب کیږي.
په نویو ویډیوګانو او تصویرونو کښې وینو چې د فطرس ډرون تر هر وزر لاندې د قائم په نامه د آپټیکي هدایت یا ګایډډ بمونه او هم داشان د دفاع وزارت جوړ له پورته نه حمله کونکي Top Attack نوي زغره ضده بمونه لګیدلي دي چې په هر وزر کښې ۲ قائم بمونه او څلور توغندي ځاييږي.
کوم ټاپ اټیک او زغره ضده میزایلونه چې په فطرس ډرون کښې لګي، داسې ښکاري چې هم هغه توغندی وي چې مخکښې یې له ابابیل-۳ ډرون څخه د توغول کیدو او آزموینې ویډیوګانې خپرې شوې وې. د ټاپ اټیک توغندیو څرګنده ځانګړتیا چې له نوم نه یې معلومه ده، له پورتنۍ برخې څخه په ټانکونو او زغرګاډو باندې حمله ده ځکه چې د ټانکونو او زغرګاډو پورتنۍ برخه معمولاً کمزورې وي او له پورته نه پرې حمله ورته ډیر تاوان رسولی شي.\
*/*/*/*/*/*/\
ژباړه: عبدالماجد درانی