ایران سیل
مشهد د افشاریانو په وخت کې د ایران پلازمینه وو . د مشهد ښار په بیلابیلو تاریخی پړاونو کې د خپل جغرافیایی ، ایډیال طبیعت او سترو مشاهیرو د شتون په دلیل تل د پام وړ دې . دغه ښار له تیرو وختونو راهیسې د حکیم فردوسی ، شیخ بهایی ، شیخ طوسی ، نظام الملک او غزالی په شان د مشهورو اولویانو ټاټوبی وو او د تاریخ په اوږدو کې د ډول ډول لیدتوګو او افکارو د ټکر او د کلتوری ډلو د پیوند ځای بلل کیده
د مشهد ستر ښار له تهران سره په ۹۰۰ کلومیټره واټن سره له تهرانه وروسته په دریو میلیونو نفوسو سره د ایران دوهم ستر ښار دې . مشهد د ایران د ټوریزم یو مهم او د اسلامی نړۍ له سپیڅلیو ښارونو دې . دغه ښار په مذهبی ، کلتوری ، تاریخی ، طبیعی ، تفریحی ، درملیز او سپورټی زمینوکې د ټوریزم ډیرې جاذې لري .
مشهد د افشاریانو په وخت کې د ایران پلازمینه وو . د مشهد ښار په بیلابیلو تاریخی پړاونو کې د خپل جغرافیایی ، ایډیال طبیعت او سترو مشاهیرو د شتون په دلیل تل د پام وړ دې . دغه ښار له تیرو وختونو راهیسې د حکیم فردوسی ، شیخ بهایی ، شیخ طوسی ، نظام الملک او غزالی په شان د مشهورو اولویانو ټاټوبی وو او د تاریخ په اوږدو کې د ډول ډول لیدتوګو او افکارو د ټکر او د کلتوری ډلو د پیوند ځای بلل کیده . د مشهد ښار چی د حضرت علی ابن موسی الرضا علیه سلام د نورانی مرقد په وسیله له درستې نړۍ د اهل بیتو او د هغه حضرت د میلیونونوعاشقانو د پام وړ ځای دی او هرکال له داخله د څه د پاسه ۲۷ میلیونه او له ایرانه بهر د دوه میلیون زایرینو کوربه دی .
مشهد له صنعتی او اقتصادی پلوه د هیواد دوهم لمبر کې راځی ، په دې ډول چی د ګاډیو د تولید دوهم قطب او په ایران کی د څرمنې د تولید اصلی مرکز بلل کیږی . د ایران دغه معنوی پلازمینه د حضرت امام رضا علیه سلام په سپیڅلی حرم سربیره چی د مسافرانو د سفر لپاره لومړیتوب دې ، د فردوسی ،ګوهرشاد مسجد او د قدس رضوی د لرغون کوټونوپا شان د ځانګړو او جذبونکیو جاذبو لرونکې هم دې . پر دې سربیره د ډیرو بازارونو شتون هم د ټوریسټانو لپاره ډیرې مهمې جاذبې بلل کیږی . د شاندیز ، طرقبه ، کوهسنګی ، د وکیل اباد ځنګلی پارک ، بوستان ملت او ابشار اخلمد په شان طبیعی جاذبې چی هر یو پکې خپل ځانګړی خوندونه لری ، د دغه جذاب ښار له مهمو تفریحی جاذبو حسابیږی .
که څه هم د مشهد ښار له تاریبخی او ټوریسټی جاذبو له نظره د ایران یو بډایه اوغنی ښار دې ، خو د حضرت علی بن موسی الرضا ع سپیڅلی حرم د مشهد ښار ډیر زیات تاریخی ارزښتمن اثر بلل کیږی چی د تاریخ په اوږدو ډیر تکړه صنعت پالو پکې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړی دې . د سرو زو ګنبد ، ښکلی ګلدستې ، اینه کارۍ ، کاشی کارۍ او مقرنس کاریانې دومره ښایسته د ي چی د امام رضا ع د سپیڅلی حرم له زیات او خدای سره له عارفانه راز و نیاز وروسته لیواله او زړه بایلونکی زایرین د هغو هنرمندانو لاس او لیدتوګه چی د مینې او ایمان له مخې یې داسې ښکلاوې راپنځولی دي ، ستاینه کوی . د پروګرام په دوام کې د حضرت امام رضا ع په اړه د لنډې شرحې پهترڅ کې تاسو له دغې سپیڅلی ځای سره نور بلدوو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې وزیږیده.
د امام رضا علیه السلام عظمت په خلکو کښې مشهور و او هر ځاې به چې د هاشمیانو او علویانو او فاطمیانو د لوړتیا خبره کیدله نو دغه امام به د هغوي د سترتوب او میړانې وارث بلل کیده.
د اتم معصوم امام د فضائلو په بیان کښې نقل شوي دي چې د امام رضا علیه السلام په زمانه کښې له هغوي زیات عالم او پوه کس شتون نه درلود. د حضرت امام رضا علیه السلام د ژوند او امامت پړاؤ د عصمت او طهارت اهل بیتو یعنې د رسول ا... مبارک کورنۍ ته د خلکو د ګروهنې د اوج اخیستو او د دغه پاک خاندان د ولسي محبوبیت د پراختیا پړاؤ دی.
حضرت امام رضا ع د خپل امامت پړاو د اسلام د دین په خپرولو او ساتلو تیر کړ . د حضرت امام رضا ع د امامت لس کاله د هارون الرشید له حکومت سره وو . د هغه حضرت د امامت دوهم لس کلونه د هارون الرشیدد دو زامنو مامون او هارون سره هم مهاله وو . امام رضا علیه سلام په دغو دواړو پړاونو کې له ګډوډیو اوډیرو ظلمونو سره سره چی د حکومت له لوری ترسره کیدل ، خپلې حساسې دندې په ډیر ښه ډول ترسره کولې . د بنی عباسو حاکمان چی په زوره قدرت ته رسیدلی وو ، د مسلمانانو په ګټو ، په قران او سنت په عمل کولو پسې نه وو. هغو د دیندارۍ په تظاهر او د خلکو په دوکه کولو سره حکومت او خپل ظالمانه سیاستونو ته دوام ورکاوه .
ماموند خپل قدرت او دمسلمانانو د مشرۍ د ساتلو لپاره حضرت امام رضا ع د پیغمبر اکرم ص له اهل بیتو وو ، له مدینې مرو ته دعوت کړ تر څو په ظاهره ورته ولایتعهدي ورکړی . نویو شرایطو حضرت امام رضا علیه سلام لپاره شرایط برابر کړل چی د خلکو د ویښولو په ترڅ کې هغو له دینی مسایلو او هغو خطرو چی د اسلام او مسلمانانو په کمین کی دی ، بلدکړي . همدغه چاره د امام رضا ع د ډیر زیات محبوبیت سبب شوه . د اسلام دګران پیغمبر د ګران لمسی دغه زیات محبوبیت او بریالیتوب چیب په حقیقت کی د اسلام بریالیتوب بلل کیږی د عباسی حکومت په تیره بیا د مامون د خوشحالۍ سبب نه وو او هغه یې غوسه اوویروه ، تردې چی د زیاتې ویرې او کینې له امله یې فیصله وکړه چی د رسول ا... مبارک لمسې له مینځه یوسی . هغه بالاخره د ۲۰۲ قمری کال د صفرې په پاې کې خپله پلیته نقشه او مکر اجرا کړ او یو عالم یې په ویر کښینوه . د امام رضا ع پاک پیکر له شهادته وروسته په یوه باغ کې خاورو ته وسپارل شو . له هغې ورځې دغه سپیڅلی ځای د نبی مکرم د کورنۍ د میناوالو او عاشقانو په زیارت ځای بدل شو . په دغه ځای کې د سپیڅلی حرم د شتون په دلیل یو ښار رامینځته شو چی مشهد یعنی د شهادت ځای ونومول شو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
هرکال د امام رضا ع په میلیونونو زایرین د الوتکې ، اورګاډی ، بسونو یا شخصی ګاډیو کې د امام رضا ع د سپیڅلی قبر د زیات لپاره ځانونه مشهد ته رسوی . مشهد ښار ته له ورتګه مخکې د حرم مطهر د طللایی ګنبد ځلا هغه لومړنۍ جاذبه ده چی د هر تازه ورداخلیدونکی نظر جلبوی اود زیارت د شوق اوښکی یې په سترګو کی راځی .د امام رضا ع ګنبد چی له خښتو جوړ شوی او په پیتلی الواحو چی بره پرې سره زر لګول شوی دی ، د ایرانی معمارانو د استادۍ ، نوښت او ښه ذوق ښودنه کوی . د دغه طلایی ګنبد په شا وخوا کې د سروزرو په پوښښ سره دوې مینارې د ټولو د پام وړ دي . د ایرانی اسلامی معمارۍ د هنر له نظره معمولا منارې د ګنبد په لورو کې جوړول کیږی اوږ پر دې سربیره چی د اذان وهلو لپاره ځای بلل کیږی ، د دو لوړو ستنو په توګه ګنبد هم مذبوتوی . خو د امام رضا ع د مطهر حم طلایی مینارې له دغې قاعدې مستثنی دي ، له دې سره سره چی په لومړی ګام کې ګنبد په مینځ او دوې مینارې په لورو کې لیدل کیږی ، خو په حقیقت کې دغه دوې مینارې په مختلفو فاصلو سره جوړې شوی دي او د ګنبد لپاره د تکیې ځای نه حسابیږی . د طلایی ګنبد لاندې د امام رضا ع مبارکه بقعه د ضریح په داخل کی ده او تکړه هنرمندانوپکې دخپل هنری قدرت اوج نندارې ته وړاندې کړی دی .
د امام رضا ع مبارکه بقعه څلور ایوانه لری . دغه ایوانونه په ډیرو نفیسول او ګران بیه دروازو سره له حرم بهر فضا ته لاره پیدا کوی . د دروازو جوړول د ایرانی هنرمندانو لخوا جالبه بیلګه بلل کیږی او په لرګی په دیر ظرافت سره له دیرو ایرانی هنرونو استفاده شوی ده .
د ایوانونو په شاوخوا کې یوشمیر رواقونه موجود دي . دغه رواقونه د لارو په وسیله له یوه بل سره تړلی دي او په دې ډول د حرم پراختیا زیاته شوی ده . د حرم شاوخوا رواقونه هر یو له یوه خاص پړواو سره اړه لری ، په هغو کې یو مشهور رواق دارالسیاده نومیږی چی د حرم په لویدیځه ضلع کې واقع شوی دی . دغه رواق د حرم له ډیرو مجللو رواقونو دې او د ۷۹۷ هجری شمسی کال پورې اړونده د شاهرخ میرزا د میرمنې ګوهرشاد خاتون له یادګارۍ دې . ددغه ودانۍ دیوالونه د ګوهرشاد په حکم له سپینو سنګ مرمرو جوړ شوی دی او د دیوال په وروستۍ برخه کې د په نستعلیق خط کتیبې لیکل شوی دي .
په دغو کتیبو بره په ګچو د اینې کار شوی دې چی د دغه رواق ښکلا ډیره زیاتوی . د دغه رواق په شمال ختیځ کې د سپینو زرو یو کړکې موجود دې چی له هلته د امام رضا ع حرم لیدل کیدلې شی . دارالسیاده په حقیقت کې د معماری تزینی هنرونو نندارتون دې چی هر یو په نهایت کې مهارت او ښکلا نندارې ته وړاندی کوی .
دارالحفاظ ، دارالسعاده ، دارالضیافه او داراالشکر هم د حضرت امام رضا ع د سپیڅلی حرم نور رواقونه دي چی ټول د معمارۍ ، تزیناتو ،کاشیکارۍ ، د کتابت هنر ، خطاطۍ ، رنګ و روغن و اینه کارۍ ، نقاشۍ ، حجاری فلزکارۍ او نورو هنری څانګو یوه ډیره ښکلی خزانه ده چی په ایران کې د اسلامی هنر پړاو ښی .
د حرم مطهر له رواقونو او ایوانونو پرته څو صحنونه دي چی ډیر زیات زایرین پکې ځای کیږی . د امام رضا ع له مشهورو صحنونو د ګوهر شاد ، صحن ازادی ، صحن انقلاب ، جمهوری اسلامی ، جامع رضوی او قدس ته اشاره کولې شو چی هر یو پکې له هنری او تزینی نظره ډیر پرتمین او ښکلی دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
عزیزانو د حضرت امام رضا علیه سلام سپیڅلی حرم په ایران کې د مسلمانانویو مهم سپیڅلې ځای او د اسلامی نړۍ د مذهبی ټولګو یو پرتمین او ښکلی ځای بلل کیږی . دغه ټولګه کابو ۲۵ مهمې ودانۍ لری چی په تیرو سلګونو کلونو کې جوړی شوی دي او هره ودانۍ د خپل پړاو او وخت د معمارۍ هنر لوړه او پرتمینه ټولګه دی . د سپیڅلی حرم په خوا کې هم د شیخ بهایی ، شیخ طبرسی او شیخ حرعاملی په شان د اسلامی نړۍ ستر پوهان اوعالمان خاورو ته سپارل شوی دي .
تر بل پروګرامو مو خدای په امان