محمدبن زکریای رازی، تجره پاله طبیب
د محمد زکریا رازي د درنښت او په ایران کښې د درمل جوړونې د ورځې ځانګړې لیکنه
د وږي د میاشتې پنځمه نیټه د محمد زکریا رازي د درنښت ورځ ده. د دغه ایراني طبیب د طب یا ډاکټرۍ د ښودلو طریقه تراوسه د نړۍ په میډیکل کالجونو او روغتونونو کښې استعمالیږي.
د وږي د میاشتې پنځمه نیټه یا د آګست ۲۷ نیټه د محمد زکریای رازي او د درمل جوړونې د ورځې په توګه نومول شوې ده. زکریا رازي ایرانې ډاکټر، فلاسفر او کیمیادان او د الکحلو او د ګوګړو د جوهر یا سیاهۍ (سلفوریک ایسډ) کشفونکی دی. په طب کښې د هغه ډیر مهم آثار د (الحاوي)، (طبِ منصوري) او (الجدي و الحصبه) په نامو کتابونه دي.
نوم یې محمد او د پلار نوم یې زکریا دی. ختیځو مورخانو په خپلو کتابونو کښې هغه محمد بن زکریای رازي بللی دی خو اروپایانو او لویدیځو مورخانو بیا هغه په خپلو کتابونو کښې د رازس Razes او الرازي Al-Raze په نومونو یاد کړی دی.
زکریا رازي د ایران او اسلامي نړۍ ستر فلاسفر، طبعي عالم، کیمیا پوه او ستر ډاکټر او په جالینوس المسلمین مشهور دی او د نړۍ یو مشهور او ویاړمن شخصیت او د پخوانۍ زمانې یو نابغه دی چې په په ۲۵۰ هجري یا ۸۲۴ میلادي کال کښې د ایران په ری سیمه کښې وزیږید او په کال ۳۱۳ هجري یا ۹۲۵ میلادي کښې په هم دغه ښار کښې وفات شو خو د قبر په هکله یې کره معلومات نشته. */*/*/*/*/*/*
ری په دریمه هجري سلیزه کښې یو ستر ښار و چې د البرز د غرونو د لړۍ او دښتې ترمینځ په خیرازه ځمکه کښې پروت و. ابنِ حوقل دغه ښار د مینځني ختیځ یو ښایسته او ستر ښار بللی دی. (استخري) هغه تقریباً د ۸*۸ فرسنګه ستروالي سره د خټو او خښتو د ودانیو ښار بللی او (ابن فقیه همداني) وریښم، لرګین صنایع او لعابي لوښي د دغه ښار صنایع بللي دي او لیکلي یې دي چې ری په هغه زمانه کښې پنځه دروازې او اته ستر بازارونه درلودل. محمد بن احمد مقدسي هغه د اسلامي نړۍ یو ستر ښار بللی دی او هلته یې د میوې د ستر بازار او د کتابونو د یو ستر بازار د شتون خبر ورکړی دی. دغه ستر ښار په دریمې هجري سلیزې کښې د ترقۍ په اوج کښې و او د رازي په شان یو ستر پوهاند یې په خپله غیږه کښې روزلی دی.
رازي د خپل ماشومتوب، ځلمیتوب او ځوانۍ وختونه په خپل زیږنځي کښې تیر کړل. په ځوانۍ کښې له فلسفې، موسیقۍ، کیمیا او شعر سره بلد شو خو بیا یې زرګرۍ او کیمیاګرۍ ته او وروسته یې طبابت او ډاکټرۍ ته مخه کړه. هغه یو خلاق، زیارمن او توانمن لیکوال، ډاکټر او کیمیاپوه و داشان چې په خپل ۶۲ کاله برکتناک عمر کښې یې څه باندې دوه سوه کتابونه ولیکل. په طبابت کښې د هغه ډیر مهم آثار " الحاوي "، " طب منصوري " او " الجدري و الحصبه " دي.
"ابوریحان بیروني" لیکلي دي چې رازي وړومبۍ د کیمیا کار کوه خو پس له دې چې په تند او تیزو موادو سره د پرله پسې کار په وجه یې سترګې خرابې شو نو د خپلو سترګو د درملنې لپاره یې طبابت ته مخه کړه.
مورخانو لیکلي دي چې رازي څه موده په بغداد کښې واوسیده او هلته یې د علم او طب زده کړې ته مخه کړه او هم هلته د معتضدي روغتون د مشرۍ لپاره غوره شو خو څه موده پس ری ته ستون شو او د ری د روغتون د مشر په توګه تر مړینې پورې د ناروغانو په درملنه بوخت پاتې شو.
ویل شوي چې کله یې د بغداد د معتضدي روغتون جوړولو اراده وشوه نو له زکریا رازي سره یې د روغتون لپاره د مناسب ځاې د غوره کولو په لړ کښې مشوره وکړه. رازي وویل چې د غوښې یو څو مساوي او برابر ټوټې د ښار په مختلفو سیمو کښې اویزاندې کړئ او چرته چې د غوښې ټوټه ناوخته خرابه شي، هم هغه ځاې د روغتون د جوړولو لپاره مناسب دی. په دې وجه هغه وړومبنې پوه ګڼل کیږي چې د مولد د تئورۍ او په خپله د ژوندیو مخلوقاتو د تولید د تئورۍ په ردولو کښې یې شرح لیکلې ده.
رازي په هغه پوهنتون کښې د رواني او نفسیاتي ناروغانو د ځانګړې برخې بنسټ کښیښوده او د ناروغانو د هرې ډلې لپاره یې د هغوي مناسب خواړه وټاکل. رازي یو نوښت پال او تجربه پال پوه و. د نورو لیکنې به یې په انتقادي نظر لوستلې او هغه افکار به یې ردول چې له حقیقتونو سره به یې سمون نه خوړه.
د ری د رغتون د مشرۍ په وختو کښې رازي د میډیکل یا طب د ښوونې لپاره یوه ځانګړې طریقه جوړه کړې وه. روغتون ته به چې هر نوی بیمار راتله، اول به یې تازه کاره محصلینو معاینه کوله. که هغوي به د بیمارۍ په معلومولو یا درملنې کښې پاتې راغلل نو بیا به یې له زړو محصلینو مرسته غوښتله او کله به چې هغوي هم په دغه کار کښې پاتې راتلل نو خپله رازي ته به یې مراجعه کوله. د طب او میډیکل د ښوونې دا طریقه تراوسه د نړۍ په روزنیزو روغتونونو کښې استعمالیږي.
رازي په طب کښې ډیر نوښت پاله و او په پټو سترګو به یې له ځانه د مخکښې ډاکټرانو پیروي نه کوله. هغه د (شکوک) په نوم یو کتاب لیکلی دی او د جالینوس د ناسمې درملنې طریقې یې په کښې په ګوته کړې دي. هغه په دې باور و چې تجربه د طب له علم نه غوره ده، او د طب له علم نه یې موخه د تیرو پوهانو لیکنې وې.
رازي په خپل "السیره الفلسفیه " کتاب کښې لیکلي دي: د پوهې او علم په زده کړه کښې زما کوشش او زیار تر دې حده و چې څه باندې ۲۰ زره پاڼې مې د تعویذ په خط ولیکلې او د خپل عمر پنځلس کاله مې شپه او ورځ د "جامع کبیر" (الحاوی) په لیکنه ولګول. د دې کار په وجه مې د سترګو بینايي او د لاس عضله کمزورې شوه او زه یې له لیکلو بې برخې کړم. خو بیا هم د علم له لټونه پاتې نه شوم او د خپلو اطرافیانو په مرستې پرله پسې لولم او د هغوي په لاس لیکم.
د رازي د آثارو لړلیک ابن ندیم په (الفهرست) کتاب کښې راوړی دی. ابوریحان بیروني هم د رازي د آثارو په هکله یو کتاب لیکلی دی. د بیروني د فهرست له مخې رازي په مختلفو موضوعاتو ۱۸۴ کتابونه لیکلي دي چې په کښې د طب په برخه کښې ۵۶ کتابونه، د طبیعیاتو یا فزکس ۳۳ کتابونه، د منطق ۷ کتابونه، د ریاضیاتو او ستور پیژندنې ۱۰ کتابونه، د نورو د فلسفي او ډاکټري کتابونو د تفسیر او تخلیص ۷ کتابونه، د فلسفي او تخمیني علومو ۱۷ کتابونه، ماوراء الطبیعه ۶ کتابونه، د الهیاتو په هکله ۱۴ کتابونه، د کیمیا ۲۲ کتابونه او د مختلفو فنونو ۱۰ کتابونه شامل دي.
د طب د علم د تاریخ محقق محمود نجم آبادي د بیروني، ابن قفطي، ابن ابي اصیبعه و ابن ندیم د فهرست په مرسته د (مؤلفات و مصنفات ابوبکر محمد بن زکریای رازی) په نامه یو کتاب برابر کړی دی چې په کال ۱۳۳۹ کښې د تهران پوهنتونو د انتشاراتو له خوا خپور شو. هغه په دغه کتاب کښې د رازي د لیکلو کتابونو شمیر ۲۷۱ بللی دی.
رازي یو خوش اخلاقي او په زده کړه کښې زیار ایستونکی کس و. هغه ناروغانو ته ځانګړې پام درلود او د بیمارۍ تر معلومیدو پورې به یې نه پریښودل له بې وزلو او غریبانو سره به یې ډیره مهرباني او مرسته کوله. رازي د هغو ډیرو طبیبانو په اپوټه چې زیاتره د باچاهانو او امیرانو وغیره د درملنې ارماني وي، زیاتره یې د عامه خلکو درملنه او علاج کوه. هغه د (صفاتِ بیمارستان) په نوم یو کتاب کښې دا عقیده څرګندوي چې هر کس د طبابت لایق او وړ نه دی او طبیب باید یولړ صفات او ځانګړې خصوصیات ولري.
رازي له هغو ډاکټرانو دی چې ځیني د ننني طب په درملنه کښې هم د هغه له عقایدو کار اخلي په تیره بیا په مایعاتو او خوراک سره د ناروغانو په درملنه کښې. رازي په هغو وړومبنیو کسانو کښې دی چې په سلامتیا او درملنه کښې د خوراک په رول باندې ټینګار لري. هغه به په دارو کښې اسراف او زیاتوالی ډیر تاواني ګڼه او باوري و چې تر ممکنه حده درملنه باید په خوراک سره ا که نه وي نو په ساده او منفردو دارو سره او که بیا هم ونه شي نو هله دې په مرکبو درملو سره وشي. رازي د تغذیې یا خوراک په هکله یو کتاب لري چې " منافعالاغذیه و مضارها " نومیږي. دغه کتاب د خوراکي سلامتیا یوه بشپړه دوره ده.
ډاکټرانو او محققانو له سلګونو کلونو راهیسې د رازي له کتابونو او رسالو څخه ډیره ګټه پورته کړې ده. ابنِ سینا، رازي په طب کښې د ډیر لوړ مقام خاوند ګڼي او ویلې شو چې د قانون د کتاب د لیکلو لپاره یې د رازي له (حاوي) څخه ډیره ګټه پورته کړې ده.
رازي د کیمیا زده کړه له طب او ډاکټرۍ ډیره مخکښې پیل کړې وه او په دغې برخې کښې یې هم د پام وړ آثار پریښې دي. په کیمیا کښې د رازې ستره ایزه د موادو طبقه بندي ده. هغه وړومبنې کس و چې اجسام یې د جمادي، نباتي او حیواني په دریو برخو وویشل. هغه د ماډرن کیمسټرۍ بنسټګ دی، سره له دې چې په کیمیاګرۍ باور لري.
رازي د کیمیا په عمل کښې یو نووی مکتب جوړ کړی چې د تجربي او علمي کیمیا مکتب یې بللی شو. مشهور پوهاند ژولیوس روسکا، رازي د علمي کیمسټرۍ پلار او په علم کښې د یو نوي مکتب جوړونکی بللی دی.
د رازي له خوا د کیمسټرۍ علم ته د کیمیاې د پوهې په بهیر کښې هغه ټکی چې د علم د محققانو او مورخانو له خوا ثابت شوی دی، د رازي د (ذرّه موندنې) لید دی. کیمیاګران په یو بل باندې د عناصرو د بدلیدو قایل وو او او دا نظریه یې د ارسطو د هغې نظریې موافقه ګڼله چې عناصر یې د بدلیدو وړ یعنې په یو بل باندې د بدلیدو وړ ګڼي. خو د ذره ګروهونکو له نظره عناصر په یو بل باندې نه شي بدلیدې او رازي هم دغه نظریه لري او هم دا په ماډرن کیمسټرۍ باندې د پخوانۍ کیمیا د بدلیدو په بهیر کښې کلي علت پاتې شوی دی.
ایران د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کښې د صلحه ایز علمي پرمختګ د نښې په توګه په ویانا کښې د ملګرو ملتو دفتر ته د څلورو اړخونو لرونکې د مجسمو یوه ودانۍ ډالۍ کړه چې د ملګرو ملتو په دفتر کښې لګول شوې ده او په کښې د خیام، ابوریحان بیروني، زکریای رازي او ابوعلي سینا په شمول د څلورو ایراني پوهانو مجسمې لګیدلې دي چې د بشري علم او تمدن په ډګر کښې د دغو پوهانو د اهمیت نښه ده.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی