ایران سیل
عطار نیشابوری د شپږمې پیړۍ په پاې او د اوومې پیړۍ په پیل کې د فارسی ادبیاتو مشهور شاعر او عارف دې .
نیشابورخپل تاریخی هویت ته په پام سره ډیرې تاریخی او مذهبی ودانۍ لری چی د ټوریزم ډیره وړتیا لری . د نیشابور تاریخی ودانۍ او قبرونه تل د داخلی او بهرنیو ټوریسټانو د پام او توجه وړی دي او په دغه ښار کې د ټوریزم صنعت پراختیا ته په پام سره د کلتوری میراث ،لاسی صنایعو او ټوریزم سازمان د نیشابورسیمه په ایران کې د ټوریزم بیلګه سیمه معرفی کړی ده .
د نیشابور زوړ ښار د ساسانیانو له تاریخی پړاوه تر د مغولو حملې د نیشابورپاتې اثارو باندې اطلاق کیږی چی ۳۵۰ هیکټر مساحت لری . د نیشابورد زاړه ښار محدوده کې هغه خرابې هم شاملې دي چی په خاورې کې ښخې شوی دي چی په نیشابور کې د لرغونی پیژندنې څیړنې کې جوتیږی . دغه فرضی محدوده چی دقیقا یې پولې جوتې ندي او د اوسنی نیشابور د جنوب ختیځ په څنډه کې په ډیر وسعت سره د تپو او لرغونی کنډوالو لکه کهندژ ، د الب ارسلان انګړ ، د کارجی ، سلطان میدان ، طلایی ، نصیر اباد ، کلاته محمد جان ، حصارنو ، سبزپوشان ، شادیاخ ، مدرسه ، بازار ، قنات او تاکستان تپې مشهورې دي .
یوشمیر کنډوالې په بشپړه خاورو لاندې دي . له نیشابور د توپوګرافی نقشې په بشپړه توګه دقیقې ندي ځکه چی لرغون پیژاندي تراوسه د زاړه نیشابور د دقیق ځای په ټاکلو ندی بریتالی شوی او ټول اساس د مغولو له حملې مخکې نیشابور ته ورګرځی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د نیشابورجامع جومات د دغه ښار یوه ښکلی ودانۍ ده . د نیشابور جامع جومات ودانۍ د نیشابور ښار په مرکز کې واقع شوی دی او د هغې تاریخی کتیبې په اساس چی په جنوبی ایوان کې لګول شوی ، په ۸۸۹ هجری قمری کال کې د پهلوان علی بن بایزید په وسیله جوړ شوی او د محراب دپاسه کتیبې په اساس په صفوی پړاو کې بیا رغاول شوی دی .
د صفوی پړاو بیارغاونې دومره زیاتې دي چی د تیموری پړاو د جومات دقیق معلوماتو خنډ کیږی د اوسنی جومات ودانۍ په دوه ایوانی ، څلور شبستانونو ، او دریو دروازو سره دی . د جومات ټول مساحت ۷۰۸۳ او جوړه ودانۍ ۴۳۷۷ مربع میټر دې . د جومات اصلی دروازه د شمال لخوااو د شمالی ایوان شاته ده . دغه دروازه له بهر دروازې د پاسه چت لری چی ډیر ښایسته سینګار شوی دی . د دغې دروازې په دواړو لورو دوه کاڼی لیدل کیږی چی د لومړی شاه عباس چی ۱۰۲۱ هجری قمری کال سره برابریږی ، په وخت کې لګول شوی دي .
««««««««««««««««««««««««««««««
دوستانوبهتره ده له عمر خیام سره د بلدتیا تر څنګ د دغه ایرانی ریاضی پوه او شاعر قبر ته هم یوه کتنه ولرلې شو .
مشهور ایرانی فلاسفر، ریاضی پوه او ستور پېژاندے حکیم ابولفتح عمر بن ابراهیم الخیامی چې په خیام مشهور دے په ۴۲۷ هجری قمری کال د ایران په نیشابور کښې وزېږېد. هغه د ملکشاهی د رصد په ترتیب او جلالی تقویم په اصلاح کښې ملګرتیا لرله. خیام په فارسی او تازی ژبو شعرونه او کتابونه لری.
که څه هم د خیام علمی او سائنسی مقام د هغه له ادبی مقامه اوچت دے او حجت الحق لقب یې لرلے دے خو شهرت یې زیاتره د رباعیات د لیکولو په وجه دے نړیوال شهرت لری. همدارنګ د خیام رباعیات په اکثرو ژوندو ژبو ترجمه شوی دی.
له یو لړ تحقیقاتو وروسته معلومه شوې ده چې د هغه د وفات تاریخ په
502 کال کښې ؤ. د هغه قبر هم دا اوس د ایران په نیشابور ښا ر کښې په یو باغ کښې چې پکې د امامزاده محروق مزار مبارک هم دے واقع دے.
نوروزنامه،- په فارسۍ ژبه د خیام رباعیات - عیون الحکمه او رساله معراجیه –رساله در علم کلیات - رساله در تحقیق معنی وجود، رساله روضةالقلوب در کلیات وجود - رساله ضیاء العلی - رسالهای در صورت و تضاد - ترجمه خطبه ابن سینا - رساله مشکلات ایجاب - رسالهای در طبیعیات - رسالهای در بیان زیگ ملکشاهی - رساله نظام الملک در بیان حکومت - رساله لوازمالاکمنه - او د خیام عربی اشعار چې تقریباً ۱۹ رباعۍ یې تر لاسه شوی دی.
د خیام علمی مقام د هغه له ادبی ځای بره دې او لقب یې حجه الحق وو خو د هغه مشهورتیا د هغه د رباعیانو په وجه ده چی نړیوال شهرت لری . د خیام رباعیانې په سلګونو ځله په فارسی او د هغه ترجمه په بیلا بیلو ژبو شوی ده . د خیام د رباعیاتو انګریزی ترجمه چی په ۱۸۵۹ کال کې د مشهور او ستر برتانوی شاعر ، لیکوال او ختیځ پیژاندی ایډورډ فیتز جرالډ په وسیله شوی ده چی د انګریزی ژبې یو شاهکار بلل کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د خیام قبر د نیشابور یو لیدونکې ځای دې او د مشهور ایرانی معمار هوشنګ سیحون په وسیله جوړ شوی دې . د دغې ودانۍ په جوړولو کې د ایران د اوسنۍ او زاړې معمارۍ هنر کارول شوی دی او پکې له هندسی شکلونو او ریاضۍ اصولو استفاده شوی ده . او په حقیقت کې د هغه طراحۍ له ژوند ، زمانې او عمر خیام لیدتوګو اخیستل شوی ده چی د عمر خیام د شخصیت په دریو اړخونو یعنی ریاضی پوه ، ستور پیژاندی او شاعر والی ولاړ دی .
د عمر خیام قبر ډیر ښکلی جوړ شوی او د شاوخوا چاپیریال یې هم د لیدلو دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د مشهور ایرانی شاعر او عارف فرید الدین عطار نیشابوری قبر هم چی نیشابور سره نږدې دې هرکال د ایرانی هنر او ادب میناوال ځانته کش وایی .
عطار نیشابوری د شپږمې پیړۍ په پاې او د اوومې پیړۍ په پیل کې د فارسی ادبیاتو مشهور شاعر او عارف دې . هغه په ۵۴۰ هجری قمری کال کې د نیشابور په کدکن کې وزیږیده او په ۶۱۸ قمری کال کې په نیشابور د مغولو په حمله کې ووژل شو . عطار یو ډیر کارکونکې ایرانې شاعر بلل کیږی او د عارفانو د نظر په اساس د سیر و سلوک او عرفانی زمینه کې لوړ مقام لری ، لکه څرنګه چی د مشهور ایرانې شاعر او عارف د هغه په اړه فرمایی ،
هفت شهر عشق را عطار ګشت ، ما هنوز اندر خم یک کوچه ایم
د عطار له مشهور اثارو اسرار نامه ، الهی نامه ، منطق الطیر ، مصیبت نامه ، مختار نامه ، تذکره الاولیا او د هغه د اشعارو دیوان نومو اخیستلې شو .
د عطار قبر تاریخی ودانۍ لری چی په تیموری پړاو کې د امیرعلی شیر نوایی په وسیله جوړه شوی ده . د دوهم پهلوی په پړاونو کې بشپړه او په ۷۰ لسیزې کې هم مختصر مرمت وشو . اوسنی قبر اته ضلعې ، او کاشی کارۍ شوې ګنبد او څلور دروازې لری . د هغه په بهرنۍ نما کې څلور د کاشی کارۍ غرفې جوړې شوی دی اود قبر په مینځ کې د عطار قبر او د درې میټره په لوړتیا سره یوه اته ترکی ستنه جوړه ده .
دوستانو ښه ده چی پوهه شئ د عطار د قبر په خوا کې د کمال الملک قبر هم موجود دې . د ډیرو لیوالو په نظر د ایرانی نقاشۍ میناوالو لپاره د کمال الملک نوم اشنا دې . کمال الملک د نولسمې میلادی پیړۍ د لومړۍ نیمایی مشهور هنرمند دې چی د نګار ګرۍ پهډګر کې د هغه ظهور په ابداعلاتو ، نوښتونواو سټایل کې نویو رودو سره د ایران د تجسمی هنرونو په برخه کې تازه سپرکې پرانیسته .
پای