د ایران اسلامي جمهوریت، د قومونو د وحدت او ملګرتیا نمونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i107666
د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د اوسیدونکو مختلفو قومونو او مذهبونو د خلکو ترمینځ ډیره ملګرتیا او وحدت او یووالی موجود دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 01, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت، د قومونو د وحدت او ملګرتیا نمونه

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د اوسیدونکو مختلفو قومونو او مذهبونو د خلکو ترمینځ ډیره ملګرتیا او وحدت او یووالی موجود دی.

په هغه مرکه کښې چې په دې وروستیو کښې د افغانستان طلوع نیوز چینل خپره کړه، د شهاب لیوال په نامه د طالبانو یو کلتوري غړي په یولړ هغو څرګندونو کښې چې د هغه د ناپوهۍ له امله یې بللې شو، مدعي شو چې د ایران په حاکمیت او واکمنۍ کښې د اهل سنت ونډه ډیره کمه ده.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د اهل سنت مسلمانانو په موقعیت باندې د لاښه خبریدو لپاره اساسي قانون ترټولو مهمه او لوړه مرجع ده. د اسلامي ایران د اساسي قانون د دولسم اصل له مخې حنفي، شافعي، مالکي، حنبلي او زیدي مذهبونه بشپړ  احترام لري او د دغو مذهبونو منونکي د خپلې فقهې په بنیاد د مذهبي مراسمو په ترسره کولو کښې آزاد دي او په دیني ښوونې او روزنې او د واده، طلاق، میراث، وصیت او په محکمو یا عدالتونو کښې ورپورې د اړوندو دعوو په شان شخصي کارونه یې رسمیت لري او په هره سیمه کښې چې له دغو نه د هر مذهب منونکي اکثریت ولري، د شوراګانو د اختیاراتو په حدودو کښې سیمه ایز اصول او مقررات به د همهغه مذهب مطابق وي خو د نورو مذهبونو د منونکو د حقوقو په ساتنې سره.

د کرمان ولایت په جنوب کښې د منوجان د اهل سنت امامِ جمعه مولوي محمد فقیر دادزهي په دې هکله وايي: د خدای شکر کوو چې په یو داسې هیواد کښې اوسیږو چې د ټولو اسلامي هیوادونو او حتی د دنیا د غیرمسلمو لپاره یو مثال دی.

د مختلفو اسلامي مذهبونو له منونکو سره په ارتباط کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کړنلاره او د اساسي قانون اصول د هغوي د حقوقو خیال ساتنې ته د نظام پاملرنه په ښه توګه څرګندوي. په دې بنیاد، کوم حقوق چې د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون د نظر وړ مسلمانانو لپاره مقرر کړي دي، په دا ډول دي: احترام، د مذهبي مراسمو په ترسره کولو کښې آزادي، د دیني تعلیم و تربیت او ذاتي چارو او د سیمه ایزې قانون جوړونې رسمیت.

د سنندج ښار د ستر اسلامي مرکز مسئول ماموستا اقبال بهمني په دې باور دی چې، حقیقي سُنّي د قرآنِ پاک او د رسول ا... مبارک د سنتو پيروکار دی او له شیعه سره هیڅ دښمني نه لري. مسلمانان که د هر مذهب منونکي وي، په اساسي اصولو او دیني تعلیماتو کښې ګډ ټکي ډیر لري. نه یوازې په اصولو کښې بلکې په فروغو کښې هم داسې پریمانه اشتراکات لري چې د اسلامي امت د وحدت او پياوړتیا لامل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۲۶ اصل له مخې، د اهل سنتو له خوا د سیاسي او صنفي او اسلامي تنظیمونو او انجمنونو په جوړولو هم هیڅ ډول بندیز نشته او د اساسي قانون د ۶۴ اصل له مخې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې موجود اسلامي مذهبونه په اسلامي شورا یعنې پارلیمان کښې خپل استازی لرلی شي. په عین حال کښې د اساسي قانون د نولسم او شلم اصل له مخې، د ایران په اسلامي جمهوریت کښې ټول مذهبي اقلیتونه په انساني، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو حقوقو کښې مساوي او برابر دي.

دې ټکي ته په پام سره چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د اهل سنت مسلمانانو له پنځو سوو زیات ستر جوماتونه او مدرسې او څو زره طالب علمان او عالمان موجود دي، نو دا خپله په ایران کښې د سنیانو موقعیت ته د ایران د اسلامي نظام د ژورې پاملرنې نښه ده. نن سبا اهل سنت نه یوازې په اسلامي شورا یعنې پارلیمان کښې بلکې د خبرګانو په جرګې کښې هم استازی لري او د سمندري ځواک د قومندان په شمول ډیر سیاسي مسئولان، اهل سنت دي.

د پاوه ولسوالۍ امامِ جمعه ماموستا حاج ملا قادر قادري وايي: د کرمانشاه، کردستان او بلوچستان په شمول د ایران په مختلفو سیمو کښې د بیلابیلو مذهبونو له خلکو، نمایندګانو، مشرانو او عالمانو سره د حکومت تړاؤ او اړیکه له مخکښې نه زیاته په پیاوړې کیدو ده او دا د اتحاد او یوزړه توب د لازیاتې مضبوطیا معنا ورکوي.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د شیعه او سني مسلمانانو کرار او له ارامښته ډک ژوند د زور او اجبار له امله نه دی بلکې د هغو وحدت رامینځته کونکو هلوځلو او اقداماتو نتیجه ده چې په عمل کښې ګټه ور پاتې شوی او نن سبا د ایران اهل سنت، په ایران کښې یوه ډیره ستره او پياوړې علمیه حوزه لري. په هم دې وجه په نړیوالو صهیونزم پورې پيئلې رسنۍ هڅه کوي چې له داسې کسانو سره چې حال احوال یې معلوم وي خو هویت یې نامعلوم وي، په مرکو کولو سره په اسلامي نړۍ کښې تفرقې ته لمن ووهي او په دې لړ کښې له داسې کسانو ګټه پورته کوي چې نه یوازې مطالعه او تحقیق نه لري بلکې د اسلامي نړۍ او د اسلامي هیوادونو له حالاتو بیخي بې خبره دي.

د بجنورد د خاتم الانبیاء جومات اهل سنت امامِ جمعه آخوند آتا داوري په دې لړ کښې باوري دی چې، د وحدت د ساتنې په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لارښوونې په هیواد کښې د شیعه او سني ترمینځ وحدت باندې د دوي د قلبي اعتقاد او باور نښه ده. په دې وجه د تفرقه اچونکو او نفوذي افکارو مخنیوې د شیعه او سني عالمانو ترټولو مهمه دنده ده.

په هر حال اهل سنت په تهران او خواوشا کښې یې، ۹ اختصاصي جوماتونه لري او په ټول ایران کښې ۱۷ زره جوماتونه د سني مسلمانانو دي او هر کال یې په شمیر کښې تقریباً دوه فیصده زیاتوالی راځي. پر دې سربیره، سني او شیعه مسلمانان په پلازمینې تهران او د ایران په نورو سیمو کښې په تیره بیا په ادارو او دفترونو کښې نزدې همکاري لري چې د نړیوال صهیونزم د عصبانیت او غوصه کیدو سبب شوې او هغوي یې د دغه وحدت او یووالي خرابولو ته مجبور کړي دي او د دې یووالي د خرابولو هڅه کوي.

په دې منځومان کښې دې ټکي ته په پام سره چې څه باندې درې میلیونه افغانستاني ښاریز په ایران کښې اوسیږي، نړیوال صهیونزم کوشش کوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله په ایران کښې د استوګنو افغانانو ذهنیت خراب کړي خو هغوي ډیر په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی